یوه جوړه عینکې او غوره راتلونکی

د انځور حقوق SARAH DAY/CLEARLY
Image caption دغه رپوټ وايي چې د سترګو درملنه او عینکو لګښت ۳۰ ځله د لګښت پرتله زیاته ګټه درلودلی شي.

ډاکټران په دې نظر دي چې کله تاسې ته د خوراکي توکو پر شا لیکل شوو لارښوونو لوستل ستونزمن شي، نو ستاسو سترګې کمزورې شوې دي.

یا دا چې کله په خپل موبایل کوم پیغام لولئ نو موبایل باید ډېر لرې ونیسئ او په سترګو مو فشار راوړئ.

دا په دې مانا ده چې د سترګو ډاکټر ته باید ورشئ او یا هم له عینکو پلورونکو څخه د لوستلو ځانګړې عینکې ترلاسه کړئ.

خو که ډاکټر ته تګ او یا هم په پلورنځي کې دغه اسانتیاوې نه وي نو بیا؟

د زده کړو او دندې موندلو ارمان هماغسې له منځه ځي، حتی که ستاسو ستونزه دومره وړه هم وي چې یوازې د سترګیو په اغوستلو حل کېدی شي.

د فرصتونو کمېدا

د بهرنۍ پراختیا انسټیټیوټ په یوه رپوټ کې د عینکو نه درلودل اغیزې څېړلي.

اټکل کېږي چې په نړۍ کې ۲.۵ میلیارډه خلک عینکو ته اړتیا لري خو لاسرسی نه ورته لري، چې ۸۰ سلنه یې د اسیا او افریقا په ۲۰ وروسته پاتې هېوادونو کې دي.

د انځور حقوق SARAH DAY/CLEARLY
Image caption په لویانو کې بیا د نه لیدو ستونزه په دې مانا ده چې دوی به د کار کولو فرصتونه له لاسه ورکوي.

څېړنه زیاتوي چې د سترګو د درملنې او عینکو نه شتون په تر ټولو وروسته پاتې سیمو کې زیات لیدل کېږي.

په بې وزله هېوادونو کې کمزوری لید د زده کړو او کار موندلو مخه ډب کوي او کورنۍ په بېوزلۍ کې بندې ساتي.

دغه رپوټ خبرداری ورکوي چې په نړیواله کچه د ګواښوونکو او بیړنیو روغتیایی برخو ته پاملرنه ډېره کېږي، خو هغه ورو خوځېدونکي ناورینونو ته ډېر پام نه کېږي، لکه د کمزوري لید یا نابینایۍ ستونزه.

په بې وزلۍ کې ښکېل

د بهرنۍ پراختیا انسټیټیوټ په راپور کې ویل شوي چې د لوستلو لپاره سم لید نه لرل او د عینکو رانیولو نه توان د دې لامل شوی چې ماشومان (د سختۍ په ژوند کې ګېر) پاتې شي.

عینکې د انځور حقوق SARAH DAY/CLEARLY
Image caption د عینکو رانیولو نه توان د دې لامل شوی چې ماشومان (د سختۍ په ژوند کې ګېر) پاتې شي.

دوی به په ژوند کې د کمزورو او ناکامو خلکو په توګه لیدل کېږي او د یوې اسانه ستونزې د حل موندلو جوګه به نه وي.

په لویانو کې بیا د نه لیدو ستونزه په دې مانا ده چې دوی به د کار کولو فرصتونه له لاسه ورکوي او په ځایي اقتصاد غوراوي کې ونډه نشي درلودلی.

دغه راپور د هانګ کانګ سوداګر جېمز چین له خوا چمتو شوی. ده په روانډا هېواد کې یوه خیریه موسسه جوړه کړې، چې یو شمېر خلکو ته د سترګو درملنې په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

اقتصادي ګټه

دی د وروسته پاتې هېوادونو له مشرانو غواړي چې په پراختیایي پروژو کې د لید ستونزې او خلکو ته عینکو ته لاسرسی ور زیات کړي.

ښاغلی چین وایي دا یوه ډېره اسانه لاره ده چې د وګړو په ژوند اغیز درلودلی شي او په ملي توګه د هېوادونو اقتصاد ورسره ګته کولی شي.

د انځور حقوق SARAH DAY/CLEARLY
Image caption اټکل کېږي چې په نړۍ کې ۲.۵ میلیارډه خلک عینکو ته اړتیا لري.

دی وایي که یو شمېر هېوادونو وګړو ته د عینکو فرصت برابر شي نو د کال به ۴۴ میلیارډه ډالره اقتصادي ګټه ولري.

د برتانیا پخواني لومړي وزیر او د ملګرو ملتونو د زده کړو سفیر ګورډن براوون هم له ښاغلي چین سره همغږی دی او وایي د دې ستونزې انساني او اقتصادي تاوان ډېر زیات دی، خو موږ یې جدي نه ګڼو.

ښاغلی براون زیاتوي "که موږ اوس څه ونه کړو، هغوی چې لید یې کمروزی دی ډېر به وروسته پاتې شي."

دغه رپوټ وايي چې د سترګو درملنه او عینکو لګښت ۳۰ ځله د لګښت پرتله زیاته ګټه درلودلی شي.

د انځور حقوق SARAH DAY/ CLEARLY
Image caption څېړنه زیاتوي چې د سترګو د درملنې او عینکو نه شتون په تر ټولو وروسته پاتې سیمو کې زیات لیدل کېږي.

د دغه انسټیټوټ یوې غړې الیزېبیټ سټوارټ ویلي چې که په وروسته پاتې هېوادونو کې خلک سم نه ويني، نو درملنه یې اسانه کار دی او باید حل لاره ورته وموندل شي.

دې زیاته کړه چې سم لید د خلکو زده کړو تر لاسه کولو فرصت زیاتوي او بېوزلي له منځه وړي.