'خپه څېره': د ۲۰۱۷ کال تر ټولو بد ایموجي انیمېشن فلم

د انځور حقوق Sony
Image caption کره کتونکو دغه فلم ټول "بې مطلبه" بللی.

د تېر ۲۰۱۷ کال تر ټولو بد فلم. ايموجي انيمېشن فلم د هاليووډ "رېزي" جایزو کې تر ټولو بد فلم وپېژندل شو.

د دغه فلم تصویرونه، لارښوونه او لاښود متن تر ټولو کمزوري بلل شوي.

ټام کروز هم په دې مامي فلم کې تر ټولو بد فلمي لوبغاړی بلل شوی.

کره کتونکو دغه فلم ټول "بې مطلبه" بللی.

د ایموجي انیمېشن دغه فلم کې جیمز کورډن او پاټریک سټیوارټ لوبدېلي دي.

د فلم انځورونه، ډایرکټري او سکرین پلې تر ټولو ناوړه بلل شوي.

په درېیو لسیزو کې د اوسکار د ستورو جامې

'سپاټ لایټ' د اوسکار غوره فلم جایزه وګټله

پر فلم ډېرې نیوکې هم شوې دي.

په "رولېنګ سټون" کې پیټر ټراورز لیکلي: "کروز باید په مامي کې لوبېدلی وای - ځکه چې پر مینه وال یې خوږ نه لګېږي."

تر ټولو بده اکټره کیم بسینګر وه، چې په "فیفي شېډز ډارکر" کې بولېدلې وه.

ټایلر پیري هم تر ټولو بد اکټر جایزه ترلاسه کړه. هغه په بو ۲ فلم کې د بوډۍ جامې اغوستې دي.

تېر کال هم هغه همدې جایزې ته نومول شوې وه.

د رېزي جایزې هر کال د امریکا لاس انجلېس کې ورکول کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټام کروز هم په دې مامي فلم کې تر ټولو بد فلمي لوبغاړی بلل شوی.

ورته مطالب