سونم کپور له واده یوه ورځ مخکې

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA
Image caption ویل کېږي سونم کپور به واده کې هم دا ډول جامې اغوستې وي.

د باليووډ ستوري انیل کپور لور هنرمنه سونم کپور نن( د مۍ اتمه) ودېږي، واده یې هم له کاروباري شخصیت انند اهوجا سره کېږي. هغې پرون د سنګیت په نوم د ساز او سرود مراسم درلودل.

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA
Image caption سونم کپور بالیووډ کې ځانګړی سټایل لري.

له واده یوه ورځ مخکې د سنګیت یا نڅا او ساز دودیز مراسم د بالیووډ له ستورو سره جوړېږي.

خبریالان وايي، بالیووډ کې داسې چانس ډېر کم وي چې ډېر شمېر خلک سره یو ځای شي.

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA
Image caption سونم د نکریزو مراسمو کې.

د سونم کپور دا ښکلی انځور د سنګیت یا ساز او نڅا پروګرام کې دی.

له دې مخکې د یکشنبې په ورځ د سونم کپور د نکریزو اېښودل هم په جوش او خروش سره و.

د مۍ په اتمه یا نن سونم ودېږي او کور ته یې مشهور مېلمانه ځي.

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA

د سونم کپور ملګرې جیکلن فرننډاس سنګیت پروګرام کې په دې انداز ځلېږي.

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA

ویل کېږي هنرمنه او ناوې سونم کپور او د هغې پلار انیل کپور به په واده کې هم دا جامې اغونځي.

د انځور حقوق KaranJohar/Instagram
د انځور حقوق EXPANDABLES

هنرمنې راني مکرجي او ډایرېکټر او فېلم جوړوونکي کرن جوهر هم په سنګیت کې ګډون کړی دی.

د انځور حقوق AFP

فېلم جوړوونکې فرخ خان هم ناسوب نه ده او له دریو بچیو سره دې مراسمو ته تتلې ده.

که څه هم پښې یې درد درلود، خو له سونم سره یې په خوشالۍ کې ګډون وکړ.

د انځور حقوق EXPANDABLES

د خپلې زمانې وتلې هنرمنه ریکا هم له سترګو کېږي. دلته د فرح خان بچي هم ور سره دي.

د انځور حقوق RAINDROP MEDIA
Image caption جهانوي او خور یې خوشي کپور

د هنرمنې سري دیوي او فېلم جوړوونکي بوني کپور بچي جهانوي او خوشي کپور هم دې مراسمو ته تللي.