شعرستان او نوې خبرې

د انځور حقوق FB

پروسږ کال مې له ومان نیازي سره په ازادۍ راډیو کې مرکه وه. یوه پوښتنه یې دا وه چې ډېر لوستونکي اوس په نوي شعر سر نه خلاصوي؟

دغه پوښتنه مې له یو څو نورو هم تر غوږ شوې ده.

ما ومان صاحب ته هم هلته وویل، چې موږ نوی شعر لیکو خو نوی شعر نه څېړو او نه مو یې هم په پېژندنه کې چندان خولې توې کړې.

تر اوسه پورې د ښوونځي له کتابه نیولې بیا د ادبیاتو تر فاکولتې عموماً هم هغه د پیړیو پخوانۍ تعریف د شعر دی.

زه دقیق نه شم ویلی چې زموږ شعر کې بدلونونه له کومې خوا راغلي، خو دا ویلی شم چې اوسنی پښتو شعر د ۱۰۰ کاله مخکې پښتو شعر سره جوت توپېرونه لري.

که دغه اوسنۍ شعر د هم هغې پخوانۍ کره کتنې په تله وتلو، داسې به وي لکه اتلس کلنو ته چې د دوه کلنو کوچنیانو بوټونه ور په پښو کوو، نو په دې حساب موږ د کره کتنې نوي لیدلوريو ته اړتیا لرو.

د انځور حقوق FB
Image caption شعرستان نوې خبرې لري، هغوی چې غواړي ښه شعر وپیژني، له ښو شعرونو خوند واخلي، او یا ښه شعر ولیکي نو نه دې ترې تېریږي.

زه چې څومره ادبي غونډو ته تللې یم، یا مې ځینې ادبي بحثونه په رسنیو څارلي دي، داسې څه مې نه دي په کې تر سترګو شوي چې هم د اوسني شعر په تن جوړ وي او هم دې منظم او راټول وي.

خو دغه ښیګڼې په شعرستان کې موندل کېږي او څه نا څه د اوسنیو شاعرانو او لوستونکو تر منځ د خبرو د رسېدو واټن را کموي.

شعرستان

دا کتاب سږ چاپ شوی، تقریبا شپږ سوه مخه دی. لیکوال یې ډاکټر احسان الله درمل دی. دی به پخوا د مېرمن بهیر غونډو ته راتللو او د شعر په تخنیکي جوړښت به یې موږ ته لکچر راکاوه. هغه وخت ۲۰۱۳م کال و.

ده د همدې کتاب په یاداښت کې هم لیکلي چې دا کتاب یې د هم هغو لیکچرونو چاڼ دی چې په همدا ډول بهیرونو کې یې وړاندې کړي.

ډاکټر درمل په اوسني شعر غږیږي، هغه هڅه کوي د نقد زاړه تعریفونه هم د نوي شعر په اندازه جوړ کړي. مثلا موسیقي یو له هغو بدلونونه ده چې په ننیو شعرونو کې یې بڼه بدله شوې ده.

د قافیې او ردیف ستونزه

ما چې په ۲۰۱۴ کې لومړی وار سپین شعر ولیکه له ډېرو مې واوریدل چې دا یو نثر دی نه شعر ځکه چې دوی به ویل وزن نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شعرستان کې لیکل شوي چې که څه هم د خپلو سیمو د لهجو او کلیمو کارول د شاعرانو سره مرسته کوي خپلې خبرې ډاډه وکړي، او زه فکر کوم په پښتو ژبه کې د معادلو کلیمو لړۍ هم پیاوړې کوي

خو چې کله به مې دوی وپوښتل وزن لکه څرنګ یو څه؟

ځواب به دا و چې، سیلابونه باید په حساب وي، قافیه او ردیف باید وپالل شي او ځینې نور خبرې.

اوو خدایه! نو زما غوندې له سینې تنګې ته څومره دا سخته وه چې دا ټول حدود دي په شعر کې ومنلی شم.

زه دې سره له دې ټولو محدویتونو د زړه خبره ورسولی شم. خو خیر طبعا زړه کې خپه کیدم چې وس نه لرم د شعر یو مهم اصل وپالم.

د دوي په ګومان زما شعر د سیلابونو ستونزه لرله، قایفه او ردیف په ذره بین نه په کې موندل کیدل، نو یو لوی عیب و.

خو شعرستان راته وویل چې د پښتو شعر موسیقي یوازې په سیلاب او قایفه نه ده، بلکې له ځینو نورو مسلو لکه داخلي ریدم خج پوري تړلې ده. مثلا د شعرستان په ۴۱۰ مخکې راځي:

که له خوشال سره یو څو کاله کیني

له خوشال سره که کیني یو څو کاله

د شعر د مبتدي لوستونکي به هم په دې پوهیږي چې د اولې جملې په پرتله په دویمه کې د موسیقي موزونیت ډېر دی؛ دا دواړې جملې د کلیماتو د شمېر او سېلابونو له مخې له یوې بلې سره هېڅ توپیر نه لري.

خو د لی او آهنګ له مخې اوله جمله نثري ده او دویمه د خوشال خټک مشهوره مسره ده.

