تاريخپوه ډاکټر محمد حسن کاکړ؛ د اکاډېميک پښت په سرلارو کې

د انځور حقوق KF
Image caption د پوهاند کاکړ په کتابونو، لیکنو، بانډارونو او خاطرو اوږدې لیکنې کېږي، خو د اوس لپاره همدومره.

پوهاند کاکړ مې له ډېرې اوږدې مودې را په دېخوا له نژدې پېژانده. هغه مهال چې د وروستي ځل لپاره لندن ته راغی، ما سره نژدې دوه اوونۍ تېرې کړې چې له علمي او ارزښتناکو، خو خوږو او مینه ناکو خاطرو ډکې وې.

کله چې دی مخ په امريکا روانېده نو راته ویې ويل چې خداي دې وکړي دا مو وروستۍ ليدنه نه وي! له بده مرغه همدا زموږ وروستي ليدنه وه.

له دې لنډې يادونې نه مې موخه دا وه چې پوهاند کاکړ يو مينه ناک، ډېر خوږ او يو خوشاله انسان و چې زه به د ده خوږې خاطرې ټول عمر هېرې نه کړم.

ښايي پوهاند کاکړ د اکاډېميک پښت له لومړنيو کسانو څخه وي. اکاډېمیک پښت د هغو افغانانو ډله وه چې په افغانستان کې یې د پوهنتوني زده کړو بهیر سره ګډې زده کړې پیل کړې. هغه شمېر ځوانانو چې په هغه وخت کې پوهنتوني زده کړې وکړې او ځینې بیا د پي ایچ ډي ترکچې پورې ورسېدل، په دې لړ کې يو هم کاکړ صاحب و.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند محمد حسن کاکړ ومړ

افغان لیکوال اکرم عثمان ومړ

افغان لیکوال محمد اسمعیل اکبر ومړ

کله چې په کال ۱۹۳۲ د کابل پوهنتون پرانیستل شو، لومړی یې د طب پوهنځی او ورپسې بيا په ۱۹۴۴ کال د ادبياتو پوهنځی او په ۱۹۵۱ کال د تاريخ او جغرافیې څانګه جوړه شوه. ښاغلی کاکړ په ۱۹۵۳ کال په همدغه پوهنځي کې شامل شو.

استاد کاکړ که يو ښه استاد و، يو ښه ليکوال هم و. ده په لسګونه کتابونه کښلي دي او په سلګونه څېړنيزې ليکنې یې په ډله یيزو رسنيو کې خپرې شوې دي.

هغه مهال چې ما د شملې مهالنۍ دلته له لندنه خپروله ومې پتېله چې د استاد د لنډ ژوندليک په تړاو يوه ليکنه وکړم، نو بيا مې د ټېلیفون په کرښه ترې وپوښتل چې د خپلې لومړنۍ ليکنې په اړه راته معلومات راکړي چې کله او په کومه خپرونه کې خپره شوې ده؟

پوهاند کاکړ راته ووېل "ډېرې مقالې مې د وخت په ډله ييزو رسنيو او خپرونو کې خپرې شوې دي، خو په خواشینۍ چې رانه ورکې دي. خو زه لا د پوهنتون محصل وم چې له يوه انګرېزي کتابه مې د بريتانيا د سياسي تګلارې په نوم يوه ليکنه وژباړله. له همدې بابته مې د ابن سينا جايزه وګټله."

دا د کاکړ صاحب لومړۍ ژباړه وه ولې وروستۍ نه وه. له دې وروسته یې نورې لیکنې هم له انګليسي پښتو ژبې ته راړولي دي چې موږ د الفسټن (د کابل سلطنت بيان) د بېلګې په توګه يادولی شو.

همدارنګه پوهاند کاکړ د افغانستان سياسي او دېپلوماتيک تاريخ په انګليسي ژبه کښلی دی چې ډېر ګټور مطالب يې په کې ځای کړي دي.

پوهاند کاکړ په دريو ژبو، پښتو، پارسي او انګليسي، څېړنيزې ليکنې کړې دي، چې هره يوه ليکنه يې د تاريخ مينه والو او د پوهنتون محصلينوته اکاډېميک ارزښت لري.

