د پاک لمنۍ مطلب څه دی؟

فلم پدماوت کا ایک منظر د انځور حقوق AFP

د پدوماوت فېلم له خپرېدلو مخکې ډېرې اوازې خپرې شوې او د خلکو خیال دا و چې له خپرېدلو وروسته به یې دا توپان ختم شي، مګر هنرمنې سوارا بهاسکر څو مهمې پوښتنې وکړې.

له سنجي لیلا بانسالي سره ښايي د هنرمنې سوارا بهاسکر ځواب نه و، یا یې چوپتیا غوره بلله، خو خواله رسنیو کې په سوارا پسې د تبصرو باران پیل شو.

* بالیووډ کې به نور څوک ودونه کوي؟

* ۲۰۱۷: د بالیووډ غوغا جوړوونکی کال

سنجي لیلا بانسالي فېلم کې د ستي کولو دود جذابیت سره وړاندې کړی او دې خبرې سورا ته څو پوښتنې ور پیدا کړې دي.

سوارا وايي، چې ایا د یوې مېرمنې وجود یواځې د هغې ځانګړو برخو ته اړمن دی او ایا یوه ښځه یا کونډه له جنسي تېري وروسته د ژوند حق نه لري.

د انځور حقوق Getty Images

د سوارا په اند، ایا د ښځې وجود د یوه سړي غوښتنې او خوندیتوب ته اړمن دی.

دا پوښتنه هم کوي چې پاک لمني یواځې د ښځو لپاره ضروري ده یا د پاک لمنۍ مطلب څه دی او ایا دا ولې تر مېرمنو تړلې مسله ده.

* د بالیووډ 'مهربانه مور' مړه شوه

* انوشکا شرما او ویرات کوهلي سره واده شول

د سوارا خلاف ډېر څه ویل شوي، خو ځینې خلکو دا د بیان ازادي بللې او د هغې ملاتړ یې کړی دی.

ادیتي راو حیدري چې فېلم کې د علاو الدین غلجي(خلجي) د لومړۍ مېرمنې رول لوبولی او د یوې ډېرې سپېڅلې شهزادۍ په ډول یې خلک اغېزمن کړي په دې باور ده چې هر څوک پر یوه مسله د څه ویلو حق لري.

د انځور حقوق Getty Images

له بلې خوا له څو ورځو راهیسې رسنیو کې دا بحث هم تود دی چې امیتا بچن د ټوېټر پرېښودلو پلان لري.

۷۴ کلن امیتا بچن خواله رسنیو کې ډېر بوخت دی او د خپل مسلکي او شخصي ژوند اړوند مطالب پکې خپروي.

خو وايي، څارن(پالوور) یې کم شوي او شاه رخ خان یې ځای نیولی دی.

امیتا بچن په یوه ټوېټ کې لیکلي: ټوېټره زما د څارنو شمېر دې کم کړی اوس له تا د بېلېدلو وخت رغلی.

د نوموړي دا ټوېټ په داسې مهال دی چې امریکايي ادارو د زیاتېدونکو کوټه (جعلي) ټوېټر ایکاونټونو پرضد هڅې پیل کړې او ور سره جعلي ایکاونټونه هم بندېږي.

تراوسه معلومه نه ده چې د نوموړي د څارنو کمېدل له دې پلټنو سره تړاو لري که یه، خو دا روښانه ده چې د بالیووډ ستورو کې شاه رخ خان تر ټولو ډېر څارن لري.