''د سلمان خان او شاه رخ خان تمثیل مې ډېر خوښ دی''

د انځور حقوق SPICE PR
Image caption د عامر خان نوی فلم سیکرټ سوپر سټار به د اګست پر شلمه نندارې ته وړاندې شي

د هندي سینما (بالیووډ) مشهور فلمي لوبغاړي عامر خان ویلي، د خپلو همکارانو شاه رخ خان او سلمان خان تمثیل یې ډېر خوښ دی. عامر خان د خپل راتلونکي فلم (سیکریټ سوپر سټار) د تبلیغاتي ټرېلر وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل:

''د یوه یا دوو فلمونو له ناکامۍ سره د یوه مشهور فلمي ستوري پر ټول فعالیت ډېر اغېز نه کېږي، شاه رخ او سلمان دواړه وتلي ممثلان دي او زما د دوی کار ډېر خوښ دی. ''

عامر خان د فېلم پلورلو هنر لري

چین کې د عامرخان دنګل فېلم نندارې ته وړاندې کېږي

عامر خان پر خپلو ځینو فلمونو پښېمانه دی

د سلمان خان ټیوب لایټ نومي فلم دا وروستیو کې نندارې ته وړاندې شو، چې ډېر کامیاب نه و. دغه راز له تېرې څه مودې راهیسې د شاه رخ خان فلمونه هغومره عاید نه ګټي، چې تمه یې کېږي. له عامر نه پوښتنه وشوه، چې ایا غواړي د سلمان خان او شاه رخ په څېر ممثل شي، هغه وویل:

''زه چې چېرې یم، همدلته خوښ یم، زما او مینه والو تر منځ مې یو مینه ناک تعلق دی، چې له کبله یې دا دومره کلونه کار کوم.

د دغې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا ځان د هندي سینما تر ټولو ډېر عاید لرونکي ممثل مني، نوموړي وویل:

''تخلیقي کار او پایلې یې ډېر ناڅاپي وي، موږ ټول کوښښ کوو، ښه فعالیت وکړو، خو کله بریالي کېږي او کله بیا ناکام پاتې کېږو. ''

د انځور حقوق SPICE PR

په خپل راتلونکي فلم سیکرټ سوپر سټار کې عامر خان د سوپر سټار یو داسې رول لوبوي، چې له یوې مسلمانې پېغلې سره د هغې ارمان پوره کېدو کې مرسته کوي.

عامر خان رسنیو سره خبرو کې د خپل ماشومتوب د ارمانونو یادوونه وکړه. عامر وايي په ۱۴ کلنۍ کې یې له ټینېس لوبې سره ډېره مینه درلوده او په لیک لوست کې کمزوری و، چې له کبله یې پلار ناصر حسین پر لوبې بندیز لګولی و.

نوموړی وايي له دې کبله ټینیس هم ورنه پاتې شو او په ښوونځي کې هم ډېر بریالی نه شو. د عامر خان نوی فلم به د اګست پر ۲۰ نندارې ته وړاندې کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب