افغان لوبغاړی بالیووډ ستوري افغانستان کې فېلم جوړولو ته هڅوي

د افغانستان سېنما یو نوی لوبغاړي چې بالیوډ ته يې لار موندلې، هندي فېلم جوړونکي په افغانستان کې د فېلمونو ثبتولو ته هڅوي.

همایون خان شمس - چې د کاناډا فېلم اکېډمۍ کې یې سېنمایي زدکړې کړې- وايي دا کار به افغانستان نړۍ ته لا ښه ور وپېژني.

ښاغلي شمس خپل لومړنی فېلم (نقاب پوش) په کاناډا کې نندارې ته وړاندې کړ چې وروسته ځینې هندي فېلم جوړونکو خپلو فېلمونو کې د ګډون وړاندیز ورته وکړ.

* کریکټ او سینما ، اى پي ايل او هندي فلمي ستوري

* د شاه رخ خان طنزیه انداز او د مادهوري اندېښنې

نقاب پوش هغه فېلم دی چې یو ځوان د نننۍ افغان ټولنې له ناخوالو سره مخامخ دی. مرکزي رول همایون خان پکې لوبولی.

همایون خان وایي، په کابل کې د نقاب پوش فېلم له پرانیستې وروسته هندوستان ته ولاړ:

"د ځینو ملګرو له لارې مې د بالیوډ د نورو فېلم جوړونکو سره اړیکه ونیوله او په درې نورو فېلمونو کې د ګډون ژمنه مې تر لاسه کړه".

همایون خان په دې باور دی چې د ده بریا به د افغانستان سینما او سېنماوالو ته لاس ته راوړنه وي.

افغان فېلم رغول

له شک پرته چې په افغانستان کې د فېلم جوړونې صنعت ویجاړ دی. بیارغونې ته یې د سېنماوالو هڅې بسنه نه کوي.

ډاکټر واحد نظري چې د افغانستان په فېلم جوړونکو کې یوه پېژندل شوې څېره ده، په بالیوډ کې د همایون خان شمس په ښکېلتیا خوښي څرګندوي.

* عدنان سمیع؛ "افغان د کور په لټه کې"

* د نبي او راشد په اړه فلم جوړیږي

دی وایي د ښه فېلم بنسټ ښه لیکنه او پیاوړی ډایرکټر جوړوي:

"که یو ځوان لوبغاړی د ښه ډایرکټر لاس ته ورشي نو د هغه هنر به وځلوي".

ښاغلی نظري چې د کونډې زوی سریال فېلم جوړونکی دی وایي:

"په افغانانو کې ډیر ښه استعدادونه شته چې د نړۍ په سېنما کې ځلېدلی شی. د هغوی ونډه زموږ پر سېنما هم ښه اغېز درلودلی شي".

بالیووډ کې رول لوبول

د انځور حقوق BBC Sport
Image caption همایون خان شمس له شیکر سیرین سره.

بالیوډ سېنما کې د ګډون هېلې ډېر هندي او بهرني ځوانان لري.

د هندوستان سېنما د نړۍ تر نورو هغو ډېر فېلمونو بازار ته وړاندې کوي.

* د بالیووډ 'مهربانه مور' مړه شوه

* د هندي فلمونو 'پردۍ' هنرمندانې

هر کال ۱۶۰۰ فېلمونو په هندي، تامیل، بنګالي او ګڼ شمېر نورو ژبو په دې هېواد کې تولیدیږي.

لویه ونډه بالیوډ پکې لري چې د فېلم ټکټ پلورلو ۴۳ سلنه ګټه تر لاسه کوي.

د افغان- هند ګډې سېنمايي هڅې

ر
Image caption هندي هنرمنان د افغانستان له طبیعي منظرو سره مینه لري. د کابل سروبی

په افغانستان کې د کلتوري نژدېوالي له امله هندي فېلمونه تر نورو هغو ډیر مینوال لري.

د سېنما په ډګر کې هم د افغانستان او هندوستان ګ‌‌‌‌‌‌ډې سېنمایي پنځونې له پخوا روانې دي.

د افغانستان سېنما لومړنی فېلم (عشق او دوستي) پر ۱۹۴۴ میلادي کال د هندي سېنما په مرسته جوړ شوی.

هندیانو ته بیا د افغانستان کیسې او منظرې تل په زړه پورې وي.

* ۲۰۱۶ کال کې د بالیووډ جنجالونه

* نامتو ستورو ته مندر جوړول او عبادت کول

د مجاهدینو او طالبانو له واکمنۍ پرته افغانستان په تېرو اویا اتیا کلنو کې تل د هندي فېلمي ستورو کوربه و.

په ۱۹۷۰ لسیزه کې د دهرماتما او په ۱۹۸۰ لسیزه کې د خدا ګواه فېلمونو ډېره برخه په افغانستان کې ډکه شوې.

دا فېلمونه په دواړو هېوادونو کې تراوسه خلکو نه دي هېر کړي.

له افغانستان سره د بالیووډ مینه

د انځور حقوق .
Image caption عدنان سمیع چي په خټه هندی دی د بالیووډ په "افغان ـ د کور په لټه کې" په نامه فلم کې را څرګندېږي.

فلم جوړونکی شیکر سیرین غواړي چې د کو‌‌‌‌‌‌ډ ال په نامه د خپل راتلونکی فېلم یوه برخه په افغانستان کې ثبت کړي.

نوموړی وایي، د افغانانو سره مینه لري: "افغانان په وینه تاوده خلک دی او د افغانستان منظرې هم ځانګړې ښکلا لري".

ښاغلي سیرین په دې فېلم کې د افغانستان سېنما نوي لوبغاړي همایون خان شمس ته رول ورکړی.

همایون خان شمس به د کالي زبان یا تورې ژبې فلم، کوډ ال او مقصود فلمونو کې ونډه واخلي.

د فېلم جوړونکي کرېش ملک ژمنه یې هم تر لاسه کړې چې د تورباز په نوم فېلم کې د سنجې دت ترڅنګ ولوبیږي.

د کوډ ال فلم په شان د تور باز فېلم هم ځینې برخه به په افغانستان کې ډکې شي.

تمه ده چې دا څلور فېلمونه راتلونکی دوبی د فېلم مینوالو ته په ټوله نړۍ کې وړاندې شي.