له سروزرو او ورېښمو جوړه کېږدۍ ۳۵۰ کاله وروسته بیا غوړول شوې

مهران ګړ کلا کې د کېږدۍ صفايي
Image caption د هند مشهورې مهران ګړ کلا کې د دغې کېږدۍ د صفایۍ لپاره ګڼ کسان په دنده ګومارل شوي

دغه کېږدۍ د لندن دوه چته بس هغومره ده. یو ماهر ملیساوان درکلګت وايي، دغه کېږدۍ له بخمل، ورېښمو او زرتارو جوړه شوې، چې په وینا یې ۳۰۰ کاله وروسته لومړی ځل بیا غوړول شوې او پاکېږي.

د هند مشهورې مهران ګړ کلا کې د دغې کېږدۍ د پاکولو لپاره ګڼ کسان په دنده ګومارل شوي، چې د کوچنیو برسونو له لارې یې په احتیاط سره پاکوي.

یوه یې د هندي غاټول یا کنول ګل ته په اشارې سره، چې له کلکو زرتارو ګنډول شوی، وویل:

''دغه شی زموږ لومړیتوب دی ''

ویل کېږي دا د مغول پاچا شاهجان کېږدۍ ده، چې سفرونو کې به یې له ځان سره ګرځوله او په کې به استوګن و.

د هند په اګرې کې تاج محل د شاهجهان په امر ودان شوی دی.

Image caption مهران ګړ کلا کې د کېږدۍ صفايي

د شاهجهان پلارګنۍ د مرکزي اسیا او افغانستان له لارې هند ته لاړل او د دغه هېواد پر لویه برخه یې ونیوه.

دغه خیمه په سلطنتي کارخونه کې اوبدل شوې وه او ویل کېږي، له غوړول کېدو وروسته به د لندن د دوه چته بسونو هومره وه. هغه مهال د لال دېره نوم هم ورکړل شوی و.

اوس ۳۵۰ کال وروسته دغه کېږدۍ بیا غوړول شوې، چې د زمانې دوړې ترې وڅنډل شي.

جودپور کلا کې د ارشیف برخې مشر کرني سینګ جسول وايي:

'' دغسې شیان اوس نه په هند کې پاتې دي او نه هم په نړۍ کې بل چېرې شته او هدف دا دی، چې د یوې ماڼۍ بشپړ څرګ په کې ولیدل شي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۱۶۲۵ کال پر مهال د شاهجهان یو تصویر

ویل کېږي هغه مهال د سلطنتي کډې لېږدولو لپاره ۱۰۰ فیلان، ۵۰۰ اوښان او ۴۰۰ هغه ګاډۍ کاروول کېدې چې غوایانو به څکولې.

د جسول په وینا د پاچا په کېږدۍ کې به د بسترو او نیالیو تر څنګ چیلم، د شرابو صراحي او د ګاڼو صندوق ایښي وو.

د خوړو لپاره چیني لوښي کاروول کېدل، چې ځانګړو جوالیانو به لېږدول. ویل کېږدي دوی به یوه ورځ کې له لسو تر ۱۲ میلو پورې سفر کاوه او د لارې اوږدو کې به یې زمریانو او هوسیو ښکار هم کاوه.

د جسول په خبره، مغولو به موقت ښارګوټي ودانول. د شاهجهان غور نیکه ظهیر الدین محمد بابر له کابله هند ته تللی و.

نوموړي یو ځل ویلي و، چې دوه کاله پرلپسې د روژې میاشت کې په یوه سیمه کې نه دی پاتې شوی.

کله به چې دوی په یوه سیمه کې پړاو واچاوه، د حرم، چارواکو او کارګرو دومره ګڼه ګوڼه به جوړه شوه، چې یوه انګریز سفیر د دوی دغه موقت ښارګوټی د ملکې الیزابیت د مهال له لندن ښار سره ورته بللی و.

Image caption د کرني سینګ جسول په خبره، مغولو به دغسې موقت ښارګوټي ودانول

ویل کېږي دغه کېږدۍ یو مهال جګړه کې لوټ شوې وه او د جودپور سوبمن واکمن له ځان سره د تهر سارا کې مهران ګړ ته لېږدولې وه.

مهران ګړ کې نور هم تاریخي اثار شته، چې کله نا کله نندارې ته وړاندې کېږي. د هنري اثارو ماهرین د دغې کېږدۍ په اړه یوه خوله نه دي، چې دا د شاهجهان او که د هغه د زوی اورنګزیب وه.

د انځور حقوق Getty Images

د کېږدۍ پاکولو درې ډلې په کار بوختې دي. دغه مېرمنې به تر راتلونکي کاله په همدغه ماڼۍ کې ژوند کوي.

یوه ماهره شاکسي ګپتا وايي: لومړي سر کې دغه ځای ډارونکی، له رازونو ډک معلومېده او د ګوښیتوب احساس مې کاوه، اوس فکر کوم که د دغې کېږدۍ پېڅول خبرې کولای شوای، څومره خبرې به یې کړې وې، چې څه یې لیدلي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب