فیسبوک کې د سیاست تودېدونکی بازار

د انځور حقوق .
Image caption د ولسمشر لومړی مرستیال چې پر خپله خواله رسنۍ یې دا انځور لګولی دی.

افغانستان کې د خواله رسنیو ډیری کارن اوس د روانو حالاتو په اړه سیاسي تبصرې لیکي او د سیاسي مشرانو د لیدو کتو انځورونه خپروي.

اوس افغان سیاستوال هم له ځوانانو سره اوږه په اوږه په ټولنیزو رسنیو کې فعاله ونډه اخلي، دوی د ورځنیو چارو نچوړ په فیس بوک او ټویټر کې خپروي او دا چاره ورته په اوسنیو امنیتي شرایطو کې د غونډو تر جوړیدو اسانه او بې لګښته ښکاري.

اوس په دولتي چوکاټ کې دننه او بهر ټول سیاستوال هڅه کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې مطالب او انځورونه خپاره کړي چې ډیر لاس په لاس شي، دوی په دې کار سره غواړي چې خپلو پلویانو ته فعالیت وښيي او هم له خپلو سیاسي سیالانو شاته پاته نه شي.

* فیسبوک د سوداګریزو اعلانونو خپرول کموي

* د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره فیسبوک پراخ پلان لري

د افغانستان اوسني سیاستوال ترډیره د نويمې لسیزې جهاد زیږنده دي، دوی خپلې سیاسي مبارزې په لومړي سر کې د معلوماتو رسولو له ساده وسیلو لکه د جوماتونو له لوډ سپیکرو او دودیزو غونډو پيل کړې، خو اوس د دریو لسیزو په تیریدو د خبر رسونې پرمختللي وسایل لري، د یوه ځیرک مبایل ټیلفون له لارې که په کور یا دفتر کې وي، خپل پيغام زرګونه کسانو ته لیږدولی شي.

یو شمیر سیاستوال چې کلونه مخکې یې د یوه کس ترخه خبره هم نه شوی زغملی، اوس په خواله رسنیو کې له کلکو نیوکو او ان سپکور سپورو سره مخ کیږي.

د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق چې یو اسلامپال او دودیز سیاستوال او د ټولنیزو شبکو مینه وال دی، وایي، ټولنیزې رسنۍ یوه مجازي دنیا ده، خو په باور یې اغیز یې له حقیقي نړۍ هم ډیر دی.

Image caption د بي بي سي همکار تاج الدین سروش له محمد محقق سره.

ښاغلی محقق وایي، د ټولنیزو رسنیو پراخ او ازاد فعالیت د نیوکو پر وړاندې د ده حوصله او زغم ډېر کړی دی.

" که څه هم افغانستان کې موجوده دیموکراسي معیاري نه ده، خو زما د زغم کچه یې لوړه کړې ده، که پنځلس کاله وړاندې چا کومه ټیټه هسکه خبره راته کړې وی، پرې غوسه کېدم، خو اوس له دغو خبرو سره عادي شوی یم"

د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه مشر عطا محمد نور هم د ټولنیزو رسنیو یو فعال سیاستوال دی.

* د ډارین سامي پښتو او بې موبایله سیلفي

* ټویټر د 'ترهګرۍ اړوند' ۱۲۵ زره اکونټونه بند کړي

ښاغلی نور وایي، که څه هم ټولنیزې رسنۍ ازاده فضا لري او هرڅوک د خپلې خوښې سره سم مطالب پرې خپروي، خو په خبره یې بیا هم د دې رسنیو کارونې ته ترجیح ورکوي.

" د ورځې له خوا ډیر بوخت یم، کله کله د غرمې ډوډۍ پر مهال ټولنیزې رسنۍ ګورم او کاروم یې، خو هره شپه له ویده کیدو مخکې هرو مرو دا رسنۍ کاروم"

که پخوا به چاته په غونډو کې د خبرو نوبت ونه رسید نو داسې به یې انګیرله چې له خپلو سیاسي سیالانو شاته پاته دی، خو د ټولنیزو رسنیو د ځینو کاروونکو په خبره اوس که څوک په فیس بوک او ټویټر کې فعالیت ونه لري، د شاته پاته کیدو اندیښنه ورته پیدا کیږي.

د جامعه باز بنسټ مشره شهرزاد اکبر وایي، اوس سیاستوال هڅه کوي چې په خواله رسنیو کې له ځوانانو د خپلو سرتیرو په ډول کار واخلي.

Image caption شهرزاد وايي، سیاستوالو پخوا که د جبهې لیکو ته وسلوال جذبول اوس یې د خواله رسنیو ته جذبوي.

میرمن شهرزاد وایي، پخوا به خلکو د ځان دفاع ته ساتونکي او سرتیري نیول، خو نن په مجازي نړۍ کې سیاستوال ځانونو ته ځوانان جلبوي، خپلې لیکې پرې پياوړې کوي او د سیالانو پر وړاندې یې کاروي.

په تیره یوه نیمه لسیزه کې د تکنالوجۍ بي ساري پرمختګ افغان ټولنه یو څه بدله کړې ده، ټولنیزو رسنیو ان یو شمیر پخواني دودونه هم اغیزمن کړي دي.

د افغانستان د شاوخوا دیرش میلیونه وګړو په پرتله د انټرنیټ د کارنو شمیر ډیر کم دی، خو ورځ تر بلې یې شمیر مخ په زیاتیدو دی.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وایي، دا مهال د هېواد ۲ اعشاریه ۷ میلیونه وګړي انټرنیټ کاروي چې له دې ډلې نږدې دوه میلیونه یې له ټولنیزو رسنیو کار اخلي.