ډب ادب نه دی

ماشومان د انځور حقوق Getty Images

که یو څوک د پلار، مور مخته خبرې نه شي کولای، د یو مشر، مشرې د نظر ردولو جرات نه لري۰دغه کس ته شاید موږ د با ادبه ، باحیا او داسې نور صفات وکاروو۰

خو ایا د خبرو کولو جرات نه درلودل او له یو چا ډاریدل اخلاقي عمل دی؟

د ښځې کور کوم يو دی؟

یو اړخیز ارزښتونه

نورو ته احترام کول اخلاقي عمل دی، حال دا چې بې جراتي او ډاریدل اخلاقي کمزوري ده۰

موږ معمولاً فکر کوو چې خشونت د سمې روزنې وسیله ده۰ زموږ پخوانو متل کړی دی چې چېرته ډب، هلته ادب.

معمولاً هغه پلارونه او مېندې په افتخار یادوو چې اولادونه یې له اشارو هم ډاریږي۰

دلته دوه سواله مطرح کیږي۰

اول دا چې موږ ولې له خشونته کار اخلو؟

د انځور حقوق Getty Images

دویم دا چې ایا خشونت د سمې تربیې وسیله ده ؟

اول سوال به د کومې بلې لیکنې لپاره ښه موضوع وي خو دلته به پر دویم سوال خبرې وکړو۰

د تېر کال کیسه ده:

د مکتب په اداره کې ناسته وم. د یو زده کونکي کاکا راغی۰سر معلمې ورته د وراره شکایت شروع کړ چې بې نظمه دی، نورو ته مزاحمت کوي، درس نه وایي.

سړي وویل:

'ادارې ته یې راوغواړئ چې دا خبرې واوري او بیا منکر نه شي '

معلمې هلک راوباله.

هلک همدا چې کاکا ولید لاسونه یې له جیبه راویستل، یخن قاق یې سم کړ،عاجز ودرید۰

کاکا یې وویل:

د انځور حقوق Getty Images

'هلکه سرمعلم صاحب څه وایي؟ '

هلک غوښتل خبرې وکړي خوکاکا یې سرمعلم ته مخ واړاوه، په لوړ اواز یې وویل:

'دا بې ادبه به زه اصلاح کړم، سبا به یې تک شین مکتب ته راولېږم خو سرمعلم صاحب ستاسو ګناه هم ده ، ولې له شاګردانو سره نرمي کوئ، دا څه اروپا ده؟

داسې یې ووهئ چې له خبرو ولویږي۰ما ۱۴ کاله په کاناډا کې ژوند کړی دی، تاسې موږ له امریکایانو او اروپایانو سره مه برابروئ، موږ په خبره نه پوهیږو۰زما ږیره سپینه ده خو زه که اوس هم د خپل مکتب معلمان وګورم ریږد مې اخلي۰ معلم چې لښته ونه لري معلم نه دی '۰

دغه زده کوونکی چې مخکې یې ذکر وشو که له دې وروسته منظم اووسي، له همصنفیانو سره غرض ونه کړي او هغه آداب زده کړي چې د مکتب اداره او کاکا یې ورڅخه غواړي، دغه ټول کارونه به یې د کاکا له ډاره کړي وي۰ده به د ښه شخصیت په جوړیدو کې واقعي پرمختګ نه وي کړی۰

ګاونډۍ مو یو ورځ زموږ کره راغلې وه، ژړل یې چې د زوی په جیب کې یې سګرټ پیدا کړي دي.

ګاونډۍ مو ویل:

'که یې پلار خبر شي بیا به قیامت جوړ کړي۰پلار یې کوڅې ته نه پرېږدي، هلک یوازې مکتب ته ځي راځي، نه پوهیږم په دې بلا څنګه اخته شوی دی. '

د انځور حقوق Getty Images

پلار یې هلک ته ویلي ول چې کوڅې ته مه وځه، خو په دې یې نه و پوه کړی چې ولې باید له کوڅه ډبو هلکانو سره و نه ګرځي۰

پلار یې هلک ته ویلي ول:

'ګوره سګرټ و نه څکوې '، خو په دې یې نه و پوه کړی چې ولې باید دا کار ونه کړي۰

ټول انسانان په تېره بیا هغوی چې د عمر په اوایلو کې دي، خبرو او اوریدونکي ته ضرورت لري، دغه ضرورت که کورنۍ پوره نه کړي نو بل چا ته به پنا یوسي.

