منګل: له نغمې د بېلېدو اصلي قرباني زه یم

د انځور حقوق FB

نغمه او منګل، د دغو ځلاندو ستورو د ژوند کیسه د افغان موسیقۍ په کتاب کې یوه له تر ټولو تراژیده پاڼه ده. د دغې جوړې د سندرو په اورېدو، د دوی د دورې خلک، د ځانګړي زمان او مکان پر لور په تخیلي مزل لاهو کېږي.

له ښکلي غږ او ښکلې بشرې دغه برخمنه جوړه چې څو لسیزې یې سندرې وویلې او د پښتو موسیقۍ نړۍ ته یې غنا وروبخښله، څو کاله وړاندې وروسته له دې چې د امریکا متحده ایالتونو ته ګډواله شوه، لارې سره جلا کړې.

پرون د بي بي سي جاوید کوټوال سره په ځانګړې مرکه کې ښاغلي منګل د لومړي ځل لپاره د زړه غوټه وسپړله او له نغمې د جلاکېدو پر لاملونو او خپل اوسني وضعیت وغږېد.

د څو کلونو لپاره د نغمې او منګل د جلا کېدلو د اصلي لامل ناڅرګندتیا، د نړۍ هنري جوړو ترمنځ د ستونزو د راز پټ پاتې کېدلو له پلوه کم ساری دی.

ښاغلی منګل چې له نغمې پر جلاوالي خواشینی ښکاري، ځان په دې منځ کې اصلي قرباني بولي او وايي:"د جلاکېدو قرباني شخصاً ما ورکړې ده".

خو د افغان مېرمنو د ژوندانه د ښه کولو په برخه کې د مېرمن نغمې هڅې ستايي او وايي له هغې ګیله نه لري.

د انځور حقوق FB

منګل د دې ترڅنګ چې ځان هم یوه اندازه ګرم بولي او وايي: "زه یو اطرافی سړی وم...کله کله داسې شیان پېښېږي چې سړی یې نه شي هضمولای" خو د امریکا ټولنه او ډېر هغه خلک ګرم بولي چې د ده په وینا ده، مېرمن نغمې" او د افغانستان هنر ته یې ضربه رسولې" او تر خپل "توان یې"د ده او نغمې ژوند "تخریب کړی دی".

داسې ښکاري چې ښاغلی منګل له ډېرو خلکو ګیله لري، له یو شمېر نورو ناهیلی شوی او ځینې بیا د ده په شخصي ژوند کې په لاسوهنه ګرم بولي، خو نه غواړي نېغ په نېغه څوک خوابدي یا تورن کړي.

څه چې ډېر ښکاره یې وویل، دا دي چې هنرمندان خلکو ته خوشحالي وربخښي خو د غم پر مهال " څوک د دوی پوښتنه نه کوي."

دې پایلې ته د رسېدو مسله چې له مېرمن نغمې جلا شي او یا دا چې شونې وه د نورو په منځګړیتوب د دوی ترمنځ اړیکي ښې شي، ښاغلی منګل د محافظه کارۍ په خپلولو تشبیهي تشریح کوي او وايي:"که قاضي وي که مفتي وي که ولسمشر، زما او د نغمې ترمنځ ستونزه کې به ټول د نغمې پلویان وي…محرومه ټولنه ده…حق او عدالت نشته".

دې ته په اشاره چې کورنیو ستونزو کې بل څوک سم قضاوت نه شي کولی ښاغلي منګل وویل:"هېڅ قاضي د ښځې او مېړه ترمنځ نه ځایېږي...که هغه (نغمه) هرڅومره ملامته وای، خلکو به زه ملامتولم".

د انځور حقوق BBC Sport

تېر کال اګست میاشت کې له بي بي سي سره په مرکه کې مېرمن نغمې له ښاغلي منګل خوشحالي څرګنده کړه چې له دې د جلا کېدو په مسله کې یې نیک چلند ورسره کړی او "هغه اسلامي لاره یې غوره کړه چې وايي د ښځې کول سنت دي او پرېښودل یې فرض" .

مېرمن نغمې د دې او ښاغلي منګل ترمنځ پر ستونزو خبرې وکړې چې " جنګ جګړې به وې او د یوه بل غوښتنې یې نه شوې پر ځای کولی".

د مېرمن نغمې په وینا، ښاغلي منګل ته درناوی لري او اوس هم دوستانه ناسته ولاړه سره لري.

