د اوونۍ ولې: لاس پړکول یا چکچکې په څو ډوله دي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوونۍ ولې: لاس پړکول یا چکچکې په څو ډوله دي؟

د موسیقۍ امریکايي کمپوزر سټیف رایک ۴۰ کاله وړاندې پر چکچکو د موسیقۍ لومړي ټوټه جوړه کړه.

موخه یې دا وه چې د موسیقۍ داسې یوه ټوټه جوړه شي چې د انسان د بدن له غړو پرته په کې بل څه نه کارېږي، خو دا نوښت لومړنی او وروستی نه و او په دې توګه په موسیقۍ کې د چکچکو ونډه لا پياوړې شوه.

لاس پړکول یا چکچکې په څو ډوله دي او څه ماناوې ترې اخیستل کېدای شي؟

د بي بي سي بیکي میلیګان په خپل رپوټ کې همدې موضوع ته کتنه کړې چې پښتو بڼه یې ابراهیم امیري وړاندې کوي.