موږ اورېدلي او لوستلي دي چې پښتو شاعري د سېلابونو د شمېر له مخې موزونه کېږي؛ یانې که دوې مسرې مساوي سېلابونه ولري، نو هم وزنه دي؛ خو شعرستان نوې خبرې لري، هغوی چې غواړي ښه شعر وپیژني، له ښو شعرونو خوند واخلي او یا ښه شعر ولیکي نه دې ترې تېریږي.ورو چې دا خبره په پورتنیو دوو جملو کې صدق نه کوي.

لهجې او سیمه ییز ټکي

خج یانې د کلیمې په کومه برخه سترس یا بوج راولو، شعرستان یې د پښتو موسیقي تللو ته د تلې یوه خوا بولي. دا زما خپله تجربه ده چې اکثر په شعر کې لرم.

مثلا په ځینو شعرونو کې د 'زموږ ' کلیمه دوه سیلابه لولم یا یې زور په 'ز ' راولم، خو په بل کې یو سیلابه او په یوه ساه لولم. که څه هم ځینو دوستانو راته ویلي و چې دا ښايي زما د لهجې دلیل وي خو شعرستان دا نه وايي.

د انځور حقوق FB
Image caption یوه ملګرې مې یو نیم وخت ټوکه کوي، وايي که د پښتنو په لیکنه نیوکه وکړې، نو تیار یې څټک په لاس کې وي، بېرته دې په سر وهي.

طبعا په لهجو او سیمه ییزو کلیمو یې هم بحث کړی دی.

شعرستان کې لیکل شوي چې که څه هم د خپلو سیمو د لهجو او کلیمو کارول له شاعرانو سره مرسته کوي خپلې خبرې ډاډه وکړي او زه فکر کوم په پښتو ژبه کې د معادلو کلیمو لړۍ هم پیاوړې کوي، خو د شعرستان لیکوال وايي چې یوه کلیمه چې په یوه سیمه کې ډېر اغیز لري په بله کې یې نه لري.

دی لیکي چې په پېښور کې یې له ډېرو اوریدلي چې د 'هېندارې ' له کلیمې هغومره خوند نه اخلي لکه د ' اینې '.

زما په نظر په نویو شعرونو د لوستونکو د نه پوهېدو یو بل دلیل د سیمه يیزو کلیمو او لهجو کارول دي.

په شعر د کلیمو اغیز

زه چې استاد صدیق پسرلی لولم یو ډول پښتو مې سترګو ته درېږي، چې د اناهیتا روهي شعرونه لولم بل ډول، بیا د مفتون پښتو بیخي راته بېله وي، همداسې پروین ملال در واخلئ.

کلیمې په ادبیاتو کې هغومره مهمې دي لکه د موسیقي په یوه اله کې چې تارونه دي.

فرض وکړئ که یو رباب څلور تارونه لري او هغه موزن او ځانګړی غږ په همدې څلورو تارونه راوځي که دا څلور پنځه کړو غږ به بدل شي شاید هېڅ خوندور نه وي یا هم شاید وي، خو موږ د رباب له اصلي غږه لیرې کوي.

کلیمې په شعر کې همداسې رول لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه شپږ سوه مخه کتاب کې ښځینه شاعري هېره شوې ده.

خپله ما له ډاکټر درمل اوریدلي و چې یوه کلیمه هغه وخت شاعرانه کېږي چې پر ځای وکارول شي. دا د کلیمو دقیق او پر ځای کارول شاید د اوسني شعر یو له مهمو غوښتنو وي.

پخوا یا هم اوس په ډېرو موزونو شعرونو کې ځینې کلیمې شاید ډولي را نه شي خو د یوې اړتیا له مخې ښايي دا اړتیا قافیه یا د سیلاب او بل څه حساب وي کاریدلې.

خو خپله د دې کتاب د لیکوال په وینا لوی شاعر پوهېږي د کومې کلیمې ځای کوم دی؟

په لومړی وار ماته اجمل پسرلي وویل چې کلیمې څومره په شعر اغیز لرلی شي.

زه چې څومره اوسني شاعران یا شاعرانې لولم له کلیمو سره بېباکه دي. ځکه چې چا یې په ارزښت خبرې نه دي ورته کړې.

خو دا کلیمې دي چې تصویر جوړوي او تصویر په یوه سمبول بدلیدلی شي ان خپله یوه کلیمه یو سمبول کېدلی شي، چې د شعرستان د لیکوال په باور سمبول د هنر اوج دی.

ما ډېرې داسې لیکنې لوستې چې یو کس به مړ کېږي، خو په دې لیکنه کې به لمر راخیږي. یا به د شاعرې، یا شاعر زړه خوښ وي خو دوی به اسمان کې وریځ ویني.

شعرستان د شعر په دې برخه ګټور بحث کړی. ډاډه یم که یې دا ‌ډول خلک ولولي همدا ستونزه به لږ راکمه شي.

نیوکه

یوه ملګرې مې یو نیم وخت ټوکه کوي، وايي که د پښتنو په لیکنه نیوکه وکړې، نو تیار یې څټک په لاس کې وي، بېرته دې په سر وهي.

