د هالیووډ لوبغاړې د نتن یاهو له پالیسو سره د مخالفت له امله اسراییل ته نه ځي

د انځور حقوق Getty Images

د هاليووډ هنرمنه نیټلي پورټمېن وايي، د اسراییل د لومړي وزیر نتن یاهو د پالیسو مخالفه ده، ځکه یروشلم کې مراسمو ته نه ځي.

په دغو مراسمو کې نوموړې ته د دوه میلیون ډالرو جایزه ور کول کېده.

مېرمن پورټمېن د جمعې په ورځ خپل اینسټاګرام کې لیکلي: دې مراسمو کې نتن یاهو وینا کوله، زه د هغه پلوي نه یم، ځکه مې هلته له تللو ډډه وکړه.

د ځیرک ډالۍ بنسټ وېبپاڼې له مخې د ایوارډ ور کولو دا لړۍ ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې او هغو ناعادي خلکو ته ور کول کېږي چې د یهودو د راتلونکي نسل لپاره الهام وي.

دا هنرمنه د اسراییل د کلتور و زیر هغه تورونه هم ردوي چې ویلي یې دې پورټمېن د سراییل خلاف بي ډي اېس هڅو ملاتړې ده.

د اوسکار جایزې ګټونکې اسراییلۍ توکمه امریکايۍ نیټلي پورټمېڼ وايي، زه د بي ډي اېس هڅو برخه نه یم او نه یې ملاتړ کوم.

د اې اېف پي خبري اژانس د رپوټ له مخې نېټلي زیاتوي، زه نړۍ کې د ډېرو اسراییلو او یهودیانو په څېر د ټول هېواد سره شلون نه کوم، بلکې د اسراییل مشرتابه نه شکایت لرم.

د جمعې په ورځ ځیرک ډالۍ بنسټ وویل، نېټلي پورټمېڼ د جون وروستیو کې یورشلم ته د مراسمو لپاره نه راځي.

دې بنسټ زیاته کړه، د پورټمېن یوه استازي ورته ویلي، چې نوموړې د اسراییل له اوسنیو هڅو خواشیني ده، ځکه به ډاول مراسمو کې په ګډون خوشاله نشي.

نیټلي پورټمېن وايي، د جایزې په دې مراسمو کې نه ګډون یې ناسم اخیستل شوی.

هغه زیاتوي، یواځې د حقیقت روښانولو لپاره دغو مراسمو ته نه ورځي.

د هغې په خبره، اسراییل ټیک ۷۰ کاله مخکې د هولوکاسټ کډوالو د پنډغالي په ډول جوړ شو:

خو اوس یې له مظلومو سره ناسم چلن د یهودي ارزښتونو خلاف دی.

زه اسراییل ته فکر وړې یم، تاوتریخوالی، بې انډوالي، بد چلن او د واک او ځواک ناسم کارولو خلاف ولاړېدل پکار دي.

که څه هم نېټلي پورټمېن په دې تړاو نور څه نه دي ویلي، خو دا خبرې یې په داسې مهال دي چې د اسراییل حکومت او لومړی وزیر یې له څو کشالو سره مخ دی.

په هغو کې یوه هم د فلسطنیانو وروستۍ مرګ ژوبله ده چې خپلو مېنو ته یې نه ور پرېږدي.

هغوی چې دا جایزه ترلاسوي، له خپلې خوښې سره سم یې کاروي، خو نېټلي پورټمېڼ وايي، دا جایزه به د مېرمنو د انډول پروژو کې وکاروي.