شاه رخ خان ته د هغه په اړه له عشقي تصوره خطر؟

د انځور حقوق YR FILMS
Image caption شاه رخ او کاجول په دل والې دلهنیا لیجیاینګي کې مهم رول لوبولی

هندي فلمونو کې د مينې محبت له یادېدو سره د شاه رخ خان یادوونه هم کېږي. ښاغلي خان له فوجي او سرکس نومي ټلویزیوني سریالونو تمثیل پیل کړ او وروسته یې له دیوانه نومي فلم سره بالیووډ ته ورسېد. شاه رخ د عباس مستان په بازیګر او ډر نومي فلمونو کې د اتل مخالف رول درلود.

خو همعصر یې سلمان خان بیا پیل له مین ني پیار کیا نومي فلمه وکړه، چې د عشق او محبت پر کیسه جوړ دی. له دې وروسته د ساجن او هم اپ کي هې کون نومي فلمونو برخه و، چې پر رومانوي داستانونو جوړ شوي کامیاب فلمونه وو.

د شاه رخ یو بل معاصر عامر خان هم له لومړي سره په ګڼو رومانټیک فلمونو کې رول درلود.

د شاه رخ خان د ژوند 'تر ټولو خواشینونکې ورځ'

د شاه رخ خان ريیس: بریالی که ناکام فلم؟

شاه رخ خان د امیتابچن کومې سپارښتنې مني؟

که څه هم عامر او سلمان دواړو له رومانټیک فلمونو سره فلمي سفر پیل کړی و، خو هغومره شهرت چې د رومانټیک رول لپاره د شاه رخ خان په برخه شو، د دوی دواړو نصیب نه شو.

د انځور حقوق DIL TO PAGAL HAI MOVIE
Image caption دل تو پاګل هي نومي فلم کې شاه رخ له مادهوري ډکشت او کرینه کپور سره رول درلود

'دل والې دلھنيا ليجاییںګې'، 'دل تو پاګل هی'، 'پردیس'، 'کچھ کچھ ہوتا هي'، 'محبتین'، 'ویرزارا'، او ځینې نور فلمونه، چې پر عشقیه کیسو جوړ شوي د شاه رخ خان په کامیابو فلمونو کې شمېرل کېږي.

اوس نوموړی د امتیازعلي په 'جب هیري میټ سیجل' نوي فلم کې رول لوبوي، چې مقابل رول یې انوشکا شرما ته ورکړل شوی دی.

د فلمونو کره کتونکی اجی برهما تاج وايي، شاه رخ د هند فلمي نړۍ ته له بهره راغلی و، د فلمونو خوښولو فرصت یې نه درلود، هر فلم کې رول لوباوه، چې ورکول کېده، خو دل والې دلهنیا لي جایینګي یې د هغه مهال د فلمونو تګلاره بدله کړه.

نوموړی وايي، که څه هم شاه رخ ښایسته څېره نه لري، خو پرلپسې پر پرده له لیدو وروسته نندارچیانو خوښ کړ. نوموړی وايي هغه په داسې رول کې وړاندې کېږي، چې د متوسط قشر یو بې غمه ځوان دی، چې یوازې عشق کولو ته وخت لري او نجونې دغسې رول خوښوي.

د انځور حقوق RED CHILLIES PR
Image caption شاه رخ خان له دیپیکا پاډوکون سره یو شمېر فلمونو کې رول لوبولی

خو دې سره اجی په دې باور دی، چې اوس شاه رخ د عشقي رول لوبولو لپاره ستونزمن حالت سره مخامخ دی، ځکه نوموړی وايي، د شاه رخ عمر ۵۲ کلونو ته رسېږي او په هندي فلمونو کې د عشقي رول لپاره اوس هم د ۲۵ کلنۍ تصور عام دی.

که یوه لور ته د عامرخان او سلمان خان یو شمېر مختلف فلمونه ښه عاید کوي، د کره کتونکو په نظر د نوموړي په اړه د هغه عشقي تصور خنډونه راپیدا کولای شي.

شاه رخ خان چې نه غواړي په اړه یې رومانټیک تصور و نه شي، وايي: ما له رومانټیک روله ډېر نور متنوع رولونه لوبولی دي، څلور یا پنځه عشقیه فلمونو کې مې رول درلود، چې کامیاب شول او یو ډول یې ځانته کلاسیکه بڼه غوره کړه، هماغه تصویر د خلکو ذهنونو کې پاتې دي او زما پېژندګلوي هم ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب