هرات کې سربېره پر مخالفتونو د "افغان ستوري" خپرونه ثبت شوه

د انځور حقوق Qais Ulfat
Image caption الفت: موږ د هر چا نظر ته درناوی کوو خو احترام باید له دواړو خواوو وي.

د افغان ستوري سندریزې سیالۍ ترسره کوونکي وایي، له ننګونو سره سره یې په هرات ولایت کې د خپرونې ثبت پای ته رسولی دی.

تېره ورځ ګڼ شمېر دیني عالمانو په هرات کې د افغان ستوري سندریزې سیالۍ خپرونې پر ضد لاریون وکړ او دا پروګرام یې د "اسلامي ارزښتونو ضد او فساد خپروونکی" وباله.

د افغان ستوري د سیالۍ منصفه پلاوي غړي قیس الفت بي بي سي ته وویل، په هرات ولایت کې تر ۲۰۰ ډېرو کسانو "افغان ستوري" سیالۍ ته نوملیکنه کړې وه، چې دوی پکې یو شمېر د ۱۶۰ غوره کسانو لپاره ترې خوښ کړي.

ښاغلي الفت په هرات ښار کې د دوی د خپرونې پر ضد ترسره شوي لاریون ته په اشاره وویل: "موږ د هر چا نظر ته درناوی کوو خو احترام باید له دواړو خواوو وي."

هغو افغان ځوانانو ته چې "تمه لري" ښاغلي الفت ډاډ ورکړ چې د ده په وینا که "د مور او پلار دعا او د خدای رضا ورسره وي، هېڅ خنډ یې د پرمختګ مخه نشي نیولی."

افغان ستوری پروګرام چې په افغانستان کې د خصوصي ټلویزیون طلوع له خوا جوړېږي او خپرېږي په ځوانانو کې یو شمېر مینه وال لري.

Image caption پر دغه لاریون د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو سختې نیوکې وکړې.

په دغه پروګرام کې چې چلوونکي یې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفر کوي او له خلکو غواړي چې په سیالۍ کې ګډون وکړي، د هرات ولایت ګډونوالو ځوانانو شمېر پکې تر ځینو نورو ولایتونو ډېر وي.

د اریانا سعید پر ځای به څوک وي؟

نژدې لس ورځې وړاندې افغان سندرغاړې اریانا سعید چې د "افغان ستوري" تېرو سیالیو کې د منصفه پلاوي غړې وه اعلان وکړ چې په راتلونکې خپرونې کې د نورو بوختیاوې له امله ګډون نه شي کولی.

هغې له بي بي سي سره په مرکه کې د افغان ستوري لړۍ د خلکو ژوند کې د خوشحالو شېبو راوستو لپاره یوه ښه ننداره وبلله. اغلې سعید دا خپله شخصي پرېکړه وبلله.

قیس الفت بي بي سي سره خبرو کې وویل چې سږکال د اغلې سعید پر ځای شهلا ځلاند د منصفه پلاوي غړیتوب لري.

اغلې ځلاند چې د وتلي افغان موسیقۍ استاد جلیل ځلاند لور ده تر دې وړاندې هم د افغان ستوري منصفه پلاوي غړې وه.

ښاغلی الفت د موسیقۍ په برخه کې د شهلا ځلاند وړتیا د ستایلو بولي او وايي ډاډه دی چې خپرونه به ډېره ښه پرمخ ولاړه شي.

افغان ستوری د انځور حقوق FB, Tolo, Afghan Star
Image caption د اریانا سعید پر ځای به شهلا ځلاند راځي.

ځینې عالمان وایي که موسیقي د فساد او ابتذال سبب نشي باید مخنيوی یې هم ونشي، خو د هرات په پرونۍ غونډه کې یو شمېر ویناوالو ویل یوازې "د افغان ستوري پروګرام مخالف نه دي بلکې موسیقي نشي زغملی".

تر دې وړاندې هم د کنسرتونو د ترسره کېدو پر وړاندې یو شمېر نورو ولایتونو کې دیني عالمانو کلک غبرګون څرګند کړی دی.

څه موده وړاندې د اتحاد اسلامي ګوند مشر عبدالرب الرسول سیاف له افغان حکومته وغوښتل چې د ده په وینا "د فحشا او هنر ترمنځ کرښه وباسي."

بل لورته بیا پر ملایانو او روحانیونو دا نیوکه کېږي چې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې چې ولسي وګړي هم پکې وژل کېږي ولې لاریون نه کوي. خو د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو لیکلي، لږترلږه ډېری دیني عالمانو ترهګریزې کړنې غندلي خو لږې خبري رسنۍ شته چې په جوماتونو کې د عالمانو دیني خطبو ته یې کمرې لګولې وي.

پر فیسبوک د یو شمېر کارونکو نظرونه

الکوزی ف ز: دغه ستاره افغان زمونږ د افغانستان هنرمندان بيخي د افغاني کلتور نه بهر ویستي دي.

عبدالحفیظ غیرت: ټولې ستونزې خو به حل نشي خو د ستونزو د حل کېدو شروع د همدې پروګرام د بندېدو سره وشي. د ډېرو وړو ستونزو مور همدا يوه ستونزه چې ډېرو ته وړه او ناديده ښکاري.

سنګینه: ستونزې سندرغاړو نه بلکې ملایانو جوړې کړي. دا پوښتنه له همدا ملایانو څخه وکړئ چې ولې ځانمرګي داعش او طالب نه ملامتوي؟ کومه ورځ یې مظاهره کړې؟

اړونده مطالب