د انځور حقوق KF
Image caption د کابل سلطنت بيان: د دې کتاب مؤلف الفسټن دی چې په دوه ټوکو کې کاږل شوی دی. په زړه پورې خبره خودا ده چې دغه کتاب ديوه تاريخپوه له خوا ژباړل شوی دی.

تر اوسه چې د پوهاند صاحب کوم اثار اوکتابونه چاپ شوي دي او ما له پامه تېر کړي دي، ګڼ شمېر يې د افغانستان معاصر تاريخ پورې اړه لري. زه يې يوازې يولنډ جاج اخلم:

  • د کابل سلطنت بيان: د دې کتاب مؤلف الفسټن دی چې په دوه ټوکو کې کاږل شوی دی. په زړه پورې خبره خو دا ده چې دغه کتاب ديوه تاريخپوه له خوا ژباړل شوی دی. له يوې خوا خو په خوږه اومعياري پښتو ژبه ژباړل شوی دی اوله بلې خوا پوهاند کاکړ د ليکوال تېروتنې د کتاب په لمنليک کې کره کړي دي.

الفسټن د سفرنامې په بڼه ډېرو تاريخي پېښو ته ګوته نيولې ده. له ده نه د مخه کروشنسکي، جارج فوسټر، ډورن او يو شمېر نورو هم ليکنې کړې دي، خو د الفسټن کتاب د يوه کلاسيک اثر په څېر تل د هندوکش د غره په شان دروند درېدلی دی. ده د افغانستان جغرافيوي جوړښت، ټولنيز ارزښتونه د افغانستان طبعي او سياسي وېش، په هېواد کې مېشت قومونه، د پښتنو د نسب شجره، د پښتنو پښې او څانګې، ټولنيز دودونه، ژبه او ادب، مېلمه پالنه، سوداګريزې چارې، د افغانستان دوديزه کرهڼه د دې کتاب مهم توکي کړي دي.

  • طالبان اواسلامي بنسټ پالنه: دا د پوهاند کاکړ يو بل ګټور اثر دی، چې د سفرنامې په بڼه کښل شوی دی، خو منځپانګه يې د وخت تاريخي پېښو ته ځانګړې شوې ده. د دې کتاب يوه ستره ښېګڼه په دې کې ده، چې د اسلامي بنسټ پالنې هغه تاريخي بهير چې له کوم وخت نه په نړۍ کې منځ ته راغلی ،بيا تراوسه پورې یې بېلا بېل پېرونه وهلي دي ،په ګڼو لا سوندونوسره يې، په دغه ليکنه کې راخیستی.
  • د افغانستان سياسي او ديپلوماتيک تاريخ: دا د پوهاند صاحب يو بل ارزښناک اثر دی، چې د خپلې مسلکي پوهې له مخې په يوه اکاډيميک مېتود کښلی دی. دغه کتاب د ښاغلي کاکړ درېيم تاريخي اثر دی، چې په انګليسي ژبه يې A political and Diplomatic History of Afghanistan ليکلی دی. په دغه کتاب کې له ۱۸۶۳ نه تر۱۹۰۱ کال پورې يو شمېر مهمې تاريخي پېښې په دېپلوماتيکه بڼه ليکلې شوي دي.

دغه کتاب دوه برخې لري او په دولس څپرکو کې بشپړ شوی دی. پيل يې د امير شېر علي خان له واکمنۍ شوی دی او د امير هغو دېپلوماتيکو هڅو ته اشاره شوې ده چې له پارس او عثماني ترکیې سره يې اړيکې ټينګې کړې وې. پوهاند کاکړ کوښښ کړی چې د پېښو دواړه غاړې وسپړي، يعنې د واکمنو ښېګڼې او بدګڼې د تاريخ په رڼا کې لوستونکو ته په ګوته کړي.

