جرمني ته د تښتېدلي سوري کډوال د موسیقۍ لومړی البوم

رامي د انځور حقوق PA
Image caption رامي په منځني ختیځ او اروپا کې د سفر پرمهال له اتو هېوادونو تېر شوی

هغه سوري کډوال چې له خپل وایلن سره له سوریې نه وتلی و اوس د خپلې موسیقۍ لومړنی البوم د یوه مشهور کمپنۍ له لارې مارکیټ ته وړاندې کوي.

۲۱ کلن رامي د سوریې په حمص کې د موسیقۍ په زده کړه بوخت و، خو د جګړو له امله د خپل ټاټوبې پرېښودلو ته اړ شو او جرمني ته لاړ.

د موسیقۍ دا البوم "زما سفر" نومېږي، د البوم پیل د اروپايي ټولنې له رسمې سرود "د خوشحالۍ ترانه" نه شوی، دا له یوه بشپړ ستونزمن سفر نه وروسته چې ډېر ځله پلي ترسره کېږي او کډوال په کې له مینځني ختیځ نه تر جرمني پورې له اتو هېوادونو نه تېرېږي، د رامي د خوشحالۍ احساس څرګندوي چې اروپا ته رسېدلی دی.

'هرڅوک وېرېدلي'

فیل وژونکی 'شیطان' ولې بندي شو؟

کله چې رامي له سربیا نه هنګري ته په اورګاډي کې تله، پولیسو څاره او له اورګاډي نه وایستل شو.

په همدغه وخت کې د هغه وایلن ترې ورک شو.

خو بالاخره رامي جرمني ته ورسېده او یوې سیمه ییزې ښځې د هغه له کیسې اورېدو وروسته ورته یو بل وایلن ورکړ.

اوس د سره صلیب په مرسته د هغه د موسیقۍ لومړنی البوم په نړۍ کې په بحرانونو کې له ایسارو خلکو د ملاتړ په موخه مارکیټ ته وړاندې کېږي.

د "دیکار ریکارډس" شرکت د هغه البوم خپور کړی، چې له کبله یې راغونډېدونکې پیسې د بریتانیا سره صلیب صندوق ته ځي او بریتانیا کې به ورتلونکو کډوالو ته ورکول کېږي.

د انځور حقوق DECCA RECORDS/PA
Image caption جرمني ته له رسېدو وروسته رامي ته یوې سیمه ییزې ښځې د هغه له کیسې اورېدو وروسته یو بل وایلن ورکړ