اکسيجن، د افغان ماشوم کيسه چې يو ټيليفوني پيغام يې ژوند وژغوره

اکسيجن فلم د يوه اووه کلن افغان کډوال کيسه ده چې د ټيليفوني پيغام له لارې یې د ځان، خپل ورور او څو نورو کسانو ژوند وژغوره.

دغه ماشوم چې احمد نومېږي، په يوۀ لارۍ کې د فرانسې له کلې ښاره لندن ته د اوښتو هڅه کوله، چې په لارۍ کې د اکسيجن د کمښت له امله يې ملگري ټول بې هوښه شول.

خو احمد په ماته گوډه انگريزي د کډوالو چارو يوې رضاکارې ته چې ده ته يې خپله شمېره ورکړې وه وليکل "زه په يوه لارۍ کې يم، لارۍ نه درېږي او اکسيجن نه شته."

د فلم ډايرکټر اډوارډ واټس وايي، د فلم له جوړولو يې موخه د کډوالو کړکېچ ته د نړېوالو پام اړول دي.

"دا کيسه ډېره ډراماټيکه ده او پر ما يې اغېز کړى. ما غوښتل نړېوالو ته هم کډوالو سره تړلې داسې کيسه وړاندې کړم چې له عادي کيسو سره توپير ولري او پر زړونو او ذهنونو اغېز وکړي."

د انځور حقوق FB
Image caption اکسيجن، د ټيليفوني پيغام په مټ ژوند ژغورنې کيسه

فلم شل دقيقې او پر هغه حالت ور ټول دى چې په لارۍ کې دننه پر دغو کډوالو تېر شوى دی.

د فلم سناريو په خورا زړه راښکونکې او چټکه بڼه چمتو شوې او کتونکى تر پايه له ځان سره ساتي، ځکه په کيسه کې په چټکې بدلون راځې او د کتونکي زړه نه ورته تنګېږي.

د فلم ډېر زړه راښکونکى اړخ دا دى چې اروپا ته د افغان کډوالو د کړاونو داسې يو ژوندى انځور وړاندې کوي چې تر ډېره مو په رسنيو کې د کيسې په ډول اورېدلي. خو د فلم د کتو پر مهال داسې احساس کتونکي ته پيدا کېږي چې گواکې دا هر څه يې د سترگو پر وړاندې پېښېږي.

د انځور حقوق Facebook
Image caption الهام احساس له سليم حقداد سره چې په فلم کې يې د ده د ورور رول لوبولى

د فلم يوه صحنه چې دغه کډوال له مرگ سره لاس او گرېوان او خورا بې وسه حالت کې ښيي، سخت احساسات پارونکې ده.

د فلم لوبغاړى الهام احساس وايي "په داسې حال کې چې اروپا کې تر يوۀ بريده ذهنيتونه د کډوالو پر ضد شوي دی، نو دغه راز يوه فلم ته اړتيا وه."

دا فلم د لندن فلم فېسټيوال ته هم غوره شوى او د اکټوبر پر ٤ او يا پنځمې نېټې به نندارې ته وړاندې شي.

Image caption د اکسيجن فلم چمتو کوونکې ډله

ورته مطالب