دیپکا او رنبیر به بیا سره یو ځای شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دیپکا پاډوکونو او رنبیر کپور یو وخت سره ملګري او ګډ فېلمي کار یې کاوه.

دیپکا پاډوکون او رنبیر کپور په بالیووډ کې یوه داسې جوړه وه چې تېر کې له یو بل سره د ګډ مسلکي کار بریالۍ تجربه لري.

سره له دې چې مینوال یې ګډ لیدل غواړي خو دوی د خپلمنځي مینې پرېښودلو او له "تماشا" او "دا ځواني ده لېونتوب" وروسته کوم ګډ فېلم ونه کړ.

دیپکا خپل اصل ژوند کې مخته لاړه او رنویر سینګ د رنبیر کپور ځای ونیو.

* د ښکلا کریم اعلان په تړاو پر شاهرخ خان او دیپيکا نیوکه

* د ایشوريا او رنبیر عشقي صحنې او د سانسور بورډ بیاتي

خو په دې ورځو کې په یوه فېشن شو کې د دوی(دیپکا پاډوکون او رنبیر کپور) ویډیوګانې او انځورونه په خواله رسنیو کې مشهور شول او خلکو بیا د دوی ګډ لیدلو هیله وکړه.

په دې ویډیو کې رنبیر کپور د یوه ښه ځوان په څېر وینا کوي او د دیپکا د اغېزمنولو هڅه کوي.

دی وايي، مور یې دا خبره ورته کړې وه چې ښه سړی د ښځو درناوی کوي:

"ښه سړی هغه دی چې د خپلې مېرمنې، لور او خور د ژوند پرمختګ او هغوی ته د واک ور کولو چانس ور کوي او زه د یو ښه انسان جوړېدلو هڅه کوم".

د انځور حقوق AFP
Image caption اوس دیپکا له رنبیر کپور سره ملګرې بلل کېږي.

څه خبره ده چې د دوو نجونو ملګرو له لاسه ور کولو وروسته یې د مور خبره یادېږي.

ځینې کسان وايي، رنبیر له لاسه ور کړې دیپکا پسې دی او دا ورته وايي، چې تېر یادول ځور دی.

مالومه نه ده چې د کپور وروستۍ خبرې به ځای ونیسي که نه، خو خبره چې له دیپکا شوه، سږ کال په ټایمز وېبپاڼه کې دیپکا د نړۍ د سلو اغېزناکو کسانو نوملړ کې ده.

* بالیووډ کې د "تاریخ تېرو" هنرمنو پړاو بشپړ شوی؟

* رنبیر کپور: بالیووډ کې 'خپل او خپلوان' پالل کېږي

داسې وخت چې هند کې د مېرمنو شتون، خوندیتوب او حقونه له پوښتنې سره مخ دي، نو په دې نوملړ کې د دیپکا نوم څه مانا لري.

هند کې د جنسي تېریو ځوروونکې پېښې نوره نړۍ کې هم شته چې باضمیره خلک ځوروي.

د بالیووډ څو ستورو نه یواځې پر دې پېښو خبرې وکړې بلکې د رتک روشن، پرینکا چوپړا، اکشي کومار، شردها کپور، انوشکا شرما او کرینه کپور په څېر هنر منانو خواله رسنیو کې د دې پېښو پرضد کمپاین هم وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دیپکا او رنبیر پخوانی انځور.

اړونده مطالب