د پکتیکا معلمانې

د انځور حقوق Getty Images

مریم امرخیلې خورلڼې مې اشاره ورته وکړه.

ـ هاغه دي وینې یې؟

دوه نجونې وې، د یوې یې تور کمیس او تور ټېکری و. پلو یې خولې ته نېولی و. بلې یې شین کمیس اغوستی و. سپین ټیکری یې و، چادري یې کلکه په تخرګ کې نېولې وه. زه ورغلم. ستړې مه شې مې ورکړه.

دوی له پکتیکا راغلې وې. هغلته دواړه په یوه ښوونځي کې د پښتو ښوونکې دي.

زه ورته ځیره یم. مریمې راته ویلي و اتلس کلنې دي، خو زه فکر کوم د بدن غړي یې لا واړه دي، ګومان کوم واړه مخونه، نري اندامونه، وړې ګوتې یې لا هم لوییږي. له دوی مې د نوم پوښتنه وکړه. د تور پړوني نجلۍ په یوه ساه وویل:

ـ بختوره ' اصلي نوم نه دی ' نومېږم.

له شا مې د نارینه غږ واورېد. د شنه کمیس نجلۍ ته یې لاس نیولی و.

ـ او ما په خپلې لور د سورساندې ګل ' اصلي نوم نه دی ' نوم ایښی.

سورسانده موسکه شوه، یوه غومبري یې درز وکړ. کوچنی درز لکه شېګارې چې پرې وکړې. سړي ته مې مخ کړ:

د انځور حقوق Getty Images

ـ اکا تاسې اوس رښتیا په پکتیکا کې د جنکیو مکتب لرئ؟

ده تسپې واړولې. بیا یې ښي لاس ته کړې. چپ لاس یې په ږیره راتېر کړ.

ـ موږ دا مکتب لږ وخت کېږي چې جوړ کړی. تر اوسه ۱۲۰۰ شاګردانې لرو.

د ده کیڼ لوري‌ ته ناست سړي ته یې اشاره وکړه.

ـ دغه مې کلیوال دی. موږ په ګډه لګیا یوو، سورسانده زما او بختوره د ده لور ده.

هغه لونګۍ په سر وښوروله. ما وپوښتل:

ـ خلک مو نه منع کوي؟

د لونګۍ وال پایڅې ور جګې کړې، ځای کې وښورېده:

ـ ولې مو نه کوي. خو له دوی سره مو خبرې وکړې. اه، زویه هېڅ داسې تنګسه نه شته چې په خبرو دې اسوده نه شي. اولو کې خو یې د سر په کاسه کې اوبه راکړې وې. خو اوس ورو، ورو ښه شول. د موږ مکتب کې ښځې معلمانې دي او دا موږ سپین ږیري یوو. هغلته شاګردانې هم ټولې جینکۍ دي.

زما ستونی وچ و. هډونو مې لکه په لومړي وار چې خوښي موندلې وي. بختورې او سورساندې زما په لاس کې قلم او کتابچې کې سترګې خښې وې. بیا مې سورسانده وپوښتله:

ـ وسله وال څه نه درته وايي؟

هغه موسکه شوه، لکه ملنډې چې راباندې وهي. په خپله پوښتنه پېښمانه شوم. بیا یې وویل:

د انځور حقوق Getty Images

ـ هغوی وايي چې مکتب کې دې یو ښځې وي، نو موږ ورسره کار نه لرو. خو هلکان دې نه وي.

د بختورې پلار په لوړ غږ وخندل، ویې ویل:

ـ هاها که یې څه نه ویلی خو اوس به پکتیکا په مکتبو ډکه وه.

لاړې یې تېرې کړې بیا یې وویل:

ـ تر وسله والو د کلیوالو سوچونه ډېر خطرناک دي. ته اوس ګوره دوی د خپل لور په نوم شرمیږي خو د پیغمبر ( ص ) د ښځې نوم په ډاډ یادوي. وا لورې! دا اوس زما کلیوال دا بې شرمي بولي چې د ښځو نوم دې د صنف په حاضري کې ولیکل شي.

ـ ښه نو تاسې څرنګه زړه ښه کړ لور مو مکتب ووايي بیا معلمه شي؟

ـ خدای ( ج ) علم فرض کړی. په ټولو یې کړی او زه د خدای له امره سرغړونه نه کوم، زما لور یوه انسانه، مسلمانه ده. هغه باید علم حاصل کړي.

یوه شېبه ټول غلي شول. د جنکیو نوکانو ته مې کتل، په ګوتو کې داسې ننوتلي و لکه په دیوال چې مېخ ټک وهې، یا لکه په ډبره دې چې ور وهلي وي. د ګوتو څوکې یې ځیږې وې. نجونو ته مې وویل:

ـ د کور کار هم کوئ؟

بختورې وار لومړی کړ:

ـ خود یې کوو. د موږ کلیوال وايي، چې ښځې تعلیم وکړ هغه بیا د کاله ښځه نه ده. خو زه مې مور سره په تناره مړۍ هم پخوم او سبق هم وایم.

ما وروځې پورته کش کړې، د فېسبوک خبر رایاد شو. چې له پکتیکا یوې هم په کانکور کې ګډون نه و کړی. سړیو ته مې وکتل یوه یې سترګې شاخوا څرخولې. بل یې په ځمکه ګنډلې وې. ما وپوښتل:

د انځور حقوق Getty Images

ـ نو ولې مو دا دومره جینکۍ کانکور کې ګډون نه کوي؟

د بختورې پلار خپلې تسپې جیب ته کړې ویې ویل:

ـ پوهنتون خو اول نه شته، چې شته له نارینه وو سره دی او بل زموږ مکتب خو سږ لومړی دوره فارغینې ورکوي.

مریمې غږ راوکړ، زما زړه له دې مجلسه بل ځای نه ځي. فکر کوم دا دوه نارینه یوازې په ولیو پلن او په ونه دنګ نه دي، بلکې ذهنونو کې یې هم ستوري ځلیږي.

د بختورې او سورساندې سترګې داسې ځلیږي لکه لمر چې د کابل په سوړ سهار کې شپږ نیمې بجې څیره ووهي.