د شاه‌رخ خان طنزیه انداز او د مادهوري اندېښنې

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاه رخ خان له خپلې مېرمن (ګوري) سره

د بالیووډ سینما تکړه هنرمن شاه‌رخ خان روانه اونۍ په (ټیډ ټاک) پروګرام کې د خپل ځان په اړه په ځانګړي او خوندور انداز لکچر ور کړ.

نوموړي د انسانیت او مینې په اړه خپل افکار په داسې انداز بیان کړل چې هم یې خلک وخندول او هم یې خپل مطلب ورساوه.

د بېلګې په ډول هغه وویل: "زه د هندي سینما ۵۱ کلن ستوری یم، تر اوسه مې بوټاکس نه دی کړی، خو په فلمونو کې د ۲۱ کلن هلک چلند کوم."

* شاه رخ خان د امیتابچن کومې سپارښتنې مني؟

* د ښکلا کریم اعلان په تړاو پر شاهرخ خان او دیپيکا نیوکه

هغه زیاته کړه، زه خوبونه پلورم، خو د هندوستان لکونه خلک یې په ونج کې مینه راکوي او مني چې د نړۍ غوره عاشق یم، خو رښتیا دا ده چې په اصل ژوند کې هغسې نه یم.

شاه‌رخ خان د خپل پلار د مړینې په اړه وویل، کله مې چې پلار ومړ، زه ۱۴ کلن وم. مور مې هم را سره وه، ما یې مړی د موټر په مخني سیټ کې کېښود او په ژړا له روغتونه کور ته راغلو. مور مې راته وویل، زویه موټر دې کله زده کړی؟

ما ورته وویل، په دا اوس وختونو کې. تر هغه وروسته ما په دنیا کې د ژوند کولو چل ول زده کړ.

څلور کاله وړاندې ما او زما مېرمنې (ګوري) پرېکړه وکړه چې درېیم ماشوم ولرو. په انټرنټ را پسې اوازه خپره شوه، چې نوی ماشوم د خان او ګوري نه دی، بلکې دا یې لمسی دی چې له ۱۵ کلن ارین خان او یوې رومانیايۍ ملګرې یې زېږېدلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هر انسان د خپل موروپلار او اولادونو په اړه یو ډول احساسات او جذبات لري

ظاهراً زما زوی په رومانیا کې د موټروانۍ زدکړې پر مهال له یوې نجلۍ سره وربشې کرلې وې.

په اړه یې پر انټرنټ یوه جعلي ویډیو هم خپره شوې وه. د یوې کورنۍ په توګه یې موږ ډېر وکړولو.

* د عامر خان دنګل فلم تر ټولو ډېرې پیسې ګټلې

* 'کاجول اوس زما ملګرې نه ده'

زما زوی ارین اوس ۱۹ کلن دی. که اوس هم سلام پرې واچوې، ځواب کې درته وايي، لا مې هم اروپايي لیسانس نه دی اخیستی.

شاه‌رخ خان چې په ټوکو ټوکو کې کومو واقعیتوتونو ته اشاره وکړه هغه یې د ژوند مهمې پېښې دي.

هر انسان که لوړپوړی یا ټیټ پوړی وي، خو د موروپلار او اولادونو په اړه یې احساسات او جذبات ورته دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو وخت د "سنجی دت" او مادهوري د مینې کیسې په درز کې روانې وې

د مادهوري اندېښنې

د سنجی دت پر ژوند د جوړېدونکي فیلم د شوټینګ او نور اړخونو په اړه خبرونه هره ورځ پر خواله رسنیو کې خپرېږي.

په فیلم کې د "سنجی دت" رول رنبیر کپور ته ور کړل شوی دی.

دغه فیلم به د سنجی دت پر هنري ژوند سربېره د هغه د ژوند په نورو اړخونو هم را څرخي. په فلم کې پر "دیا میرزا" او "سونم کپور" سربېره پخوانۍ لوبغاړې "منیشا کویراله" د سنجی دت د مور (نرګس) رول لوبولی دی.

کله چې د سنجی دت پر ژوند د فیلم جوړولو خبره کېږي، نو ور سره جوخت د "مادهوري دیکشټ" نوم هم یادېږي.

یو وخت د "سنجی دت" او مادهوري د مینې کیسې په درز کې روانې وې.

که د سنجی دت د ژوند پر هر اړخ وغږېږو، کیسه یې اوږدېږي، خو داسې خبرونه هم شته چې مادهوري د فیلم له ډایرکټر "راجو هیراني" سره خبرې کړي چې په فیلم کې د هغې یادونه ونه شي.

څو ورځې مخکې هغې په یوه خبرپاڼه کې وویل، تېر ژوند یې شاته پرې ايښی او هغه وختونه یې اوسنی ژوند نه شي اغېزمنوای.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رنبیر کپور د موروپلار په خوښه له فیلمي نړۍ بهر واده کوي

د رنبیر کپور واده

د "رنبیر کپور" په اړه وروستي معلومات دا دي چې هغه د یوې نجلۍ خوښولو لپاره له موروپلار سره لندن ته تللی دی.

د بالیووډ دغه کامیاب لوبغاړی واده کوي، خو لا معلومه نه ده چې څوک یې په نښه کړې ده.

وروستي معلومات دادي چې هغه لکه د نورو ښو هلکانو په څېر د "پلارومور" په خوښه واده کوي او د نجلۍ لیدلولپاره لندن تللي دي.

اغلب ګومان دا دی چې هغه له فیلمي نړۍ بهر له یو چا سره واده وکړي.

د هغه مور "نیتو کپور" هم غواړي نګور یې د فلمي نړۍ لوبغاړې نه وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب