لبنانۍ امل حجازي؛ له سندرو د نعت ویلو پر لور

. د انځور حقوق AMAL HIJAZI
Image caption سندرغاړې امل حجازي درې میاشتې وړاندې له پاپ سندرو سره مخه ښه وکړه

د لبنان نامتو پاپ سندرغاړې امل حجازي له سندرو ویلو سره مخه ښه کړې او پر ځای یې د اسلام د پیغمبر په ستاینه کې نعتونه ویل پیل کړي دي.

اغلې حجازې پر خپلې پرېکړې میلیونونه مینه وال حیران کړي دي.

د اغلې حجازي لومړی سندریز البوم په ۲۰۰۱ کال بازار ته ووت، یو کال وروسته یې دویم سندریز البوم هم بازار ته راغی چې ډېر مینه وال یې پیدا کړل.

* د اسامه بن لادن کمپیوټر کې د پښتو کومې سندرې وې؟

* د بالیووډ هغه سندرې چې لسګونه میلیونه روپۍ پرې لګول شوې

* هغه سندرې چې روغتیا او ژوند ګواښي

اغلې حجازي په عرب نړۍ کې د ۲۱مې پېړۍ د لومړۍ لسیزې له نوموتو سندرغاړو ګڼل کېږي.

په ۲۰۰۲ کال هغې د پاپ سندرو (زمان) نومی البوم د عربي پاپ سندرو تر ټولو ډېر پلورل شوی البوم دی.

هغې پر خپله فېسبوک پاڼه خپل حجابي عکس خپور کړی او ور سره یې لیکلي:

" الله بالاخره زما دعا قبوله کړه."

نوموړې زیاته کړې: "له تېرو څو کلونو د خپل شوق او ګران مذهب ترمنځ ګیره شوې وم او له خپل ځاني کشمکش سره مې ژوند کاوه چې خدای زما دعاوې قبولې کړې."

د انځور حقوق AMAL HIJAZI
Image caption AMAL HIJAZI

اغلي حجازي دا خبره هم کړې، د کومې خوښۍ په لټه چې وه، هغه یې موندلې ده.

امل حجازي، تېره ورځ پر خواله رسنۍ یوه ویډیو خپره کړه، چې حجاب یې اغوستی او نعت شریف وايي.

یاده ویډیو د اسلام د پیغمبر د میلاد د ورځې په مناسبت خپره شوې وه چې ۸ میلیونه ځلي کتل شوې او ۲۵۰ زره ځلي شریکه شوې ده.

امل حجازي ویلي، په حجاب کې ځان ویاړمنه احساسوي.

د امل حجازي پر خپاره کړي پوسټ ۱۵۰۰۰ کمنټونه شوي چې ډېرو یې د هغې له پرېکړې ننګه کړې ده.

یو شمېر کسانو د هغې د نعت ویلو پر پرېکړه هم نیوکې کړي او هغه یې نامشروع بللې ده.

ډېرو کسانو ویلي، نامحرمو کسانو ته د ښځو غږ اورېدل، نا روا چاره ده.

عرب فیسبوک کارن ابومحمد ال اصطل لیکلي، هغه چې څه کوي ناروا دي، د ښځې سندرې ناروا دي؛ که هغه اذان وکړي، نو د خدای لعنت به پرې وي.

بلې فیبسوک کارنې په انګلیسي لیکلي، خلکو هیښ شئ او هغه څه چې خدای حرام کړي، ستاینه یې مه کوئ، هغې ته د لارښوونې ضرورت دی، د ستاینو نه.

یوې بلې کارنې دینا میشک لیکلي، تاسو ولې پر هغې ښځې نیوکې کوئ چې په مذهب کې ناروا څه یې پر ځان بند کړل، حجاب یې د ځان ګاڼه کړه او د پیغمبر د ستاینې سندرې وايي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امل حجازي یو پخوانی انځور چې خپلې سندرې ته د کلیپ جوړولو پر مهال یې اخیستی

ورته مطالب