ویدیا بالن: خلک مې چاغه بولې، بده یې نه ګڼم

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بالیووډ لوبغاړی رنبیر کپور له خپلې مور نیتو سینګ سره

د بالیووډ لوبغاړی رنبیر کپور دمګړی لونډ (مجرد) دی. داسې ګنګوسې شته چې مور یې نیتوسینګ چې پخوانۍ فیلمي لوبغاړې ده، د هغه لپاره نجونې لټوي.

د کترینا او ډیپیکا تر تجربې وروسته اوس نیتو مور هم د خپل زوی لپاره له فیلمي نړۍ بهر د نګور لټولو هڅه کوي.

نیتو سینګ په دې ورځو کې د خپل زوی رنبیر کپور د واده خبرې کوي.

تر هغه وروسته چې پر خواله رسنیو د رنبیر کپور او پاکستانۍ فیلمي لوبغاړې ماهره خان عکسونه لاس په لاس شول، نیټو سینګ غواړي د زوی کور یې ژر تر ژره اباد شي.

دمګړۍ رنبیر کپور د سنجي دت پر ژوند جوړېدونکي فیلم کې بوخت دی. په دغه فیلم کې کپور د سنجی دت رول لوبوي.

اوس به وکتل شي چې د رنبیر په کور کې د خوشالۍ تمبل کله غږېږي.

د ظاهري ښکلا

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تمهاری سولو فیلم کې د اغلې بالین پر زیات وزن ډېرې تبصرې شوې دي

ویدیا بالن وايي، په دې ورځو کې خلک ظاهري ښکلا ته ډېر پام کوي، ځکه فکر کوي ظاهري ښکلا ډېره مانا لري.

نوموړې وايي، کله چې خلک راته (چاغه) وايي، بده پرې نه لګي، خو کله چې خلک د هغې پر وزن پرلپسې تبصرې کوي، دا پرې نا ارامه کېږي.

(تمهاری سولو) فیلم تېره اونۍ مارکېټ ته وړاندې شو. په دغه فیلم کې اغلې بالن د کور مېرمنې رول لوبولی دی.

که څه هم په دغه فیلم کې د اغلې بالن رول ډېر ستایل شوی، خو پر خواله رسنیو د اغلې بالن پر وزن ډېرې تبصرې وشوې.

پوښتنه دا ده چې د ښځو وړتیا یا پرمختګ د هغوی په وزن پورې تړلی دی؟

خلک د ښه او نوښتګر فکر خبره ولې نه کوي؟

ښايي لامل یې دا وي چې په بالیووډ کې فکر بازار نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کپیل شرما په دا وروستیو کې فیلمي نړۍ کې کار پیل کړی دی

کپیل شرما پر پدماوتي فیلم څه نه وايي

کپبل شرما د هندوستان د پیاوړو ټوکيانو (کمېډینو) له ډلې دی چې په دا وروستیو کې یې په فیلمي نړۍ کې د ښکېلېدو هڅه کړې ده.

د نوموړي لومړي (کس کس کو پیار کروں) تر کامیابۍ وروسته به په روانه اونۍ کې د هغه دویم فیلم (فرنګي) بازار ته وړاندې شي.

دې ورځو کې چې د پدماوتي فیلم ګرمه موضوع ده، کپیل شرما له بي بي سي سره په خبرو کې د یاد فیلم په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل:

" که په دې اړه څه ونه وایم، نو ښه به وي."

تېرو وختونو کې کپیل شرما پر خپلو سیاسي څرګندونو ځان په لانجه کې اچولی و، دا ځل ځکه له سیاسي څرګندونو ډډه کوي چې فیلم یې لا د سینما په پرده دی.