که مو زوۍ له تاسو ډاریږي نو د زړه تشولو لپاره شاید په کوڅه کې څوک پیدا کړي او هغه کس یې شاید سګریټو ته تشویق کړي۰

د انځور حقوق Getty Images

خشونت د اخلاقو ضد عمل دی او اخلاق په غیراخلاقي وسیله نه زده کېږي.

که موږ له یو ځوانه د خبرو کولو، نظر څرګندولو اوانتخاب درلودلو حق د خشونت په وسیله واخلو ،دغه عمل به مو د ډېرو لویو بداخلاقیو سبب شي لکه نفرت درلودل،عقده مند اوسیدل، د بغاوت کولو تنده او داسې نور.

پاچا خان په ' زما ژوند او جد و جهد کې ' کې دغې موضوع ته په اشارې لیکي:

''عدم تشدد په خلکو کې محبت پیدا کوي، همت پیدا کوي او جرات پیدا کوي او تشدد په خلکو کې نفرت پیدا کوي، ویره پیدا کوي او بزدلي پيدا کوي. ''

زه یو پلار پیژنم ډاکتر دی، تر ما په دې ښه پوهیږي چې د ماشوم وهل او ډارول د ماشوم جسمې او روحې حالت ته څومره زیان رسوي خو بیا هم دا کار کوي۰

دغه پلار په دې باور دی که ماشوم له مور او پلاره وډار شي بیا غلط کار نکوي۰

دغه غلط باور زموږ ډېرې میندې او پلارونه لري۰

که مو اولادونه له ډاره خپلې تیروتنې له تاسو سره نه شریکوي ،دا په دې معنا نه ده چې هغوی هېڅ کله تیروتي نه دي۰

د انځور حقوق Getty Images

هغوی چې له خپلې کورنۍ ډاریږي او خپلې وړې وړې تیروتنې هم پټوي شاید لا لویې تیروتنې وکړي۰

زه چې خپل ځان ته او خپلو شخصي تجربو ته ګورم دې نتیجې ته رسېږم چې د تشدد او استبداد په فضا کې نه استدلال زده کېږي او نه شخصیت وده کوي.

د بابا روح مې دې ښاده وي. زما داسې ورځې یادېږي چې په شیبو، شېبو مې ورسره پر یوې موضوع بحث کړی دی.

زه اوس هم هغه خبرې عملي کوم چې بابا مې راته کړې وې، دا ځکه چې دغه خبرې د تشدد په وسیله نه بلکه د نرمي، استدلال او منطق په وسیله شوې وې۰

هغه احترام چې د ډار په نتیجه کې رامینځ ته کېږي تر بې احترامي خطرناک دی۰

له تشدده کار اخیستل یوازې پر شخصیت نه بلکې پر هوشیاري او ذکاوت هم منفي اغیزه لري۰

هغه ماشومان چې په کوچینوالې ډار شوي دي، په لوینې هم شاید په ډېرو غیر منطقي خبرو باور ولري۰

موږ هر یوه داسې لویان لیدلي دي چې په تیاره کې تر بلې کوټې یوازې نه شي تلی او په ذهنونو باندې یې وهمونه حکومت کوي.

که موږ په تربیه کې له تشدده کار اخلو په حقیقت کې له ماشومانو انتقادي نظر اخلو.

د انځور حقوق Getty Images

انتقادي نظر نه درلودل د استدلال د کمزوري سبب ګرځي.

له تشدد سره لوی شوې انسانان معمولا پر ځان باور نه لري۰

دوی که په دې پوه هم شي چې پیشو یو اهلي حیوانه ده خو چون پر ځان باور نه لري نو پر خپل منطق باور نه شي کولای او شاید بیا هم له پیشو وډار شي او د پېرۍ ګومان ورباندې وکړي.

دا کمال نه دی چې اولادونه مو ستاسو ټولې خبرې ومني، کمال دا دی چې ماشوم مو د سمې او نا سمې خبرې په فرق پوه شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب