پاکستان کې تښتول شوی پخوانی افغان چارواکی خوشې شو

Image caption ښاغلی وحیدي د فبرورۍ میاشتې په ۱۲ نیټه په اسلام آباد کې له یوه مارکیټه تښتول شوی و.

پاکستان کې د تښتوونکو له بنده د کونړ او هرات پخواني راخوشي شوي والي سید فضل الله وحیدي بي بي سي ته ویلي، په بند کې 'نا انساني' رویه ورسره شوې، خو وايي چې د پولیسو د عملیاتو په پایله کې خوشی شوی دی.

له ښاغلي وحیدي سره، چې لاهم پاکستان کې دی، زموږ همکار حفیظ الله معروف تیلېفوني مرکه کړې ده.

ښاغلي وحیدي وویل، اسلام آباد ته د انګلستان د وېزې ترلاسه کولو لپاره تللی و.

دی وايي: ''په قانوني توګه د اسلام آباد په یوه مېلمستون کې اوسېدم، درې څلور ورځې چې تېرې شوې، بازار ته ووتم، مازدیګر مهال په یوه ډاټسن کې وسله وال کسان راغلل او راته ویې ویل چې جګ شه، ما ممانعت وکړ، خو دوی تر لاس ونیم او په زور یې موټر ته پورته کړم'' .

نوموړی وايي ''له یوه ساعت مزل وروسته یې یوه ځای ته بوتلم، بیا یې له هغه ځایه بل ځای ته په موټر کې بوتلم چې تقریباً له څلوېښت دقیقو سفر وروسته یې یوه ځای ته بوتلم، هلته څو ورځې وساتل شوم''.

دی وايي، د بند پرمهال دوو کسانو ترې پوښتل چې کونړ کې دې هم کار کړی او هرات کې هم والي پاتې شوی یې، خو له ما نه یې کومه خاصه پوښتنه ونه کړه، خو وايي له ده سره یې ''نا انساني'' رویه کوله.

خو نوموړي ونه ویل، چې څرنګه نا انساني رویه یې ورسره کړې ده.

وحیدي وايي، د خوشي کېدو پرمهال له تښتوونکو سره د پولیسو نښته هم وشوه، چې یو تښتوونکی هم پکې ټپي شو، دی وايي په پای کې پوی شو چې د خیبر پښتونخوا مردان کې بندي و.

وړاندې، د ښاغلي وحیدي د کورنۍ غړو ویلي وو چې نوموړی تېره شپه په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارواکو ته سپارل شوی دی.

ښاغلی وحیدي په اسلام آباد کې له یوه مارکیټه د ناڅرګندو کسانو له خوا د فبرورۍ په دولسمه نیټه تښتول شوی و.

په پاکستان کې د ښاغلي وحیدي زوم او د ولسي جرګې استازي سید اکرام د ښاغلي وحیدي د خوشي کېدو په اړه ویلي چې د ښاغلي وحیدي د خوشي کولو لپاره کومه معامله نه ده شوې.

د یادونې ده چې افغان حکومت له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د سید فضل الله وحیدي د پیدا کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

همدا ډول د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښاغلي وحيدي پر اختطاف اندېښنه څرګنده کړې وه او له پاکستانه يې غوښتي وو چې د نوموړي په خوشي کولو کې پوره هڅه وکړي.

ښاغلي کرزي همدا راز د بريتانيا پر حکومت غږ کړی و چې افغانانو ته په افغانستان کې دننه په خپل سفارت کې د ويزې ورکړې اسانتياوې برابرې کړي چې افغانان د بريتانيا ويزې اخيستلو لپاره پاکستان ته په تلو اړ نه شي.

وړاندې هم په پاکستان کې د اډول پېښې رامنځ ته شوې دي، پاکستان کې پخوانی افغان سفير عبدالخالق فراهي د ۲۰۰۸ کال سپټمبر مياشت کې تښتول شوی و، چې بيا دوه کاله وروسته خوشي شو.

ورته مطالب