د چا یادېدلو سره د عالیه بټ رنګ زېړېږي؟

د انځور حقوق AFP/Getty Images

دا اونۍ د سونم کپور واده کې د بالیووډ ټول لوی ستوري ځلېدل، خو د ټولو سترګې نه یواځې یوې جوړې ته وې، بلکې خبرونه هم پر جوړ شول او دا جوړه عالیه بټ او رنبیر کپور دي.

د شین رنګ دا ښکلې جوړه عالیه د رنبیر سره لاس په لاس چې د سونم کور ته ننوته، د رسنیو لپاره ښه حقیقتي پېکچر لیکلو موضوع په لاس ورغله.

رنبیر هم سپین رنګه کمیس اغوستی و.

ور سره په یوټیوب د عالیه دا مرکه هم خپل خوند لري چې د رنبیر د نوم یادېدلو سره یې مخ زېړ شي.

* عالیه بټ له هېټلر سره ولې دلچسپي لري؟

* عالیه بټ: له پاکستاني پوځي سره د واده په رول کې

رجت شرما (ستاسو عدالت) شو کې وپوښتله، نوم یې له مختلفو جوړو سره اخیستل کېږي.

"کله ورون دهون، کله سدارت ملهوترا او نن سبا یې نوم له بل چا سره یادېږي".

په مقابل کې عالیه وپوښتل له چا سره؟

په ځواب کې چې رجت شرما د رنبیر کپور نوم واخیست، نو عالیه له شرمه دواړه لاسونه مخ ته ونیول او ویې ویل، که چېرې د مينې کوم تار وي نو بیا به هم د ټولو په مخ کې دا خبره ونه مني.

داسې یې عالیه که مني یا نه، خو مخ او سترګې یې ډېر څه وايي.

د انځور حقوق Spice

دا مهال د بالیووډ ټول واړه، لوی او پخواني اتلان د ۷۱ کانز فیسټیوال شان لوړولو کې بوخت دي.

ایشوریه رای بچن ته وا کانز فیسټوال کې ډګري اخیستې، خو دا ځل هم د خپلې کوچنۍ لور ارادیا سره ور روانه ده.

سونم کپور هم د واده په خلاصولو سره په بیړه فرانسې ته رسېدلي، خو اوس پته نشته چې هغه پر سره غالۍ کوم سټایلي لباس اغونځي که د واده ورځې جوړه په تن کوي.

د انځور حقوق Getty Images

په هر حال دا ځل دپیکا تر ټولو ډېره خبرونو کې ده، چې تېر کال یې هم دې فیسټیوال کې ګډون درلود.

د هغې څو انځورونه خواله رسنیو کې ډېر مشهور شوي، څه به د هغې د ښکلا وجه وي او څه هم د رنویر سینګ تبصرې.

خو پر دپیکا سربېره کنګنا راناوت، هما قریشي، ایشوریه رای او د کاز ځلېدونکې ملکه شیراوت هم ډول ډول جامو کې د ځان ښودلو هڅه کوي.

اړونده مطالب