روژه: شپږ شیان چې باید په پام کې یې ونیسو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په روژه کې ازموینې لرئ؟ دا ویډیو درسره وګورئ.

سبا پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده، په ګرده نړۍ کې به خلک د اسلامي عقیدې له مخې له لمر ختو تر لمر لوېدو روژه نیسي.

موخه یې دا ده چې معنویت زیات شي، دین ته پام واړول شي، اوږده لمنځونه او دعاوې وشي، پر ځان کابو ودرلودل شي، ځکه روژه هغه فرصت دی چې په انسان کې معنویت او روحانیت زیاتوي.

کيدی شي دا اسانه خبره معلومه شي، خو ځینې کیسې او خبرې داسې هم دي چې له کلونو راهیسې یې خلک مني.

لاندې موږ شپږ هغه مهم ټکي درته تشریح کوو چې ډېری ګومان کوي سم یا ناسم دي. دا څېړنه شبیر حسن وړاندې کړې چې د اسلامي زده کړو او شرعیاتو زده کوونکی او د قران حافظ دی.

په ډېری برخو کې دغه ډول خبرې پر مذهب پورې اړه لري او ځینې برخې یې بیا هر ډول تعبیرېدای شي.

آیا د غاښونو مینځل روژه ماتوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د غاښ مینځلو لپاره لږ کریم کارولی شئ، یا له مسواک څخه کار واخلئ.

د علماوو په اند د غاښونو مینځل روژه نه ماتوي.

د ښاغلي حسن په وینا ځینې خلک فکر کوي چې د غاښونو مینځلو د کریم لږ خوند ستاسو روژه ماتوي، چې دا ناسمه خبره ده.

که څه هم ځینې علما په دې نظر دي چې د غاښونو مینځل هېڅ ستونزه نه لري، ښاغلی حسن د هغوی لپاره چې غواړي په پوره پام غاښ ومینځي لاندې لارښوونې په نظر کې لري:

"تر ټولو ښه مشوره دا ده چې لږ کریم وکاروئ. داسې کریم وکاروئ چې پیاوړی او ډېر زورور د نعناع خوند ونلري."

ښاغلی حسن همدارنګه د مسواک کارولو وړاندیز هم کوي. مسواک د روغتیا د نړیوالې ادارې لخوا هم د خولې د پاکوالي لپاره وړاندیز شوی.

آیا لاړې تېرول روژه ماتوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې ښکل کول چې ومو پاروي، روژه مو ماتوي.

تاسو لاړې تېرولئ شې او حتی د دې مشوره هم ورکول کېږي.

ښاغلی حسن وایي "دا چې لاړې نشئ تېرولی بیخي ناسمه خبره ده. د خپلو لاړو تېرول طبیعي کار دی، دا ستاسو روژه نه ماتوي."

خو څه چې ستاسو روژه ماتولی شي هغه د بل چا سره د بدن د اوبو لکه لاړو تبادله او تېرول دي.

ښاغلی حسن زیاتوي "د بل چا لاړې تېرول بیا ستاسو روژه ماتوي."

ځکه خو ښاغلی حسن وایي "تاسې نشئ کولی د خپلې مېرمنې یا خاوند ښکل کړئ یا ورسره نژدې شئ. د روژې اصلي موخه همدا ده چې تاسې خپلې غوښتنې کابو کړئ، له ډوډۍ نیولې، تر خوراک، څښاک او جنسي اړیکو هر څه."

ایا روژه یوازې په خوراک او څښاک ماتېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په روژه کې غیبت، په بل چا پسې خبرې مو روژه خرابوي.

خوراک او څښاک یوازیني شیان نه دي چې روژه مو خرابولی شي.

ښاغلی حسن وایي نور داسې څه هم شته چې روژه مو ماتولی شي، دی وایي "د ژبې ګناوې" مو روژه ماتولی شي.

دی زیاتوي "د روژې ثواب هغه مهال کمېږي چې څوک غیبت وکړي، په بل چا پسې خبرې وکړې او یا ښکنځلې وکړي."

آیا په ناپامۍ خوراک یا څښاک مو روژه ماتوي؟

د انځور حقوق Getty Images

که تاسې رښتیا پام نه وي چې روژه یاست او یو څه وخورئ، ستاسو روژه نه ماتېږي، خو څنګه مو چې پام شو، خوراک او څښاک بند کړئ.

خو که په داسې حالت کې څه وخورئ یا وڅښئ چې پام مو وي، لکه د اوداسه پر مهال، نو دا مو روژه خرابوي.

د اوداسه پر مهال د خولې مینځلو پر مهال پام کوئ، ځکه که دغه مهال اوبه در څخه تېرې شي، دا مو روژه ماتوي.

ښاغلی حسن وایي "کله چې اودس کوئ، نو د ستوني مینځلو یا اوبه غړغړه کولو څخه ځان وساتئ، یوازې مو په خوله اوبه تېرې او بېرته یې تو کړئ."

آیا درمل خوړل مو روژه ماتوي؟

درمل د انځور حقوق Getty Images
Image caption که روغتیايي ستونزه لرئ نو روژه مه نیسئ او خپل ډاکټر ته غوږ ونیسئ.

د برتانیې د مسلمانانو ټولنه د نړیوالې روغتیایي ټولنو سره له خلکو غوښتنه کوي چې هغه درمل چې باید یې وکاروي د هغو کارول مه هیروئ، لکه د سترګو څاڅکي.

د برتانیې د مسلمانانو ټولنې همدا ډول د روغتیا په هکله ځینې ټکي خپاره کړي چې د روغتون لپاره دي، په دې کې د سترګو څاڅکي، د غوږونو څاڅکي، ستن یا پیچکاري هغه څه دي چې روژه نه ماتوي.

خو د دوا خوړل مو روژه ماتوي، دا باید د روژې له ماتولو وروسته او یا له نیولو مخکې وخوړل شي.

ښاغلی حسن وایي "که تاسې روغتیایي ستونزه لرئ، نو روژه نیولو ته اړتیا نه لرئ. او بیا ښکاره ویل شوي چې باید د ډاکټر مشورې ته غوږ شئ، که درته وایي چې روژه نیولی شئ نو ویې نیسئ، که نه نو مه یې نیسئ."

آیا تاسې په هر حالت کې باید روژه ونیسئ؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لوړ عمر خاوندان په هغو خلکو کې راځي چې روژه نیولو ته نه دي اړ.

په اسلام کې روژه یوازې په هغو فرض ده چې له روغتیاي پلوه روغ وي، یوه ځانګړي عمر ته رسېدلي وي.

په دې مانا چې ماشومان، ذهني او فزیکي ناروغان، بوډاګان، مساپر، میندواره او تی ورکوونکې ښځې روژې نیولو ته نه دي اړ.

د هغو بالغو کسانو لپاره چې نشي کولی روژه ونیسي نورې لارې چارې شته چې ځان روحانیت او معنویت ته نژدې کړي.

ښاغلی حسن وایي "د هغوی لپاره چې لنډ مهاله روغتیايي ستونزه لري کولی شي له رغېدو وروسته په ځانګړو ورځو کې بېرته روژه ونیسي."

ښاغلی حسن همدارنګه زیاتوي "خو که روغتیايي ستونزه اوږدمهاله وي نو دوی باید فدیه ورکړي، چې د هرې ورځې پر سر حسابېږي او تاسې یوې بې وزله کورنۍ ته خواړه ورکولی شئ، په انګلستان کې به دغه پیسې د درېو او څلورو پونډو تر منځ وي."

ورته مطالب