  • امير عبد الرحمن خان: د پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په انګليسي ژبه کښل شوی بل ګټور اثر د امير عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې حکومت او ټولنه نومېږي. د دغه کتاب غوښنه برخه دغو ټکو ته ځانګړې شوې ده: د افغانستان مرکزي حکومت، په افغانستان کې سيمه ييزه واکمنۍ، د افغانستان ماليتي سستم، د افغانستان پوځ، ټولنيز او اقتصادي جوړښت او د کتاب له دغې منځپانګې وروسته، د کتاب پايله ضميمه، اخذ ليک، د پېښو لنډيز، د يوش مېر مهمو تاريخي کړنو پېژندنه او د کتاب ليکونه.
  • افغانستان: دا د کاکړ صاحب يوبل کتاب دی چې د افغانستان وروستيو لسيزو ته ځانګړی شوی دی. په دې اثر کې د شوروي اتحاد د خونړي بريد په تړاو يوه مستنده څېړنه ترسره شوې ده، چې تر اوسه هېچا داسې تاريخي ليکنه، چې په تاريخي مېتود برابره وي په دې جراءت نه ده کړې. که څه هم د کتاب منځپانګه د افغانستان وروستيو خونړييو پېښو په تړاو ده، ولې د کتاب په پېژندګلوۍ کې، د ګڼو توکمونو او د دېرشو په شاوخوا کې بېلابېلو ژبو د ګړېدونکو او بيا د ژبپوهنې په رڼا کې په ځانګړي ډول د څلورو مهمو ګروپونو (هندواريايي، تورکي منګوليايي، سامي چې عرب يهود، فنقيان او اسوريان دي او دراويدي) يادونه شوې ده.
  • افغان، افغانستان: د پوهاند کاکړ د دغه کتاب لومړی څپرکی د افغانستان لرغوني تاريخ ته ځانګړی شوی دی. په دې اثر کې نه يوازې د کورنيو تاريخپوهانو ليکنو او اندونو ته تم شوی دی، بلکې د بهرنيو څېړونکو لاسوندونو نه يې هم د خپل تاريخي اثر د لاباور لپاره استفاده کړې ده.

له دې سربېره د پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ نور خپاره شوي اثار، چې د افغانستان يوه معنوي شتمنۍ ده، د تاريخ مينه والو په تېره د تاريخ زده کونکو ته زيات ارزښت لري خپاره شوي دي، چې موږ د ثور کودتا، د سرطان کودتا، زما غوره ليکنې، د افغان او انګليس دويمه جګړه، ډيورنډ، د هېواد د نامتو تاريخپوه نور اثار دي، چې د بېلګې په توګه مو يادونه وکړه.

زه خبر یم چې پوهاند کاکړ د خپلو کلونو کلونو مطالعې نه او همدا راز د وروستیو کلونو د سفرونو، تجربو او لیدنو کتنو نه هم غوښن ناخپاره شوي یادښتونه لري چې مینه والو او زده کړیالانو ته به د ډېر ارزښت وړ وي او هیله ده چې د چاپ په ګاڼه و پسولل شي.

د انځور حقوق KF
Image caption پوهاند کاکړ د افغانستان سياسي اودېپلوماتيک تاريخ په انګليسي ژبه کښلی دی چې ډېر ګټور مطالب يې په کې ځای کړي دي.

په پاې کې ويلی شم، چې د پوهاند کاکړ مړينه زموږ لپاره يوه لويه غميزه ده.

دی د پوهې او علم سمندر و، ما سره به د ده هغه خاطرې تلپاتې وي، چې له نن نه يوه لسيزه وړاندې دلته په لندن کې له ما سره مېلمه و. شپه او ورځ مو غورې وکړې، تاريخونه مو سره وڅپړل، کتابونه او لاسوندونه مو سره ښکته پورته کړل، روايتونه ، کيسې او انګېرنې مو سره خوله په خوله کړې، په تاريخي سکالو سره کله سلا او کله ناسلا شوو. له دغه بانډاره وروسته کله ناکله مو د تېليفون په ليکه يو د بل احوال اخیسته.

زه تل له خپلو دوستانو سره د ده څو خاطرې يادوم.

په ځانګړي ډول یوه ورځ چې دلته د افغانانو یو محفل ته لاړو. کله چې ټنګ ټکور او بیا د اتڼ نغمې پیل شوې زموږ د مېز یوه ملګري ښاغلي سپين تڼي اتڼ ته د پورته کېدو نیت وکړ او له پوهاند کاکړ يې اجازه وغوښته. استاد ورته وويل: هو ما وليدې چې د ډول غږ په اورېدو دې په اوږو کې خارښت ولګېد.

د پوهاند کاکړ په کتابونو، لیکنو، بانډارونو او خاطرو اوږدې لیکنې کېږي، خو د اوس لپاره همدومره.

اړونده مطالب

ورته مطالب