جګړې بېل کړی ۱۰۲ کلن بوډا د واده ۸۰مه کلیزه لمانځي

كين او مارګريت د انځور حقوق Peter Rhys Williams
Image caption كين او مارګريت د الان او ان په نومونو ماشومان لري

په بریتانیا کې ۱۰۲ کلن بوډا کین هاریس له خپلې ۹۹ کلنې مېرمنې مارګریت سره د دوی د واده ۸۰مه کلیزه لمانځلې ده. دوی په لومړي ځل له دویمې نړیوالې جګړې وروسته سره بېل شوي وو.

دواړو په ۱۹۳۷ کال واده وکړ او د بریتانیا پاویز کې د بوډاګانو پالنځي کې بېرته سره یوځای شول.

هاریس وېرېده چې روغتون ته یې د مېرمنې تر وړل کېدا وروسته ښايي بیا په ژوند ونه ویني.

تر ټولو د ډېر عمر بوډۍ خپله ۱۱۶ کلیزه لمانځي

۱۰۲ کلن ساینسپوه د دفتري کار د ځای پر سر جنجال وګاټه

د نړۍ تر ټولو پاخه عمر لرونکی '۱۴۶' کلنۍ کې ومړ

د نړۍ تر ټولو زوړ بوډا د ۱۱۶ کلونو په عمر ومړ

د مارګریت د ګونډې هډوکی مات شوی و.

د هاریس ۷۵ کلنې نږور بټ هاریس ویلي: "دواړو د جګړې له کبله د بېلتون پرمهال د یو او بل لاسونه نیولي وو".

د انځور حقوق Peter Rhys Williams
Image caption كين او مارګريت د خپل واده انځور په شخصي بټوه کې ساتلی دی

هاریس لاهم د خپل د واده انځور په ذهن کې لري. ده په برما کې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال خدمت کړی.

نوموړی په اول کې قصاب و. دی وروسته تر هغه روغتون ته یووړل شو چې پښه یې ماته شوه. د نوموړي پښه د واده د ۸۰مې کلیزې له لمانځلو شپږ اونۍ وروسته ماته شوه او روغتون ته د لېږدول کېدا پرمهال یې انګیرله چې ښاييله خپلې مېرمنې سره بیا په ژوند ونه ګوري.

ده روغتون کې یوه میاشت تېره کړه خو وروسته په هماغه پالنځي کې خونه ورکړل شوه چې ښځه یې پکې ساتل کېده.

بټهاریس وايي: "کین جګړې ته ولاړ او مارګریت کور کې پاتې شوه خو د ډاکټر د سکرترې په توګه یې کار کاوه".

د انځور حقوق Peter Rhys Williams
Image caption دغې جوړې د بوډاګانو پالنځي کې د واده ۸۰مه کلیزه ولمانځله

دا زیاتوي: "کله چې کین روغتون ته یووړل شو، داسې ګومان یې نه کاوه چې بیا به له مارګریت سره په ژوندانه وویني. خو له نېکه مرغه په هماغه پالنځي کې خونه ورکړل شوه چې مارګریت پکې ساتل کېده".

دا وايي:"رښتیا هم د دواړو د بېرته یوځای کېدا ټینګه مبارزه کېده. کین خپل ژوند هېواد ته وقف کړی و، دی له خپلې ښځې سره د یوځای کېدا مستحق دی."

بټزیاتوي: "داوړه له یوبل سره بې شانه مینه لري. موږ د دوی د واده د اتیایمې لسیزې پر لمانځلو ویاړو."

اړونده مطالب

ورته مطالب