پر زړو ټغرونو تاندې څېرې

سولېدلي ټغرونه
Image caption دا څلور نقاشۍ د "ماهور" په نامه د نجونو د یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې وې

لږ موده وړاندې افغان امریکايي پوهنتون د کابل او هرات د هنري اثارو کوربه و. دې نندارتون کې د دې دوه ولایتونو بېلابېل هنري اثار او لاسي توکي نندارې ته ایښودل شوي وو. څلورو نقاشیو ته سملاسي د هر چا سترګې ور اوښتې چې په زړو او سولېدلو ټغرونو د افغان نجونو انځورونه کښل شوي وو. د دوی افغاني جامې پر تن او بېلابېل حرکتونه یې کړي و. یوې نڅا کوله، لکه له ځانه چې نا خبره وي. بلې نېغ او جدي کتل. یوې بلې هم خپلې زنې ته لاس نیولي و لکه د نڅا کوم حرکت چې وي او یوه بله تابلو کې نجلۍ اتڼ کاوه.

دا څلور نقاشۍ د "ماهور" په نامه د نجونو د یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې وې.

صومیه یو له هغو نقاشو نجونو ده، چې زاړه ټغرونه یې د رنګونو په کارولو بيا ارزښتمن کړي.

له هغې مې وپوښتل چې څومره وخت کې یې یوه نقاشي بشپړه کړې، ځواب يې دا و چې د انځور بشپړول د نقاشې ذهن پورې تړلي وي.

صوميه وايي "څومره چې انځور ذهن کې بشپړ وي هغومره ژر رسمېږي. او بل موږ ته مهمه نه ده چې اثر بشپړ کړو، مهمه راته نقاشي کول دي."

Image caption راته په زړه پورې دا وه چې د سولېدلو غالیو د کارولو فکر څنگه د دوى ذهن ته لار موندلى

هنري پنځونې خلکو او نندارچيانو ته حيرانوونکې وي خو هنرمن يې پنځولو لپاره تل دليل لري.

ما ته هم په زړه پورې دا وه چې د سولېدلو غالیو کارولو فکر څنگه د دوى ذهن ته لار موندلى.

صوميه وايي "هنرمن تل په نویو څیزونو پسې ګوري. موږ غوښتل لرغونتوب وښېيو. همدارنګه د ټغرونو رنګ د ښځو د وطني کالیو له رنګونو سره ښه جوړېږي. نو دواړه ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر سره يو کېږي."

خو نذير رهگذر، د صوميې لارښوود او د هرات هنرونو پوهنځي استاد بل ځواب درلود.

د ښاغلي رهگذر په باور غالۍ تر ډېره د ښځو له لوري اوودل کېږي، نو یو ‌‌‌‌‌‌ډول له هغوی سره تړاو لري.

Image caption یوې نڅا کوله، لکه له ځانه چې بې خبره وي

له ښاغلي رهگذر مې وپوښتل، نو فکر نه کوئ په دې ‌‌‌‌‌‌ډول دا نظریه خپروئ چې ښځه واقعا د کور ده؟ د خونې په غالۍ رسم شوې، او تاسې د دوی تر منځ یو تړاو هم وینئ؟

"نه داسې نه ده. خو بې له ښځې کور دوزخ دی." ښاغلي رهگذر ځواب راکړ.

د د نوموړي په وينا هر ماښام لومړی خپلې میرمنې ته زنګ وهي چې له دفتره راغلې که نه؟ که نه وي راغلې نو دى هم نه ورځي. دى وايي "نه غواړم داسې کور ته ننوځم چې میرمن مې نه وي."

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
زاسلام اباد کې د پښتو موسیقۍ زده کړې مرکز

د عکسونو البوم: په لرګي د توږلو هنر

خو صومیه ماڼيجنه ښکارېده چې د هنر ودې ته ډېر پام نه کېږي. صوميه ويل یو نقاش یا نقاشه یې په اثر ژوندۍ ده. مهمه ده چې هنر باید وروزل شي او له هیواده د باندې ولاړ شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب