د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټیوټ ته پولار جایزه ورکړل شوې

د افغانستان موسیقي ملي انسټیوټ په مسلکي ډول د کلاسیک موسیقۍ زده کړې یوازینی مرکز دی، چې ډېری زده کونکې یې نجونې او یا یتیمان دي. د انځور حقوق ANIM
Image caption د افغانستان موسیقي ملي انسټیوټ په مسلکي ډول د کلاسیک موسیقۍ زده کړې یوازینی مرکز دی، چې ډېری زده کونکې یې نجونې او یا یتیمان دي.

د موسیقۍ برخه کې د نړۍ له خورا معتبرو جایزو یوه چې د سویډن پولار جایزه بلل کېږي، سږ کال د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټوټ او متالیکا موزیک ډلې په برخه رسېدلې.

د جون پر ۱۴ مه به د یو میلیون کروني یا ۱۳۰ زره ډالرو دغه جایزه د سویډن پاچا کارل ګوستاف ۱۶ په حضور کې ورکړل شي.

د پولار مرکز په اعلامیه کې راغلي:

''د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټوټ ته دغه جایزه د موسیقۍ قوت له لارې د ځوانانو ژوند کې د بدلون راوستلو لپاره ورکول کېږي.''

پولار مرکز هر کال د موسیقۍ ودې او قدر کولو په موخه بېلا بېل ډول دوې جایزې ورکوي.

د پولار جایزې نوښت د آبا نومي پاپ موسیقۍ ډلې مشر اسټیګ اندرسن ۱۹۸۹ کال کې کړی. دغه جایزه هغو موسیقۍ ډلو یا کسانو ته ورکول کېږي، چې د موسیقۍ وده یا تخلیقي لاسته راوړنو کې لاس لري.

د پېغلو ' زهره ' ډله هېواد ته ستنه شوه

افغانه موسیقي ډله د لندن په سفر

د افغانستان موسیقي ملي انسټیوټ په مسلکي ډول د کلاسیک موسیقۍ زده کړې یوازینی مرکز دی، چې ډېری زده کونکې یې نجونې او یا هغه یتیم ماشومان دي، چې بازارونو کې مزدوري کوي.

د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټیوټ لومړی ځل ۱۹۷۳ کال کې تاسیس شو او د طالبانو واکمني له منځه تلو وروسته یې ډېرې لاسته راوړنې لرلې.

دغه انسټیټوټ د ښکلیو هنرونو پخواني ښوونځي په ودانۍ کې فعالیت کوي او بنسټګر یې احمد ناصر سرمست دی، چې روسیه او استرالیا کې یې د موسیقۍ زده کړې کړې دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغان پېغلو ارکستر

په پام کې ده د دغه انسټیټیوټ څانګې د افغانستان په یو شمېر نورو ښارونو کې هم فعالیت پیل کړي.

د برتانیا کلتوري شورا د روزنې پروګرامونو ودې برخه کې له دغې ادارې سره مرسته کوي او هڅه کوي، چې د دغې ادارې یو شمېر زده کونکو ته برتانیا کې د زده کړو زمینه برابره کړي.