د مانچسټر برید قربانیانو لپاره د آریانا ګراندې موسیقۍ کنسرت

د انځور حقوق ONE LOVE MANCHESTER/DAVE HOGAN
Image caption ګراندې له میلې سایروس سره په شریکه سندرې وویلي

امریکايۍ سندرغاړې آریانا ګرانډې یو ځل بیا مانچسټر ښار کې کنسرت ورکړ. دوې اوونۍ مخکې د بریتانیا په همدې ښار کې د آریانا په یوه کنسرت کې ځانمرګی برید وشو.

هغه ځانمرګي برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۵۹ نور ټپيان شول چې ډېر شمېر یې ماشومان او تنکي ځوانان وو.

اریانا ګراندې: زړه مې سخت مات شوی

د هغې د تېرې شپې کنسرت کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو برخه اخستې وه.

د دغه کنسرت عاید د مانچسټر د برید له قربانیانو سره د مرستې لپاره ځانګړی شوی دی.

د تېرې شپې په کانسرت کې ګډونوال د مانچسټر پيښې قربانیانو ته د درناوي لپاره یوه دقیقه چپ پاتې شول. سندرغاړې ګراندې له خلکو مننه وکړه چې د دې کنسرت ته ورغلي وو:

''په دې سندریز پروګرام کې ستاسې له ګډونه مننه کوم، له تاسې مننه کوم چې مینه او زړورتیا مو وښودله. زه له تاسې ټولو سره مینه لرم. ''

د انځور حقوق WPA POOL/GETTY IMAGES
Image caption د هغې د تېرې شپې کنسرت کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو برخه اخستې وه.

د تیرئ شپې په سندریز پروګرام کې د جسټن بیبر په ګډون څو نورو مشهور سندرغاړو هم برخه اخیستې وه.

دوی هم سندرې وویلې، دوی ټینګار کاوه چې چاته به اجازه ورنکړي چې ویره او کرکه رامنځته کړي.

د دغه کنسرت پرمهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و. سندرغاړې دوې ورځې وړاندې مانچسټر روغتونونو کې په دغه برید کې د ټپي شویو کسانو پوښتنه هم وکړه.

اړونده مطالب

ورته مطالب