پلار خپلې معلولې لور ته د ۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت ساتېري ښار جوړ کړی

مورګان اوس ۲۳ کلنه ده، چې تر پخوا ډېره زیاته فعاله او پیاوړې ښکاري
Image caption مورګان اوس ۲۳ کلنه ده، چې تر پخوا ډېره زیاته فعاله او پیاوړې ښکاري

کله چې یوه امریکايي پلار د خپلې معلولې لور لپاره د ساتېري مناسب ځای ونه موند، نو ټکساس ایالت کې یې د ساتېري ښارګوټي جوړولو هوډ وکړ.

جوردن هارټمن له خپلې کورنۍ سره په رخصتۍ و، خو د لامبو له بند نه چې ووت خپله ۱۲ کلنه لور مورګان یې ولیده چې له ځینو ماشومانو سره یې د لوبو کولو او ساتېري هڅه کوله، خو هغوی هم د لامبو له حوض نه ووتل.

هارټمن وپتېله چې ماشومان ځکه د ده له لور نه لیرې ولاړ چې نه پوهېدل له یوه معلول انسان سره څه ډول چلند وکړي.

همدلته د هغه په ذهن کې د یوه داسې ساتېري ځای جوړولو فکر پیدا شو چې د خپلې لور ټولې اړتیاوې پکې پوره کړي.

هارټمن وویل: "مورګان یوه ښکلې نجلۍ ده، چې ورسره مخامخ شئ، موسکا یې پر شونډو خپره وي، ډېری وخت د غاړې غړۍ لپاره چمتو وي. خو ډېر کله موږ هغه ځینو ځایونو ته له ځان سره نه شو بېولی."

سعودي ۵۰ ټاپوګانو کې د وختېري سیمې جوړوي

سعودي کې نوی 'تفریحي ښار'

هرات د ۷۰۰ تاریخي اثارو کور، خو درې لارښوونکي لري

دغه امریکايي پلار له خپلې مېرمنې ماګي او نورو پلرونو او میندو وغوښتل چې خپلو بچیانو ته د یوه غوره ځای په لټه کې شي، داسې ځای چې د ده معلول لور هم خوند ترې واخلي.

د مورګان پلار وویل: "په پای کې پوی شوو چې داسې هېڅ ځای نه شته".

Image caption هارټمن د عادي خلکو او معلولو کسانو ترمنځ د واټن لیرې کولو په موخه د لوبو ګډ وختېري ځایونه جوړ کړي

همدا وو چې هارټمن لس کاله وړاندې د یوه داسې ځای د جوړېدو هوډ وکړ، هغه د قرارادونو یو شرکت درلود، غوښتل یې د ګورډن هارټمن فامیلي په نوم یوه ټولنه جوړه کړي، دا ټولنه به غیر انتفاعي وي.

په همدې کال یې "په نړۍ کې د ځانګړو اړتیاوو لرونکو کسانو د ساتېري لپاره لومړنی ښارګوټی" جوړ کړ.

ددغه ښارګي بنسټګر وايي، دا د نړۍ په کچه پخپل ډول کې لومړنی ښارګوټی دی: "غوښتل مو د وختېري لپاره یو داسې ښارګوټی جوړ کړو چې د ځانګړو اړتیاوو لرونکي کسان پکې لوبې وکړای شي."

د انځور حقوق AFP
Image caption هلته هر معلول کس په وړیا توګه ورتلی شي.
Image caption ټولې لوبې او اوبو کې ساتېري د معلولو کسانو لپاره دي

هارټمن ډاکټران، پلرونه او میندې، روغ او معلول کسان د سلامشورو لپاره وروغوښتل، چې دا کار په غوره توګه ترسره کړي. عملا یې د ټکساس ایالت په سان انتونیو زیږه ډبرینه سیمه کې پر ۲۵ هکټاره ځمکې د ښارګوټي جوړولو چارې پیل کړې.

د "مورګان وونډرلېنډ" په نوم ددغه ښارګوټي لګښت کابو ۳۴ میلیون ډالرو ته ورسېد او په ۲۰۱۰ کال پرانیستل شو. په دې کې د ساتېری هغه ځایونه او د ماشومانو لوبغالی او کوچنی اورګادی هم شته.

هلته ورتلونکو کسانو ویلي، چې وړاندې یې د ساتېري لپاره هېڅ دا ډول زړه راښکونکی ځای نه و لیدلی.

Image caption دا تفریحي ښارګوټی معیوبو کسانو ته د تړمو اوبو د ساتېري او درملنې یو ځای هم لري

د مورګان پلار د اسونو د ځغاستې لپاره هم یو ځای جوړ کړی، چې کوچنۍ بګۍ پکې دي.

د مورګان پلار وايي، په لومړي سر کې یې لور لوبو ته زړه نه ښه کاوه، تر درو کلونو پورې هغه په دې ځای کې بګۍ او کوچني اورګاډي کې نه سپرېده.

د مورګان وونډرلېنډ دغه ښارګوټي ته د امریکا له ۵۰ ایالتونو او ۶۷ هېوادونو تر اوسه نژدې یو میلیون کتونکي ورغلي، چې کابو درېیمه برخه یې معلولین دي او هلته هر معلول کس په وړیا توګه ورتلی شي.

هارټمن وايي: "باوري یم مورګان یوه نېکبخته نجلۍ ده ځکه چې ډېرې اړتیاوې یې پوره شوې دي".

د انځور حقوق .

ورته مطالب