کابل ښاروالي، د غره ډډې کورونه رنګوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل د غرونو کورونو رنګول کېږي

کابل ښاروالي وايي، له پلان پرته د جوړو شوو کورونو د ښه والي او د ښار د ښکلا لپاره یې د غره ډډې د کورونو رنګولو لړۍ پیل کړې ده.

د کابل ښاروالۍ په خبره، د ښار د بڼې ښایسته کولو او دغې چارې ته د خلکو د هڅونې لپاره یې د جوی شير سیمې د غره په لمنو کې د ۲۰۰۰ کورونو د رنګولو چارې پیل کړې دي.

د دوی په خبره، دغه کورونه به په ژیړ، سپین، نارنجي، سور او اسماني رنګونو رنګ کړي چې ځايي اوسېدونکي هم په دغه چاره کې ور سره مله وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption کابل ښاروالي تمه کوي په دغه کار ښار ته نوې بڼه ورکړي.

ښاروالۍ باورمنه ده چې دا کار به د ښاریانو په روان ښه اغېز وکړي او ترڅنګ به یې په خلکو کې د ښار ښکلي کولو دود هم وده وکړي.

د پلازمېنې د پراختیا خپلواکې ادارې هم ویلي، دا چاره په خلکو کې د مالکیت حس پیاوړی کوي او د اوسېدو د متفاوت چاپېریال یوه تجربه ده.

کابل ښاروالۍ وايي، تر دې وروسته به د ښار نورې ابادې لمنې هم رنګ کړي.

د انځور حقوق CRIDA
Image caption د پلازمېنې د پراختیا خپلواکې ادارې هم ویلي، دا چاره په خلکو کې د مالکیت حس پیاوړی کوي او د اوسېدو د متفاوت چاپېریال یوه تجربه ده.

د پلازمینې د پراختیا د خپلواکې ادارې مشر الهام هوتکي وايي، هغه سیمې چې کورونه یې له ښاري پلانه پرته جوړ شوي، پخوا له پراختیايي پروژو بې برخې وو.

نوموړي ویلي، د اوسېدو په بې پلانه جوړو شویو سیمو کې د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو او د تګ راتګ د لارو پر جوړېدو سربېره نورې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

Image caption د کورونو د رنګولو کار د اونۍ د پیله شروع شوی دی.
د انځور حقوق CRIDA
Image caption دا چې د دغو کورونو رنګول به څومره وخت ونیسي نه ده مالومه.

ورته تجربه کلونه وړاندې د مکسیکو د اوسېدونکو له خوا وشوه. د مکسیکو ښار رنګ او ښکلی شو. په خاورو دوړو ککړ دیوالونه یې په نظر جلبوونکو رنګونو وپسولل شول.

له دې کاره یې هدف د ریکارډ جوړول نه، بلکې د لوږې او ناامنۍ له امله د اندېښمنو ښاریانو خوشحاله ساتل و.

اړونده مطالب

ورته مطالب