شاید همدا ویره به وي چې سره له دې چې نه شي کولی هنر سره منفاقت وکړي ډېر کله په ځینو کمزورو لیکنو هسې تېریږي او څه نه پرې وایي.

زما د دې ملګرې په وینا که دلته د چا په لیکنه نیوکه وکړې شخصي یې اخلي. خو د شعرستان لیکوال په دې برخه کې په ظرافت مخته تللی.

دی چې کله یو پیاوړی بل کمزوری شعر په یوه برخه کې پرتله کوي نو دواړه بیتونه یې د یوه شاعر را اخیستي وي.

دغه ظرافت زما د ملګرې غوندې خلکو ته چې خبره نه شي پټولی او هم باید د خلکو له زړونو سره پام وکړي مرسته کولی شي چې خپله خبره ورسروي.

زما په نظر یو ډېر ښه اخلاقي کار هم دی چې کره کتنونکي یې باید ولري. نه به سېخ وسوځي نه کباب.

نو زه باید ملګرې ته مې ووایم چې که په دغه ډول نور کره کتوونکي هم چلند وکړي پښتانه به څټګ څنګ ته کړي. په شعرستان کې په سمبول بحث نوی و. ما پخوا په دې اړه پښتو کې ډېر څه نه و لوستي.

د اسطورو بحث هم هغومره خوږ و لکه کوچنیوالي کې د ښاپېریو کیسې. خو د تشبیې، استعارې مجاز بحث نوي‌ څه نه راته لرل. فکر مې وکړ لیکوال هسې خبره اوږدوي او پاڼې توروي.

عاطفه

په عین حال کې مې په شعر کې د فکر له بحثه خوند واخیست. د فکر مسله ظاهرا ځینې ګومان کوي په شعر کې مهمه نه ده.

خو که ما څوک وپوښتي چې د شعر مهم اړخونه لست کړم لومړي کتار کې به فکر، تصویر او عاطفه وي. او هېر مې نه شي چې کتاب په عاطفي نوې خبرې لري. یو وخت مې په ټویټر کې دا بیت لوستی و.

څومره په غربت کې یې رالوی کړي مور

بس چې را زلمی شي په بم والوځي

دا بیت مې تر اوسه ذهن کې دی. دا نه تصویر لري، نه شبیه نه استعاره خو عجیب اغیز یې کړی.

شاید تر ډېرو نورو هغو شعرونو چې په دې نږدې وختونو کې لوستي، زه نه پوهیدم ولې دې بیت په بیا، بیا ځان را خوږاوه.

خو چې شعرستان مې ولوست پوه شوم چې دا بیت پیاوړې عاطفه لري.

عاطفه تر بل هر څه پرې برلاسې ده ځکه یې نو شاید زما غوندې د ډېرو ذهن کې ځاله موندلې وي. ډېر اوسني شاعرانې، شاعران وینم چې د ټول شعر اکتفا به په یوه تصویر کوي. خو انځور د شعر یو جز دی نه ټول شعر.

شعرستان وايي ځینې شعرونه دي‌ چې هېڅ انځور نه لري خو اغیز یې انځوریزو شعرونو ډېر وي او ممکن هنري هم پرې وي.

د ښځینه شاعري هېرول

د کتاب د لوستو په وخت یو څه چې دا کتاب رانه پردی کاوه، د ښځینه شاعري هېرول و. که څه هم لیکوال د کتاب په پېل کې ویلي چې په کتاب کې راوړې بېلګې یې اکثریت د ده خوښې د شاعرانو هغه بیتونه و چې د ده په یاد و.

خو مهمه وه چې لیکوال تقریبا شپږ سوه مخه کتاب کې ځینو ښځینه وو بېلګو ته پام کړی وای. هغه یو دوه لنډې هم چې را اخیستل شوې هغه دي چې ظاهرا د نارینه لخوا ویل شوې.

ستاینې

خو یو بل څه چې دې کتاب کې زړه راتنګاوه د القابو کارولو و. اجمل پسرلی راته وايي کره کتنه باید یو اثر توضیح کړي نه ستاینه. که څه هم دې کتاب کې ستاینې نه شته خو ځینې القاب ځینو شعرونو ته یا ځینو شاعرانو ته لوری مشخص کاوه.

یا په بل ډول ووایم د یوې لوستونکې په توګه یې له ما دا حق اخیست چې زه هم د هغه شعر یا شاعر په فکر کې ورګډ شم.

لیکوال مخکې له مخکې راته ویل دا چې شعر یا شاعر یانې یا څوک؟

مثلا (دا شهکار شعر). کله چې به د (شهکار) صفت وکارول شو نو زما ذهن مخکې له مخکې منله چې شعر کې نور د فکر حق نه لرم.

خو بلاخره شعرستان نوې خبرې لري، هغوی چې غواړي ښه شعر وپیژني، له ښو شعرونو خوند واخلي، او یا ښه شعر ولیکي نو نه دې ترې تېریږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption فثقث

اړونده مطالب