هندیان ولې پر سندرغاړي جسټېن بیبر په غوسه دي؟

Justin Bieber May 2017 د انځور حقوق @jbcrewinds
Image caption مینه والو یې له ۵۰۰۰ هندۍ کلدارو تر ۷۵٫۰۰۰ کلدارو په ټکټ لګولې وې او په ډېرې لېوالتیا یې کنسرت کې برخه اخیستې وه.

لوېدیځ کې د پاپ سندرو په نړۍ کې د یو له تر ټولو ځوان او پېژندل شوي سندرغاړي جسټېن بیبر تر کنسرت وروسته یو شمېر هندیان ځکه ورته په غوسه دي چې ټولې سندرې یې لېپ سېنک کړې.

دا په هند کې د ۲۳ کلن جسنټېن بیبر لومړنی کنسرت و چې ګڼو مینه والو یې په کې ګډون کړی و. ده کنسرت کې سندرې ژوندۍ ونه ویلې او لېپ سېنک یې کړې، یعنې له ثبت شویو سندرو سره يې یوازې شونډې خوځولې.

د ممبۍ په ډې واي پټېل لوبغالي کې د ده د سندرو اورېدو ته شاوخوا ۵۶ زره مینه وال ورټول شوي ول چې تر کنسرت وروسته، اوس پر خواله رسنیو ډېرو یې د بیبر پر دغه کار او د سندرو پر مهال د ده پر اغوستل شویو کالیو توندې نيوکې کړې دي.

د انځور حقوق @jbcrewinds
Image caption جسټن بیبر چې ۲۳ کلن دی نه یوازې په لوېدیځ چې په اسیايي هېوادونو کې هم ګڼ مینه وال لري.

د سندرې ویلو پر مهال د ښاغلي بېبر لېپ سېنک کتونکو په ښکاره لیدلی، ځکه د سندرې په منځ کې یې، په داسې حال کې چې غږ لا اورېدل کېده، خپله خوله يې په دستمال پاکه کړې.

له بلې خوا یو شمېر کسانو د ده پر کالیو چې نیمه پتلون او بې لستوڼي کمیس یې اغوستی و، نیوکې کړي.

مینه والو یې له ۵۰۰۰ هندۍ کلدارو تر ۷۵٫۰۰۰ کلدارو په ټکټ لګولې وې او په ډېرې لېوالتیا یې کنسرت کې برخه اخیستې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب