پښتونخوا کالم: په پېښور کې پرهر مه جوړوه

Image caption په پاکستان کې د هنرمندانو حکومتي درملنه هم له سیاست سره تړاو لري او د صوبو له خپلواکۍ سره تړلې وي.

چې په پېښور کې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه ډېر زیات شول نو شاعرانو ساندې ولیکلې او هنرمندانو د دغو صحنو شعرونو ته د دردېدلي موسیقۍ د ساز او آواز سوز ورکړ.

د پېښور د موسیقۍ مینه والو به د پېښور دا سانده اورېدلي وي !!

په ېیښور کې پرهر مه جوړوه

لا د کابل پرهر ورغلی نه دی

د کابل او پېښور د پرهر دا سانده د ملاکنډ د خوږ ژبي شاعر فضل سبحان عابد لیکلې ده. د دې ساندې نه یې وړاندې د پېښور د رنګونو دا سندره د هر چا په خوله وه !!!

خو پېښور خو پېښور دی کنه

د پېښور د رنګونو نه واخله د پیښور او کابل د پرهرونو پورې د فضل سبحان عابد دا احساس په ځان کې ډېر څه لري. شاعران سندرې لیکي، هنرمندان سندرې وايي، خلک د دوی مینه وال وي، چې حکومتي چارواکو ته د شاعرانو او هنرمندانو ضرورت پېښ شي، هغوی رایاد شي، خو له دې پرته د دوی د ژوند ژواک څخه نه مینه وال خبر وي او نه حکومتي چارواکي ترې ځان خبروي !!!

نن زه د پېښور د رنګونو شاعر، د پېښور او د کابل د پرهرونو شاعر فضل سبحان عابد یادوم !!

ښاغلي شاعر ته د تور زېړي (هېپټاېټس سي) مرض لګېدلی دی.

له دې وړاندې، نوموتی کامیډي هنرمند مراد چې په (ګلبالي) مشهور و، د همدې مرض سره په ناتوانه وجود مبارزه کې ماته وخوړه او په حق ورسېدو. پېژندل شوی سندرغاړی او د غزل بادشاه خیال محمد او د پښتو فوک سندرو روح معشوق سلطان په لوی پېښور کې بې درملنې پراته دي. د فضل سبحان عابد لپاره اوس شاعران ملګري د حکومتي چارواکو پام راګرځوي او د حکومت له خوا د هغه د درملنې غوښتنه کوي. د پښتو د شاعرانو او هنرمندانو لپاره د حکومتي چارواکو نه دا غوښتنه ولی وکړای شوه؟؟

د کلتور او ثقافت وزارت شته، د پېښور د ادبیاتو څانګه موجوده ده، د شاعرانو او هنرمندانو د درملنې لپاره حکومتي بودیجه شته، د مرستې غوښتنلیکونه دغو لویو مېزونو ته رسېدلي دي او د مشر وزیر او ګورنر سره ځانګړې بودیجې هم شته خو حکومت چونګ له خرواره ورکوي. دوه میاشتې وړاندې په یوې دستوره کې د پښتونخوا مشر وزیر د خیال محمد او معشوق سلطان د درملنې لپاره یوازې د لس زره روپیو اعلان وکړ.

په دې هکله که موږ د پښتو د هر یو شاعر او هنرمند ژوند او هنر ته فکر وکړو نو د دوی ټولو شا ته یو اوږد ادبي او هنري سفر پروت دی خو له بده مرغه دلته هنر قومي ورثه نه بلکې سیاسي او حکومتي میراث ګڼل کېږي. هنر د دغو ټولو قبضه ګریو نه ازاد وي. هنر د چا د سیاست او یا د حکومت استازیتوب نه کوي بلکې د قوم امانتونه او پیژندګلوۍ لري.

په پاکستان کې حکومتي درملنه هم له سیاست سره تړاو لري او د صوبو له خپلواکۍ سره تړلی وي لکه پنجاب ته چې درې نورې صوبې ورته مشر ورور وايي، که څوک ئې مشر ورور ګڼي او که نه خو هغه ځانته مشر ورور وايي. د مشر او کشر په برخه کې فرق نه شته خو د پنجاب د ترهه ګرۍ د شهید او زخمي حکومتي بېعه له نورو صوبو نه جګه ده.

د شاعرانو، ادیبانو او هنرمندانو د درملنې او د مرستو د بوديجو بڼه هم توپیر لري. چې پښتونخوا ته راشو نو دلته خو داسی حالت لیدل کېږي چې ګواکې د پښتو ادب او کلتور سره د دوی هیڅ تړاو نه شته. ادارې شته بوديجه شته خو په حکومت کې دوه شراکتیان دي، یو جماعت اسلامي یا اسلامي ګوند او بل د تحریک انصاف ګوند !!!

اسلامي ګوند د پښتو کلتور سره تر لرې لرې پورې څه رګ ریښه او تړاو نه لري. هغوی وایي چې دوی به له پېښور نه د ګلونو ښار جوړوي، ګلونه به کښېنوي، د کجورو بوټي به لګوي خو کلتور پر مخ رنګونه نه شيندي ځکه چې د دوی په اند دا بې حیايي ده. هغوی ته په کجوره کې هم ثواب ښکاري.

د تحریک انصاف ګوند په خپلو غونډو کې موسیقي غږوي خو کلتور يې اردو ژبی دی. پښتو ورله په سر کې ډز کړی دی !!

په داسې حالاتو کې به د پښتو د یو شاعر فضل سبحان عابد د حکومتي درملنې غوښتنه څه وي !! ؟؟؟

دا هاغه شاعر دی چي د مخ په خام خط پېښور ته د قلم د مزدورۍ لپاره راغی، په خپلو هنري ګوتو یې د وحدت ورځپاڼې د صفحو لپاره د لیکنې غوندې ګران هنر هم پر مخ وړلو او د پېښور د رنګونو شاعري یې هم کوله.

غم جانان او غم روزګار دواړه یې پالل!!

د شپې تر ناوخته پورې به یې لیکنه کوله او سپینې ګوتې به یې په سیاهۍ تورولې !!

په تخت یې ناسته هم کوله او شوګیر او خوب یې هم کاوه !!

دا هاغه تخت و چې لیکوالان پرې لکه د باچایانو ناست وو خو چې د کمپیوټر دنیا راغله نو لیکوالان بې روزګاره شول، تخت نسکور شو او د قلم او سیاهۍ قیصه خلاصه شوه.

فضل سبحان عابد د مزدورۍ لپاره دوبۍ ته ولاړ. په غم روزګار کې یې غم جانان د وطن ارمان شو. له وطنه لرې یې د پېښور رنګونه وستایل او بیا یې د پېښور او د کابل پرهرونو له د شعر ژبه ورکړه، کتابونه یې چاپ شول او هنرمندانو په مینه مینه ولوستل!!

خپور شو، شور شو او دومره ډیر او دومره ژر ژر خپور شو چی وخت او حالاتو د نظره کړ.

هغه چې ټول عمر یې نورو ته د شعر سپیلني لوګي کول اوس خپله نظر ماتولو ته اړتیا لري.

هغه چې پښتونخوا، کابل او ټول پښتون افغان ته يې د مینې او سولې ترانې او پرهرونو له ټکورونه لیکل، اوس پخپله د تور زیړي نه امان غواړي، درد له ټکور غواړي.

ورته مطالب