"امریکا له پاکستان سره د پوځي او ملکي مرستو شرایط سختول غواړي"

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کانګرېس غړي وايي، له پاکستان سره مرستې باید د وسلوالو ضد جګړه پورې وتړل شي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د کانګرېس یوه کمیټه په دې کار کوي چې څنګه له پاکستان سره د پوځي او ملکي مرستې شرایط سخت شي.

په دغه مطلب کې ویل شوي چې د څو مهمو غړو دغه ډله پر هغه طرحه کار کوي چې له پاکستان سره کیدونکي مرستې څنګه له ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان تر هڅو پورې مشروطې شي.

ورځپاڼه زیاتوي پر ۲۰۱۸ کال امریکا په بهر کې د عملیاتو لپاره نږدې ۴۷ نیمې ملیارده ډالره ځانګړي کړي چې له دې جملې دوولس ملیارده یې د عراق، افغانستان او پاکستان په څیر د شخړو په سیمو کې د مرستو لپاره ځانګړي شوي دي.

په طرحه کې له بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي چې دا یقیني کړي چې پاکستان له امریکا سره د حقاني ډلې، د طالبانو د کوټې شورا ،لشکر طیبه، جیش محمد، القاعده او نورو ترهګرو ډ په وړاندې جګړه کې همکاري کوي.

دغه راز غوښتنه شوې چې دا باید یقیني شي چې پاکستان نور د دغو ډلوملاتړ نه کوي، په پاکستان کې ځای نه ورکول کیږي او په ګاونډیو هېوادونو کې یې له بریدونو منع کړي.

دغه راز ټینګار شوی چې د پاکستان پوځ او استخبارات باید په قضايي او سیاسي چارو کې د قانون خلاف لاس وهنه ونه کړي.

ډان:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین ولسمشر د دي پروژې له لارې له اروپا، افریقا او منځني ختیځ سره د خپل هېواد نښلول غواړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله د چین یو کمربند یوه لار پروژې ته ځانګړې کړې. ورځپاڼې د پوځ د مشر د هغه وړاندیز هر کلی کړی چې د دغې پروژې په اړه یې د یوه پراخ بحث غوښتنه کړې.

خو ورځپاڼه ټینګار کوي چې ځینې خنډونه شته چې د دغه ډول بحثونو رامنځته کول له خنډ سره مخامخ کوي.

د ورځپاڼې په نظر لومړی خنډ د دغې پروژې د معلوماتو لږ والی دی، په تیره د دغې پروژې په اډانه کې د اقتصادي زونونو په اړه معلومات او د پروژې مالي لګښت.

ورځپاڼه وايي چې د دولتي چارواکو له خوا د دغې پروژې د سم پرمختګ په اړه یواځې خبرې بسنه نه کوي.

میرور:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په یونان کې د کډوالو کمپ چې تر ډېره افغانان پکې اوسي.

برتانوۍ میرور ورځپاڼه لیکي چې هغه پولنډی وګړی په درې کاله او اته میاشتې زندان محکوم شوی چې بریتانیا ته یې په ناقانونه توګه د ۲۲ افغان کډوالو د را رسولو هڅه کوله.

دغه کس په خپله لارۍ کې کډوال د کالیو وینځلو د ماشینونو شاته پټ کړي وو.

په دې ډله کې درې یې ماشومان وو چې یو یې اوه کلن و.

بلې برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د ژوند چاپیرال یا اقلیم د فعالینو په اړه یو ځانګړی راپور خپور کړی.

په راپور کې ویل شوي چې په نړۍ کې د اقلیم په برخه کې د فعالینو وژنې د ریکارډ کچ ته رسیدلې دي.

راپور زیاتوي په اوسط ډول هره اونۍ څلور تنه فعالین وژل کیږي، او بده یې لا دا چې په نړۍ کې دا سې احساس مخ په زیاتیدو دی چې هر څوک کولی شي د چاپیریال ساتنې په برخه کې فعالین ووژني ځکه څوک یې د پوښتنې نشته.