اریانا سعید: د مخالفتونو پروا نه لرم او د کنسرت پیسې د میرزا اولنګ کورنیو ته ورکوم
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اریانا سعید: د مخالفتونو پروا نه لرم او د کنسرت پیسې د میرزا اولنګ کورنیو ته ورکوم

سندرغاړې اریانا سعید بي بي سي سره خبرو کې وویل چې له مخالفتونو سره سره به په کابل کې د خپلواکۍ ورځې په ویاړ کنسرت ترسره کړي او عاید به یې د میرزا اولنګ اړمنو ته ورکوي.

خو له څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو شبکو د یو شمېر کاروونکو له خوا د اریاناسعید د کنسرت پر وړاندې د مخالفت کمپاین روان دی.

اریاناسعید یوه له بحث پاروونکو افغان ښځینه سندرغاړو ده چې د مینه والو ترڅنګ، ګڼ مخالفین هم لري.