سني لیون ولې نور غوښه نه خوري؟

د انځور حقوق Sunny Leone\Twitter
Image caption سني لیون د څارویو او ځناورو د حقونو ملاتړې ده.

د بالیووډ هنرمنه سني لیون د څارویو د حقونو ملاتړې ډلې سره یو ځای شوې او کلیزه یې هم جوړه کړې ده.

د کلیزې خپرولو پر مهال یې دا هم ویلي، چې ولې یې د غوښې خوړل پرېښودل او سبزي خوره شوه.

* 'پر سني لیون پېسې مه شیندئ'

* سني لیون ته د لسګونو میلیونو وړاندیز

نوموړې زیاتوي، ډېر خلک چې ور سره مخ شي، نو پوښتي یې چې غوښه پرېښودل ګران نه دي، نو ځواب ور کوي چې نه دا ډېر اسان کار دی.

سني د دې کلیزې د خپرولو پر مهال خپل ټېوټر کې لیکلي "راځئ خوراک کې بدلون لا ولو، له اقلیمي بدلون سره مقابله وکړو، سبزي خواره شئ".

سبزي وزن هم کموي

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption سني لیون وايي، چې سبزي خوره شوه، نو وزن یې هم کم شو.

سني لیون وايي، د غوښې پرېښودلو او سبزي خوړلو سره یې دا ګټه هم وکړه چې اوس یې وزن کم شوی دی.

* عمر اوږدوونکې مېوه او سبزي

* خوړو اوسنی انسان څنګه جوړ کړ؟

هغه زیاتوي، چې له دغه کار وروسته اوس ځان ډېر ځواکمن احساسوي.

د څارویو له درد خبر شئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سني لیون د کوڅه ډبو سپیو د حقونو په ملاتړ هم تورنه ده.

سني لیون وايي، که تاسو سبزي خواره کېدل غواړئ، نو هغه ویډیوې وګورئ چې د غوښې خورو په لاس د ښکار شوو ځناورو درد بیانوي.

پیټا تېر کال سني لیون ته د ځناورو له حقونو د ملاتړ له امله د کال غوره شخصیت یا "پرسن اف د اییر" مډال هم ور کړ.

سني لیون د کوڅه ډبو سپیو د حقونو په ملاتړ هم مشهوره ده.

اړونده مطالب