د څو ژبو ویلو ګټې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که یو څوک له یوې زیاتې ژبې زده کوي او وایي په ډیمېنشیا (هېرېدو ناروغۍ) باندې د اخته کېدو امکان یې راکمېږي.

د نیلسن منډېلا خبره ده چې ''که له چاسره په هغه ژبه چې پرې پوهېږي وغږېږې، نو د هغه له مغز سره خبرې کوئ، که د هغه په مورنۍ ژبه ورسره وغږېږئ، نو له زړه سره یې خبرې کوئ. ''

په مورنۍ ژبه خبرې او پوهېدا د هر انسان حق دی، خو په دې وروستیو کې د اېډېنبرا پوهنتون څېړنو ښودلې چې له یوې زیاتې ژبې زده کول پر مغزو مثبت اغیز لري.

دغې څېړنې ښودلې چې له ۲۶۲ کسانو څخه چې ۲۰۰ یې له یوې زیاتې ژبې ویلې د نورو ۶۲ کسانو پرتله له فزیکي او دماغي اړخه ځوان پاتې شوي ول.

له دې مخکې هم څېړنو ښودلې وه چې که یو څوک له یوې زیاتې ژبې زده کوي او وایي په ډیمېنشیا (هېرېدو ناروغۍ) باندې د اخته کېدو امکان یې راکمېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا هم ویل شوي چې په اوسط ډول د ۴۰ کلونو په اوږدو کې د بلې ژبې ویلو ګټه له مالي اړخه ۱۲۸ زره امریکايي ډالر کېږي.

پخوا ویل کېدل چې په ماشومتوب کې دویمه او حتی درېیمه ژبه زده کول آسانه او ګټوره وي، خو دا هم روښانه شوې چې که بله ژبه په پاخه عمر کې هم زده شي بې ګټې نه ده.

د نړۍ له نیمایي زیات خلک لږ تر لږه په دوو ژبو خبرې کولی شي. ډېر هېوادونه له یوې زیاتې رسمي ژبې لري. په دې کې سویلي افریقا تر ټولو ډېرې، ۱۱ رسمي ژبې لري.

خلک لږ تر لږه یوه (مهمه) ژبه هم وایي چې انګلیسي، چینایي، هندي، هسپانوي او عربي پکې راځي. هغوی چې یوازې یوه ژبه وایي ډېری یې انګلیسي-ژبي دي.

له یوې ژبې په زیاتو خبرې کول، ټولنیزې، رواني او نورې ګټې لري او دا هم ښکاره شوې چې د انسان ماغزه له یوې د زیاتې ژبې زده کولو وړتیا لري، خو خلک خپله دغه وړتیا نه کاروي.

کارپوهان وړاندوینه کوي چې که اوسنی حالت دوام وکړي د روانې پېړۍ په پای کې به له نیمایي ډېرې ژبې مړې شي.

دوه اړخیز شخصیت

که په لندن کې له یوه افغانه په انګلیسي پوښتنه وکړئ چې د خوښې خواړه یې کوم دي، نو دی به لومړی د لندن رستورانتونه سترګو ته ودروي او د خپلې خوښې هندي یا ترکي خواړه به یاد کړي او که ترې په مورنۍ ژبه پښتو یا دری وپوښتئ، نو ذهن ته به یې د کابل رستورانتونه راځي او سترګو ته به یې قابلي، کباب او نور خواړه درېږي، نو د ژبې تر اغېز لاندې د تړلي تصور سره به ځواب درکړي.

دا بېلګه د دې ښکارندوی ده چې د انسان شخصیت او ځواب به تر ډېره د پوښتونکي په پوښتنه پورې تړلی وي. څېړنو دا هم ښودلې چې کله تاسو کومه ژبه وایاست تاسې بدل چلن کوئ او شخصیت مو بدل وي.

دماغي عضلې

د ایټالیا د میلان پوهنتون روان پوهانو د هغو کسانو چې څو ژبې او هغوی چې یوازې یوه ژبه وایي د ماغزو تصویرونه اخیستي. د دوی په وینا هغوی چې دوې ژبې وایي د ماغزو د یوې برخې عضلې یې پیاوړې وي.

څېړنو دا هم ښودلې چې دوه ژبي خپلې پرېکړې په اسانۍ کولی شي، ځکه ماغزه یې تل هڅه کوي په کنټرول کې واوسي. د ماغزو تصویرونه دا هم ښيي چې کله یو څو ژبی کس په یوه ژبه خبرې کوي، نو دی ځان کنټرولوي چې د بلې ژبې کلمه ونه کاروي او تل هڅه کوي چې کوم ځای کومه ژبه او کومه کلمه وکاروي.

دا هم ویل شوي چې په اوسط ډول د ۴۰ کلونو په اوږدو کې د بلې ژبې ویلو ګټه له مالي اړخه ۱۲۸ زره امریکايي ډالر کېږي.

ماشومان او ژبې د انځور حقوق Getty Images
Image caption په سکاټلنډ کې څېړنو ښودلې چې دوه ژبي ماشومان له هغوی چې یوازې یوه ژبه یې ویله د ستونزو په حل کې تکړه ول.

د څو ژبو ویلو ځینې ګټې.

لومړی - د دندې موندلو اسانتیا

که تاسو په یوه بله ژبه پوه شئ نو د کار موندل درته اسانه کېږي، ځکه ډېری کار ورکوونکي داسې کسان غوره بولي چې وکولی شي له مروجې ژبې پرته په نورو هم وغږېږي.

دوهم - د ژبو پوهېدا کلتوري او ټولنیز فرصتونه زیاتوي

له بېلابېلو خلکو سره خبرې د دې لامل کېږي چې خلک په نویو کلتوري بدلونونو پوه شي، په ژبه، کلتور، فلم او تاریخ پوهېدا یې اسانه کېږي، چې دا پخپله د ټولنو تر منځ راکړه ورکړه زیاتوي.

درېیم - نورې ژبې بدل نړۍ لید

که تاسې له هېواده بهر سفر نه وي کړی هم، خو چې بله ژبه زده کړئ، تاسې نړۍ ته په بل ډول ګورئ، ستاسو پوهه زیاتېږي، له دې سره زغم، د بدل نظر اورېدل او توکمیز توپیر باندې پوهېږئ.

څلورم - د بلې ژبې زده کول د ستونزې حلول او پرېکړې کولو مهارتونه زیاتوي

د ماغزو څېړنو ښودلې چې د نورو ژبو زده کول ستاسو د ماغزو کړه وړه زیاتوي، د پاملرنې تر څنګ مو یادښت او حافظه هم ښه کېږي. په سکاټلنډ کې څېړنو ښودلې چې دوه ژبي ماشومان له هغوی چې یوازې یوه ژبه یې ویله د ستونزو په حل کې تکړه ول.

دا ټول ښيي چې له یوې ژبې د دوو او له دوو د لا زیاتو ژبو زده کول هر اړخیزې ګټې لري، نو که فرصت برابر وي او کولی شئ په خپلو ماشومانو باندې له یوې زیاتې ژبې زده کړئ، دا به یې نه یوازې فکري پراختیا ته ګټه ولري، بلکې په ژوند کې به یې بریاوې هم په برخه کړي.