پوهاند هاله د ۸۵ کلونو په عمر ومړ

د انځور حقوق FB

د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي نامتو استاد، پوهاند حبيب الرحمن هاله، تر اوږدې ناروغۍ وروسته د استراليا په سيډني ښارکې د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.

پوهاند هاله په ١٩٣٢ م کال د کابل ميربچه کوټ ولسوالۍ کې زيږېدلى و، د کابل پوهنتون د ادبياتو څانگه کې يې زدکړې وکړې او له هغه وروسته د عالي او مسلکي زدکړو لپاره متحده ايالتونو ته لاړ.

افغان شاعر او سیاستوال بارق شفیعي ومړ

د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند محمد حسن کاکړ ومړ

وتلی شاعر رحمت الله درد ومړ

له متحده ايالتونو تر راستنېدو وروسته د ادبياتو پوهنځي کي استاد او په همدې پوهنځي کې د ژورناليزم د څانگې مشر شو .

دى د ژوناليزم د څانگې له لومړنيو مخکښو استادانو څخه و. د ژوناليزم پوهنځي اساس يې کېښود او د پوهنځي زياتې لومړنۍ مسلکي ليکنې هم د ده له نوښتونو څخه دي.

له فکري لحاظه د افغانستان لومړني ولسمشر محمد دواود خان ته ډېر نږدې و.

استاد هاله د ببرک کارمل د حکومت تر پايه په زندان کې و او له زندانه تر وتلو وروسته پاکستان ته لاړه، هلته يې د مجاهدينو له ډ لو سره همکاري لرله او له پاکستانه بيا استر ليا ته لاړ، چې تر اوسه هلته ميشت و.

استاد هاله له يو نيم کاله ناروغۍ وروسته نن (د اگست ١٥ ) له نړۍ سترګې پټې کړې.