د کن فیلمي فیسټیوال په اړه څومره پوهېږئ؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کن فیلمي فیسټیوال

د نړۍ له هر ګوټه فیلمي ستوري د "کن" په اویایمه فیلمي مېله یا فیسټیوال کې د ګډون لپاره فرانسې ته روان دي.

دغه فیلمي فیسټیوال د چارشنبې ورځ د فرانسوي فیلم (د اسماعيل اروا) په نندارې پیل او تر یوولسو ورځو به دوام وکړي.

* د هالیووډ لوحه له ټوکو په هالیوييډ بدله شوې

* د هالیووډ فلمونو کې رول لوبول حماقت دی؟

"جولیان مور"، "رابرټ پټیسون" او "ایما ټامسون" هغه نامتو څېرې دي چې د سږنۍ جشنوارې پر سره غالۍ به را څرګندې شي.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption نیکول کیډمن ښايي د سږکال ملیکه شي

په سږنۍ ننداره کې څه ځانګړي دي؟

که ووایو چې سږ د "نیکول کیډمن" کال دی، نو زیاتی به نه وي. نوموړې په ورستیو کې پر ټلوېزیوني او سینمايي څېرې اوښتې ده.

د هغې (غولېدلی) فیلم چې لارښوونه یې "سوفیا کاپولا" کړې، د غوره جایزې د تر لاسه کولو لپاره نوماند شوی دی.

د دې فیلم کیسه په جنوبي امریکا کې د کورنۍ جګړې پر مهال د نجونو د شپې پر لېسه را څرخي.

د نوموړې بل فیلم (د سپېڅلې هوسۍ وژنه) نومېږي چې په کن فیسټیوال کېږي نومول شوی. درېیم هغه یې (په مېلمستیاوو که له نجونو سره څنګه خبرې وکړو؟) نومېږي.

څلورم هنري کار یې چې په کن مېله کې نومول شوی د (د سیند پر سر) په نامه یو ټلوېزیوني سریال دی.

د انځور حقوق Focus Features
Image caption نیکول کیډمن د (غولیدلي) فیلم په صحنه کې

د پام وړ ډېر مېلمانه

که په سږنۍ جشنواره کې مطبوعاتي کنفرانسونه له پامه و غورځوو، اصلي اله ګوله د (سرې غالۍ) د مراسمو پر مهال پیلېږي.

"ریانا" او "کارا دلوین" په کن فیسټیوال کې د ګډون لپاره فرانسې ته خوځېدلې دي.

د دوی په شتون کې کوم فیلم نندارې ته نه وړاندې کېږي، بلکې "کارا" له یوه تبلیغاتي شرکت سره هوکړه لري او "ریانا" د دې هنري مېلې په وروستۍ ورځ د یوې مېلمستیا کوربنه ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ریانا به د یوې مېلمستیا کوربنه وي

سخت امنیتي تدابیر

د "کن" په سږنۍ فیلمي فیسټیوال کې د تېر په پرتله سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په فرانسې کې وروستیو ترهګریزو بریدونو ته په پام ورته تدبیرونه عجیب نه برېښي.

* چین د ۲ میلیاردو په ارزښت سټوډیو جوړوي

* ډیبي رینولډز د لور له مړینې یوه ورځ وروسته مړه شوه

تېر اوړی د فرانسي په "نيس" ښار کې د باستیل جشن پر مهال یوه چلوونکي خپله لارۍ پر خلکو وروسته چې ډېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د کن په سږنۍ هنری مېله کې د ورته پېښې د تکرار د مخنیوي په پار د ګلدانونو په بڼه ۴۰۰ خنډونه اېښودل شوي دي.

پولیسو اغزن ځنځیرونه هم غوړولي چې شکمن موټر پرې ودروي.

د مراسمو پر مهال به د امنیت په پار نور کسان هم په دندو وګومارل شي.

په دې فیسټیول کې د هرو ۱۴۰ ګډونوالو پر سر یوه امنیتي کامره ځای پر ځای شوې، یعنې دغه مراسم د ۵۵۰ امنیتي کامرو له خوا څارل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پوځیان د ګزمې په حال کې

د کامرې تر شا لارښوونکې

په سږني فیسټیوال کې به کریسټن سټوارټ، رابین رایټ او اونسا ردګریو چې د فیلمونو لارښوونې یې کړي، د ښځینه لارښوونکو په توکه ګډون وکړي.

کریسټن سټوارټ د لنډه کي فیلم (راځه لامبو ته) لارښوونه کړې ده. د فیلم کیسه پر ۳۰ کلن مین راڅرخي چې خپل زړه یې بایللی دی.

رابین رایټ د (توره شپه) لنډه کي فیلم ډایرکټره ده. د فیلم کیسه یې پر یوه ښځه راڅرخي چې له یوه توپانه د ځان ژغورلو لټه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کریسټن سټوارټ لنډه کی فیلم د مینېدا په اړه دی

ونسا ردګریو د (د سمندر غم) تر نامه لاندې فیلم جوړ کړی چې کیسه یې پر کډوالو راڅرخي.

هغه وايي، د فیلم جوړولو انګېزه يې د سمندرغاړې اوبو کې د یوه سوري ماشوم د عکسونو تر لیدلو وروسته پیدا شوې وه.

ټلوېزیوني سریالونه

په سږنۍ مېله کې د ټلوېزیوني سریالونو موجودیت، په دغه جشنواره کې له ټلوېزیونونو سره د ښه چلند ښکارندويي کوي ‎.

تویین پیکس د یوه ټلوېزیوني سریال لړۍ ده، چې ۲۶ کاله وروسته به په کن جشنواره کې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شي.

دغه ډېر مینه‌وال لرونکی سریال ډیویډ لینچ جوړ کړی دی. لومړۍ او دویمه برخه یې په ۱۹۹۰ او ۱۹۹۱ کلونو کې خپرې شوې دي، خو دا ځل یې نوې برخې ته مینه‌وال ځکه په ډېر په تمه دي چې وګوري د ډیویډ لینچ له لستوڼي څه راوځي.

Netflix د انځور حقوق Netflix

سږ کال د کن د طلايي وني مډال تر لاسه کولو لپاره ټولټال ۱۹ فیلمونو نندارې ته وړاندې کېږي. د فیلمونو له ډلې به ښايي (هېښوونکی) فیلم یاده جایزه وګټي.

په دغه فیلم کې "جولیان مور" او "میشیل ویلیامز" رولونه لوبولي دي چې کیسه یې د یوه ځوان هلک او نجلۍ پر ژوند راټوله ده.

د "ښه وخت"، "غولېدلی" او "هغه چېرې" نور هغه فیلمونه دي چې فیلمپوهانو یې د جایزې ګټلو چانس ډېر ګڼلی دی.

هغوی چې تېر ځل یې جایزه ګټلې

د ملیکې په اړه خبرې کوو، فیلم ډایرکټر "لین رمزي" دا ځل کن فیسټیوال ته له خپل نوي فیلم (ته په رښتیا هلته نه وې) تر نامه لاندې فیلم سره ځي.

د فیلم کیسه پر یوه پخواني سرتېري راڅرخي چې غواړي یوه تښتول شوې نجلۍ د جنسي قاچیانو له منګولو وژغوري.

مشایل هانکه چې تېر کې یې د کن دوه جایزې تر لاسه کړي، دا ځل د (ښه وختونه) تر نامه لاندې فیلم سره د کن جشنوارې ته راغلی دی.

د انځور حقوق Fabrice Coffrini/AFP/Getty
Image caption د کن فیسټیوال جایزه

اړونده مطالب

ورته مطالب