نغمې په دغه مرکه کې له خپل اوسني مېړه خوښي څرګنده کړې وه او ویلي یې ول چې " ښه سړی دی".

د مېرمن نغمې او منګل د مرکو مشترکاتو څخه تر ټولو مهم یې د خپلو اولادونو په اړه د دواړو شریکه اندېښنه وه. مېرمن نغمې ویل چې د اولادونو لپاره یې له ښاغلي منګل سره څه موده نوره هم ګوزاره وکړه، او ښاغلی منګل هم په دې خواشینی دی چې دوه زامن او دوه لوڼې یې د مور او پلار له جلاوالي ځورېږي.

د کډوالۍ جبري ژوند

د افغانستان اوسني وضعیت، کډوالي او د شخصي ژوند د شېرازې پر ځای نه پاتې کېدل د ښاغلي منګل د موسیقۍ سُر د خوښۍ له پردې اېستلی دی.

د ده په وینا "اختر ته په دې اختر نه شو ویلی" چې افغانستان کې بېګناه خلک وژل کېږي، خو دی د ځان په شان له وطنه لېرې کس هم " وژل شوی"بولي.

د انځور حقوق RTA

د ښاغلي منګل په وینا:"ملت داسې دی لکه اوبه او هنرمندان داسې دي لکه کبان، هنرمند چې له ملته لېرې شي، مړ کېږی."

دی په امریکا کې ژوند هغه ناچاري بولي چې "ورله غاړې" ده او کله کله د افغانانو د ژوند کړاو ته اوښکې تویوي.

۱۷ کاله کېږي چې ښاغلی منګل د امریکا کالیفورنیا کې ژوند کوي خو سوکالي په ژوند کې نه، په مرګ کې لټوي. ښاغلی منګل وايي:"مرګ هم کله کله یو سکون لري، انسان چې په عذاب وي مرګ هم ورته سکون دی".

په غم اووښتې موسیقي

ښاغلی منګل وايي ۲۰ نوې سندرې لري چې څه شعرونه یې خپل دي او څه د رحمت شاه ساحل دي، خو د ثبتولو لپاره یې امکانات نشته او غوښتنو ته یې هم چا مثبت ځواب نه دی ویلی.

دی وايي "له څو سټوډیوګانو مې وغوښتل چې زما سندرې دې وړیا واخلي، یوازې دې د موسیقي غږوونکو لګښت ورکړي خو څوک پیدا نه شول چې دا کار وکړي".

د افغانستان د اصیلې موسیقۍ ساتنه او بډاینه د ښاغلی منګل هغه غوښتنه ده چې ټول عمر یې ورته کار کړی او اوس هم له نویو سندرغاړو تمه لري چې د ښو شعرونو په غوراوي د دوی پر پلونو پل کېږدي.

ښاغلی منګل چې پخپله د استاد ایوب او خیال محمد له سندرو خوند اخلي، له پښتنو ګیله لري چې "هنر یې خوار پرې ایښی دی او بې تفاوته خلک دي".

دا چې استاد اول میر په خوارۍ کې ومړ او "د ښاروالۍ په پیسو خښ" شو ښاغلي منګل ته د ناهیلۍ له لویو لاملونو دی چې نه غواړي همداسې دوام وکړي.

دا چې ولې باید د لوېدیځې موسیقۍ پرتله د افغان موسیقۍ قدر ډېر وشي، منګل وايي "د نورو موسیقي په پښو اغېز کوي، خو زموږ یې پر زړونو کوي".

د خندا شېبه

کوچنی ماشوم د کورنۍ هغه غړی وي چې په هسې یادولو یې هم د ډېرو پر خوله مسکا خپرېږي. د ښاغلي منګل د ژوند خوشحالې شېبې هم له ماشومانو سره تړلې ښکاري.

د انځور حقوق FB

ځوان سندرغاړی شفیق مرید د ښاغلي منګل زوم دی چې د ده په وینا ډېر درناوی ورته لري او پر ده هم ګران دی.

منګل او نغمه له څلورو اولادونو اووه لمسیان لري چې دوه یې، یوه نجلۍ او یو هلک د شفیق مرید دي.

ښاغلی منګل وايي شفیق مرید چې کله جېم ته د سپورت کولو لپاره ځي "راته وايي دا ماشومان خو ته وساته".

له دې خبرې سره سم د ښاغلي منګل تندی ورین شو، په خندا شو او ویې ویل:"ما ورته ویل چې صحیح خبره ده".

اړونده مطالب