پاکستان کې له هندي ډرامو بندیز لرې شو

ر د انځور حقوق Getty Images

د لاهور سترې محکمې په پاکستان کې د هندي ډرامو پر خپرولو د بندیز لرې کولو حکم وکړ.

دا بندیز پیمرا لګولی و، خو د پاکستان د فېلمیزیا چینل څېښتنې کمپنۍ لیو کمیونیکېشن دا حکم ننګولی و.

د لیو کمیونیکېشن وکیلې عاصمه جهانګیر ویل، چې پیمرا دوی ته له خبرداري پرته پر هندي ډرامو بندیز لګولی و.

په مقابل کې د پیمرا وکیل محکمې ته وویل، چې پر دغو ډرامو بندیز د پالیسي له امله دی.

پیمرا پاکستان کې د برېښنايي رسنیو اصول ټاکي.

* هغه مدهوبالا چې نیمايي ښکلا یې پټه پاتې شوه

* پاکستان کې د فېلمي مېرمنو لومړنی نړیوال جشن

خو لوی قاضي سید منصور علي شاه وویل، چې که پر هندي فېلمونو بندیز نه وي، نو پر ډرامو ولې لګېږي.

له دې وروسته سترې محکمې وویل، چې پیمرا ته پکار دي پر خپله پالیسي بیا کتنه وکړي.

محکمې د لیو کمیونیکېشن کمپنۍ غوښتنه ومنله او پر هندي ډرامو لګېدلی بندیز یې لرې کړ.

د هندي فېلمونو پر سر جنجال

د انځور حقوق Getty Images

له دې مخکې د فېلمیزیا چېنل څېښتنانو د پیمرا د ۱۶ اکتوبر غوښتنه هم د لاهور ستره محکمه کې ننګولې وه.

دوی محکمې ته ویلي و، چې که سېنما ته د هندي فېلمونو د خپرولو اجازه ور کول کېږي، نو پر تلوېزونونو ولې بندیز لګېږي.

د لیو کمیونیکېشن له دې غوښتنې وروسته د فرورۍ پر ۱۴ د لاهور سترې محکمې لوی قاضي ټولو رسمي تلوېزوني چینلونو ته د هندي فېلمونو د خپرولو اجازه ور کړه.

* شاه رخ خان ته څپلیو جوړولو موچي زندان ته ولېږه

* رشي کپور ځان پرېږده، د پلار له مینې هم پرده پورته کوي

هغه وخت له محکمې دا غوښتنه هم شوې وه، چې تلوېزونونو ته د هندي ډرامو د خپرولو اجازه ور کړي.

خو د پیمرا وکیل له دې غوښتنې سره مخالفت و کړ او نور وخت یې و غوښت.

مګر د لاهور سترې محکمې دواړو لورو له دلایلو اورېدلو وروسته د سې شنبې په ورځ لیو کمیونیکېشن ته د هندي ډرامو د خپرولو اجازه ور کړه.

د انځور حقوق Getty Images

اړونده مطالب