کنګنا رناوت: زه له سړیو کرکه نه لرم

کنگنا د انځور حقوق Getty Images
Image caption کنګنا وايي، که خلکو ته ځواب ور کوي هم پرېشانه وي او که یې نه ور کوي هم پرېشانه وي.

د بالیووډ وتلې ستورې کنګنا راناوت فېلم "سمرن" په دې اونۍ کې خپرېږي.

د دې فېلم د مشهورولو بهیر کې کنګنا داسې ګلان وکرل چې پته یې خواله رسنیو کې د خلکو له څرګندونو لګولی شئ.

له فېلم ډېر د کنګنا او د هغي د پخوانیو ملګرو په هکله معلومات خلکو ته ورسيدل.

* "فېلمي نړۍ کې ملګری پیدا کول اسانه خبره ده"

* کنګنا: زه له نورو سره توپیر لرم

کنګنا هر جنجالي سوال ته بې پروا ځواب ور کړ.

دا چې دې ټولو خبرو د فېلم پر مشهورتیا ښه که بد اغېز کړی دا به ژر پته ولګېږي، خو کنګنا چې څه ویلي هغه به د ډېر وخت لپاره د خلکو غوږونو کې پاتې وي.

یوه مرکه کې هغه وايي، خلک ولې وايي، چې دا له سړیو کرکه لري:

"د هغې له سړیو کرکه نشته".

خو که داسې ده د کنګنا په ویلو او کولو کې ولې توپیر دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کنګنا ممبيي کې له وویک اوبرای سره.

د "شاهد"، "سیټي لایټ" او "علي ګړ "په څېر د فېلمونو جوړوونکی هنسل مهاتا وايي، چې فېلمي صنعت کې له سري دیوي وروسته کنګنا غوره هنرمنه ده.

د فېلم "سمرن" لارښود هنسل مهاتا دا هم وايي، که بالیووډ کې کوم اتل کوم ډول مشوره ور کوي نو مرسته بلل کېږي، خو که اتله مشوره ور کوي، لاسوهنه بلل کېږي چې دا ناسم کار دی.

* تبو: د اجې دیوګن له امله مې واده ونه کړ

* سري دېوي: د ونو شاته به مو جامې بدلولې

کله چې وپوښتل شو چې د فېلم اعلان کې فېلم نه و، بلکې د کنګنا شخصي ژوند په هکله پوښتنې وې، هغه ځواب کې وویل، چې دا څه د اندېښې خبره نه ده.

د هنسل خبره ده چې خلک دې وپوښتي ځواب به ترلاسه کړي چې دې کې ناسم څه دي:

"دا ډول تېروتنه بلکل نشته".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پرینکا له باليووډ وروسته هالیووډ کې هم اوس مشهوره شوې ده.

دا اونۍ پرینکا چوپړا هم پر ټوېتر د خپل فېلم پهونا اعلان کوي، چې د نورو خلکو پام ور اوښتی دی.

دا فېلم په سکم پورې تړلی چې د دریو نېپالي ماشومانو د ژوند هڅې پکې دي.

په یوه مرکه کې هغه وايي، سکم ښکلی ایالت دی چې د بلوا له امله ګډوډي پکې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پرینکا چوپړه

د دې خبرې له امله له نیوکو سره مخ شوه، ځکه خلک وايي، سکم کې کومه بلوا نشته او د هند یو امن ایالت

پرینکا هم سملاسي د یوه بیان په خپرولو سره بښنه وغوښته.

اړونده مطالب