"مدهوبالا اوس هم په لکونو زړونو کې ځای لري"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مدهو بالا چې له ۱۹۳۳ تر ۱۹۹۶ پوې یې ژوند وکړ. دا انځور یې د ۱۹۵۱ کال دی.

د روان کال وروستیو کې د هند د خپل وخت وتلې هنرمنې مدهو بالا د مادام تساد مجسمه جوړېږي.

هند ته د مادام تساد مجسمو را وړونکې کمپنۍ (مارلن انټرټېنمېنټ پرایوټ لمېټېډ) مشر انشل جین وايي، د کلاسیک فېلم( مغول اعظم) یوې ستورې( مدهو بالا) ته د مومیايي مجسمې بڼه ور کول کېږي.

* هغه مدهوبالا چې نیمايي ښکلا یې پټه پاتې شوه

* بفتا فلمي جایزې: څوک د څه لپاره نومول شوي؟

مدهو بالا هغه هنرمنه ده چې تراوسه پر لکونو زړونو راج چلوي. له دلیپ کومار سره هغې په ترانه، ډبر زړی(سنګ دل)، امر او لوی مغول (مغول اغظم) فېلمونو کې کار کړی دی.

پر دې سربېره یې په چلېدونکی نامي موټر (چلتي کا نام ګاړي)، مسټر اېڼد مسېز، ۵۵، تورې اوبه (کالا پاني) او نورو کې یادګاري رول لوبولی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېر خلک باوري دي چې د مدهو بالا نیمه ښکلا پټه پاتې شوه او د پردې پر مخ ښکاره نه شوه.

انشل جین له پي ټي ای خبري اژانس سره خبرو کې ویلي:

"موږ خوشال یو چې د مدهو بالا مادام تساد مجسمه د ډېلي د ښکلا سبب شي، هغه تراوسه د لسګونو میلیونو کسانو پر زړونو واک چلوي".

* د هالیووډ فلمونو کې رول لوبول حماقت دی؟

* شاه رخ خان ته څپلیو جوړولو موچي زندان ته ولېږه

هغه وايي: "موږ باوري یو چې د هغې کوډګر شخصیت به د لکونو مینوالو زړونه خپل کړي او ور سره به سیلفي انځورونه اخلي او ځانونه به د سېنما په زرین پړاو کې بولي".

په نوي ډېلي کې د مادام تساد کار کوونکی شردها پانډي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، کله چې ډېلي کې د مادام تساد پرانیسته وشي، نو د مدهو بالا تصویر به هم پکې وي.

د انځور حقوق MADHUR BHUSHAN
Image caption د مدهو بالا اصلي نوم ممتاز دی.

مدهو بالا په نړیواله کچه هغه مهال مشهوره شوه چې کله وتلې او منلې امریکايي مجلې (تیاتر او هنر) پر ۱۹۵۲ کال د هغې انځورونه خپاره کړل.

د هند پوستي څانګې د مدهو بالا په یاد پر ۲۰۰۸ کال د هغې په نوم یو پوستي ټیکټ جوړ کړ.

* بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

* عالیه بټ: له پاکستاني پوځي سره د واده په رول کې

د هند پلازمېنه نوي ډېلي د مرکزي سیمې کناټ پلېس په مشهور تالار ریګل کې مادام تساد موزیم جوړېږي.

په دې موزیم کې به د امیتا بچن او شاره رخ خان په ګډون د بالیووډ د ډېرو هنرمنانو مجسمې وي.

د دې اعلان پر مهال د کمپنۍ مشر نک وارن وویل، دوی په دې ډېر خوشال دي چې په اسیا کې تر ټولو مخکې په هند کې مادام تساد پرانیستل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کترین کیف مومیايي مجسمه پر ۲۰۱۵ کال لندن موزیم کې.

اړونده مطالب