بامیان: دیني عالمان د موسیقۍ فیسټیوال مخه نیسي

Image caption د افغانستان په مرکزي سیمو کې د دمبورې دویزه موسیقي ډېر مینه وال لري

د افغانستان په مرکزي سیمې بامیان کې یو شمېر دیني عالمان د موسیقي د یوه فیسټیوال د لغوه کېدو غوښتونکي شوي دي.

ټاکل شوې چې د موسیقي په دغه پروګرام کې د مرکزي سیمو مشهور او پېژندل شوي سندرغاړي او هنرمندان برخه واخلي.

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اداره وايي د دمبورې فیسټیوال د دودیزې موسیقۍ د پېژندنې او اکاډمیک کولو په موخه ترسره کیږي.

عدنان سمیع؛ "افغان د کور په لټه کې"

په داووس نړیوال کانفرنس کې د افغان نجونو ځانګړې موسیقي

د پېغلو ' زهره ' ډله هېواد ته ستنه شوه

د افغانستان په مرکزي سیمو کې د دمبورې دویزه موسیقي ډېر مینه وال لري. او زیاتره غږوونکو یې په اماتور ډول غږول زده کړي دي.

خو د شیعه عالمانو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بامیانو کې د دمبورې فیسټیوال جوړېدل ناسم کار بللی او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بامیانو د شعیه عالمانو شورا ریس نصرالله واعظي وايي دغه جشنواره له دیني او فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې ده، نو باید ترسره نه شي.

Image caption په بامیانو کې راتلونکې جمه او شنبه د موسیقۍ فیسټیوال جوړېږي

د هغه په خبره، موږ د پروګرام له جوړښت او بڼې سره مخالف یوو، دا چې څوک یې جوړوي او چلوي موږ ته توپیر نه لري. دوی زموږ دیني ارزښتونو ته زیان رسوي:

"زموږ دیني عالمان خلک دیني مسلو ته وربولي خو بیا دغه شان غونډې خلک بې لارۍ او فساد ته ورکاږي."

نوموړی زیاتوي، موږ ګورو چې د دوی پروګرامونه ګډ وي، او په ګډو پروګرامونو کې نڅا ګډا ساز او اواز وي، چې دا زموږ له دیني دودونو سره ورته والی نه لري.

دا لومړی ځل دی چې په بامیانو کې د دودیزې موسیقۍ د پېژندنې او تاریخي ریښو په تړاو پروګرام د راتلونکې جمعې او شنبې په ورځو ( د جولای ۷ - ۸) جوړېږي.

سیمه ییز چارواکي وايي دغه پروګرام د اصیل فرهنګ د راڅرګندولو لپاره ډېر مهم دی او ټاکل دی چې دغه پروګرام جوړ شي.

Image caption په مرکزي سیمو کې د دودیزې موسیقۍ پلویان په زیاتېدو دي

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ریس احمد حسین احمد پور وايي، دغه پروګرام ته د مرکزي سیمو پر هنرمندانو سربېره یو شمېر پېژندل شوي هنرمندان له کابله هم وربلل شوي دي:

"د بامیانو محلي موسیقي یا دنبوره د دغه ولایت د فرهنګ اصلي برخه ده. دغه پروګرام چې په پام کې نیول شوی، په اصل کې د بامیانو موسیقي ته پام دی."

د نوموړي په ټکو یاد پروګرام هغو هنرمندانو ته درناوی دی چې په تېرو کلونو کې یې موسیقۍ ته خدمتونه کړي دي. دا پاروونکی او د دنبورې لپاره ځانګړی پروګرام نه دی.

په ورستیو کلونو کې په بامیان ولایت کې دودیزې موسیقي ته پاملرنه ډېره شوې، چې د ښځو سندرغاړو او موسیقۍ غږوونکو یوې ډلې هم پکې فعالیت پیل کړی، خو په دودیزه ټولنه کې له مخالفتونو سره هممهاله خپلې چارې پر مخ بیایي.

اړونده مطالب

ورته مطالب