کانز فیسټیوال کې د بالیووډ زیاتېدونکی اغېز

د انځور حقوق AFP/Getty Images

انړۍ کې د فرانسې په کانز ښار کې فېلمي فیسټیوال ډېر مهم بلل کېږي، ځکه هلته د هنر نړۍ نږدې ټول مهم شخصیتونه تر سترګو کېږي.

په دې ورځو کې د کانز ۷۱ فیسټیوال روان دی چې پکې بالیووډ ستوري له بل هر وخت ډېر دي.

د انځور حقوق Getty Images

تېرو کلونو کې کانز کې ایشوریه رای ډېره ښکارېده او تر یوه وخت هند د دې اړیکې له مخې دا فیسټیوال پیژاند.

د فېلمي نړۍ دا سږنۍ ننداره روانه ده او دیپکا پاډوکون له لومړۍ ورځې پکې ځلېږي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images

ایشوریه رای هم له خپلې لور ارادهیا سره هلته تللې او پر سره غالۍ له خپل ځانګړي انداز سره تر سترګو کېږي.

د انځور حقوق TEAM_KANGANA_RANAUT/INSTAGRAM

له ایوارډونو او فیسټیوالونو لرې ګرځېدونکې وتلې هنرمنه کنګنا رناوت هم هلته ښکاري او دوو ورځو کې په مختلفو سټایلونو سره تر سترګو شوه.

د انځور حقوق IAMHUMAQ/INSTAGRAM/RAIN DROP

دا په یوه لوی نړیوال فیسټیوال کې د هغې لومړی ځل ګډون دی.

ور سره هما قریشي هم هلته اول ځل ګډون کړی دی.

د انځور حقوق AFP/Getty Images

کانز فیسټیوال کې له ایشوریه رای وروسته تر ټولو ډېره ګډونواله ملکه شیراوت دی او دا ځل هم په ځانګړی انداز هلته برېښي.

هند کې فېلم خورا لوی صنعت دی او داسې فیسټیوالونه د دوی د فېلمونو د پرمختګ لپاره دوی ته یو ناویات چانس دی.

د انځور حقوق Getty Images

سږکال هند داسې فېلمونه وړاندې کول غواړي چې د سیمې په کچه یې جایزې ګټلې دي.

په دې کې اسام، کیراله، مغربي بنګال او لکش دیپ فېلمونه دي.

پر دې سربېره د هنرمنې او فېلم جوړوونکې نندتا داس فېلم منټو او د روهناګیرا فېلم سر هم وړاندې کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاکستانۍ هنرمنه ماهره خان هم کانز کې شته.

کانز کې د بالیووډ مختلف هنرمنان او فېلم جوړوونکي شامل دي.

نواز الدین صدیقي او منوج واجپای هم پکې دي.

د انځور حقوق Getty Images

هندۍ هنرمنه روینه مهتا د خپلو جامو په مټ د بالیووډ د یو وخت وتلې هنرمنې سري دیوي ته درناوی وړاندې کوي.

سري دیوي څومیاشتې مخکې مړه شوه.

د هغې دا جامې هندي سکښتونکو جوړې کړې دي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images

ایشوریه رای کانز فیسټوال کې ۱۷ ځل ګډون کوي، خو د معلوماتو له مخې سونم کپور له واده وروسته هلته رسېدلې ده.