د پښتو ژبې وتلی لیکوال عبدالله بختاني د ۹۳ کلونو په عمر ومړ

عبدالله بختانی
Image caption ارواښاد عبدالله بختاني خدمتګار په پښتو او دري ژبو څه باندې سل اثار لیکلي دي چې یو شمېر یې تر اوسه ناچاپه پاتې دي.

د افغانستان د ادبیاتو یو لوی خدمتګار، عبدالله بختانی خدمتګار له ورپېښې ناروغۍ په کابل کې د ۹۳ کلو په عمر وفات شو.

سرمحقق بختانی، لیکوال، څیړونکی، ژورنالېست او شاعر و چې د پښتو ټولنې او علومو اکا‌ډیمۍ د غړي په توګه یې اوږدې لسیزې ټولو افغان، او په ځانګړي ډول پښتو ادبیاتو او کلتور ته خورا ډېر خدمتونه کړي دي.

زوی یې عبدالرحیم بختانی وایي، چې پلار یې وروستۍ درې میاشتې په بېلابېلو رنځونو په روغتون کې تېرې کړې دي:

''که څه هم خوراک څښاک یې کول، خو د وینې فشار یې لوړیده یا به ټیټ شو. له ګرځېدو پاتې و او بستري و. نن سهار یې هم له چایو سره یو څه بسکټ وخوړل، خو وروسته یې د زړه درزا تېزه شوه او له غرمې مخکې نژدې ۱۱ بجې یې ساه ورکړه. ''

د استاد بختاني جنازه سبا یکشنبه د ننګرهار په سره رود کې دده په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي. د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار اسد الله غنضفر وايې د ارواښاد بختاني مړینه د پښتو ادبیاتو لپاره یوه ضایعه ده.

نوموړی وايي، ارواښاد بختانی د افغانستان د معاصر ادب ځلاند ستوری او د پښتو ادب تاریخ لوی مورخ و.

ښاغلی غنضفر زیاتوي ارواښاد روان کیسه لیکوال، د اثارو تصحيح کوونکی او ادبي تذکرو لیکوال و. د نوموړي په وینا مرحوم بختانی د ژوند تر وروستیو ورځو پورې لیکل او لوستل کول.

د ښاغلي غنضفر په خبره، استاد بختانی د معتدل فکر څښتن و او د تاوتريخوالي ضد فلسفې لاروی و. د کورنیو جګړو پر مهال یې دواړې غاړې سولې ته هڅولې.

ارواښاد عبدالله بختاني خدمتګار په پښتو او دري ژبو څه باندې سل اثار لیکلي دي چې یو شمېر یې تر اوسه ناچاپه پاتې دي.

استاد عبدالله بختانی خدمتګار په ۱۳۰۳ کال کې ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بختان نومي کلي کې زېږېدلی دی.

استاد خپلې لومړنۍ زده کړې له مور او پلاره په دیني برخه کې پیل کړې وې، بيا يې له نورو استادانو څخه عربي ديني علوم، د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کې تر مولوي درجې رسيدلى دى، همدا راز يې په روسیه کې د روسي ژبې ادبیات هم لوستي وو.

سرمحقق بختانی خدمتګار د پښتو ټولنې او د افغانستان د علومو اکاډیمۍ غړی او د کابل پوهنتون استاد پاتې شوی. استاد د زيري جريدې او د هېواد دولتي ورځپاڼې مسؤول مدیر، د ننګرهار او پکتیا مجلو مشري هم په غاړه درلودلې.