پډ من: په خوږه ژبه ویل شوې سختې خبرې

ار بالکي توانېدلی د اکشې کومار، سونم کپور او رادیکا اپتې په مرسته یوه ټبو موضوع د ساعت تېري په انداز وړاندې کړي د انځور حقوق Getty Images
Image caption ار بالکي توانېدلی د اکشې کومار، سونم کپور او رادیکا اپتې په مرسته یوه ټبو موضوع د ساعت تېري په انداز وړاندې کړي

د هندي فلم جوړونکي ار بالکي نوي فلم 'پډ من ' کې ویل شوي، چې هند کې یوازې ۱۲ سلنه ښځې د میاشتني عادت پر مهال د روغتیا له اصولو سره سم جوړ شوي ځانګړي 'کوټیکس ' استعمالوي او په ظاهره د دغه فلم جوړولو هدف هم دا ښکاري، چې پر دغې موضوع عامه پوهاوی ډېر شي، البته نه دغه موضوع عادي ده او نه پرې خبرې کول اسان دي.

دغه فلم له پیله لږ وروسته د معمول هندي فلمونو له چوکاټه وځي او هغه څه چې دغه فلم ځانګړی کوي، د فلم کیسه ده، چې ټبو (شرمجنه)موضوع ده او د ټوکو ټکالو په ژبه وړاندې کېږي.

د فلم مرکزي کرکټر لکشمي کانت چوهان (اکشې کومار) د ډېرو هندي فلمونو د کیسو خلاف د فلم لومړي سر کې واده کوي او ناوې یې د سیمې له دود سره سم په یوه لوی کور کې چې ټوله کورنۍ پکې یو ځای اوسي ورسره ژوند پیلوي، خو اصلي 'جنجال ' هغه مهال پیلېږي، چې نوې ناوې (رادیکا اپتې) له مېړه او ټولې کورنۍ سره یو ځای د ډوډۍ خوړلو پر مهال پوهېږي، چې ښځینه میاشتنی عادت یې پیل شوی دی.

له ځايي دود سره سم باید ناوې پنځه شپې له میړه لرې، بلکې له کوره بهر یوه کوټنۍ کې تېرې کړي. د فلم له کیسې سره سم د سیمې اوسېدونکو باور دا دی، چې د میاشتني عادت پر مهال ښځې او نجونې ناپاکې وي او باید کور ته یا د کور غړو ته لاس ورنه وړي.

له دې هم ورهاخوا دغه کلیوالې ښځې د میاشتني عادت پر مهال د ځان پاک ساتلو لپاره د طبي حفاظ یا نېپکن 'کوټیکس ' استعمال پر ځای عادي ټوکران کارووي، چې دا بیا د فلم اتل لپاره له سره د منلو نه وي او له همدې ځایه د فلم سیناریو 'کړکېچ ' ته ننوځي.

د بلوڅي ژبې لومړنی فلم د سینما پر پرده، له ښځې پرته د نارینه وو کیسه

جنرال دوستم په هالیووډ کې، '۱۲ پیاوړي' فلم نندارې ته وړاندې شو

د فلم اتل له بازاره کوټیکس راوړي، مېرمن یې وايي دومره وس نه لري، چې هره میاشت دومره ګران بیه کوټیکس واخلي او کور یې له ښځمني ډک دی، ځکه به د دې لپاره مناسبه نه وي، چې یوازې دا ګرانه بیه توکی وکارووي.

میړه یې د ستونزې د حل لپاره خپله مټي نغاړي، پخپل لاس ارزان بیه کوټیکس جوړوي، د ازموینې لپاره یې د کاله او مالت ښځو او نجونو ته ورکوي، خو د ټولو لخوا نه یوازې رد کېږي، بلکې سخت رټل کېږي او بې شرم بلل کېږي او دغسې د فلم کیسه پر مخ ځي.

دغه موضوع چې نه یوازې هند کې، بلکې په ټوله سیمه کې تر ډېره حده په شرم پورې غوټه موضوع بلل کېږي، خبرې پرې کول هم یو ډول عیب بلل کېږي او په پاډ مین فلم کې په خورا ډرامايي انداز وړاندې شوې ده.

د فلم کیسه له یوې رښتینې بایوګرافۍ په الهام لیکل شوې، چې د یوه مدني فعال اروناچلم موروګاننتام حال راته وايي.

دغه سړي په تامل ناډو ایالت کې د میاشتني عادت پر مهال د ښځو استعمال لپاره د ارزان بیه کوټیکس جوړولو نوښت کړی و او وروسته یې لیکوالې او فلم جوړونکې ټوینکل کهنه د 'لیجنډ اف لکشمي پرساد ' نومي کتاب کې د 'پډ من اف سکارډ لنډ ' په نامه لنډه کیسه کې یادونه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اکشې کومار فلم کې مخکښ رول لوبولی

پډ من فلم چې د تازه رپوټونو له مخې د عاید له پلوه هم ګټور فلم دی او پنځو وروځو کې یې ګټه له پنځه میلیارده روپیو اوښتې، یو ټولنیز خدمت بلل کېږي.

معمولاً د عامه پوهاوي دغسې کمپاینونه د نصیحت او پند په ژبه ویل کېږي یا بیا د شعار په توګه وړاندې کېږي، چې ډېر مینه وال نه مومي، البته ار بالکي توانېدلی د اکشې کومار، سونم کپور او رادیکا اپتې په مرسته یوه ټبو موضوع د ساعت تېري په انداز، له ټوکو سره، له موسیقۍ سره رابرسېره کړي او د کار خبره په ټوکو- ټوکو کې وکړي.