انجلینا جولې پر فلم جوړونکي هاروي د جنسي ځورونې تور پورې کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption انجلینا جولې ویلي، 'له هاروي واینسټین سره مې تجربه ډېره ترخه وه.'

امریکايي مشهورو فلمي ستوریو اینجلینا جولي او ګیونا پالترو د هالیووډ پر مشهور فلم جوړونکي هاروي واینسټین تور پورې کړی، چې ځورولې یې دي. دوی ویلي هغه مهال ځورول شوې، چې فلمي نړۍ ته نوې راغلې وې.

له تېرو څو ورځو راهیسې ګڼ شمېر ښځینه فلمي لوبغاړو پر واینسټین ورته تورونه پورې کړي دي، خو نوموړی له دغه ډول کړنو انکار کوي.

د هالیووډ لویې فلمي کمپنۍ واینسټین د تورونو له لګېدو وروسته هاروي له شرکته شړلی دی او مېرمنې یې جورجینا له یوې مجلې سره مرکه کې ویلي دي، چې خپل میړه پرېږدي. نوموړې ویلي:

'د دغو ټولو ښځو له کبله مې زړه ډېر خواشینی دی، چې له دغسې ځورونکي حالته تېرې شوې دي، دغه کړنې د بخښلو نه دي. '

د ۶۵ کلن هاروي او ۴۱ کلنه مېرمن یې دوه ماشومان لري. انجلینا جولې او ګېونت پالترو د سې شنبې پر ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته خپلې څرګندونې استولې دي.

انجلینا جولي ولې حشرې خوري؟

د هالیووډ فلمونو کې رول لوبول حماقت دی؟

مېرمن جولې په خپل برېښنالیک کې لیکلي:

''له هاروي واینسټین سره مې تجربه ډېره ترخه وه او له همدې کبله مې له هغه سره دویم ځل هېڅکله فلمي فعالیت نه دی کړی او نورو ته مې هم د هغه په تړاو خبرداری ورکړی و. په هر هېواد کې د ژوند هره برخه کې له ښځو سره دغسې چلند د زغملو نه دی. ''

د انځور حقوق Getty Images

ګېونت پالترو ویلي، د ایما رول له ورکولو روسته واینسټین د هوټل خونې ته وبلله، پر بدن یې لاس ورکېښود او په خوب خونه کې یې د مساج وړاندیز ورته وکړ. هغه وايي:

'زه کم عمره وم، له هغه سره مې کاري هوکړه درلوده، ډېره وارخطا وم. '

نوموړې وايي، د پېښې په اړه یې خپل ملګري ته وویل او له هغه وروسته له هاروي سره خبرې وشوې. هغه وايي: فکر مې کاوه له دندې به وشړل شم.

د نیویارکر مجلې رپوټ کې د واینسټین کمپنۍ ۱۶ پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو له قوله ویل شوي، چې د هاروي له لوري یې د جنسي اړیکو غوښتنې او په غیر اخلاقي توګه د لمسولو پېښې لیدلې دي.