پخوانیو شاعرانو ولې د خپلو مېرمنو ښکلا نه ستایله؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخوانیو شاعرانو یواځې د خپلې مېرمنې د ښکلا ستایلوپه هکله څه نه دي ویلی.

په پښتو لرغوني ادب کې به داسې شاعر نه وي، چې کلام یې په مینه، دلربا، معشوقه او محبوبه کلیمو ډک نه وي، خو پوښتنه دا ده چې د خپلې مېرمنې او د ښځو د حقونو لپاره یې هم شاعري کړې ده که نه.

د د ځواب موندلو لپاره د کلاسیکو شاعرانو د کتابونو لټول راته اړین ښکاره شول.

په کابل کې دانش خپرندویه ټولنې ته لاړم، د خوشال، حمید، رحمان او نورو باباګانو شعرونه کتابونه وکتل، یواځې د خوشال بابا په کلیات کې د (اصیلې ښځې او اصیل اولاد) په نوم شعر سره مخ شوم.

* د پښتنې شاعرې شعر د حیا په قید کې

* پېلوځی: مشاعرې او ښځينه شاعري

افغان لیکوال او څېړونکی استاد حبیب الله رفیع په دې باور دی چې شاعران هم د ټولنې دودونو تړلي وو، ځکه یې د مېرمنې یا ښځې لپاره څه نه تر سترګو کېږي.

"شاعر هم په ټولنه کې ژوند کوي، هغه د ټولنې تابع دی، که له اصولو یې سرغړوي له ستونزو سره مخ کېږي".

خو په دغه خپرنځي کې مې د اوسمهالو شاعرانو اثار هم پاڼه په پاڼه واړول. غني خان خپلې مېرمنې ته( د فریدون مور ته خط) او د مورې، مور او مور ته) په نوم شعر لیکلی. عبدالباري جهاني هم په کوه تور کې (د حوا لور، پښتنې نجلۍ او دویم واده) په نوم مېرمنو ته ځانګړي شعرونه لیکلي دي.

په کوثر کې یې( زما د خوبونو نجلۍ) شعر خپلې مېرمنې ته لیکلی دی. په یوه برخه کې یې وايي.

ته قسمت کړې زما په برخه، ته ازل ما ته پیدا کړې همدا خوښه د اسمان وه، زه یې ستا کړم ته یې زما کړې.

د مجازي ښکلا پر ځای ریښتونې ښکلا ستایل

د انځور حقوق FB
Image caption حنیف حیران وايي، د مجازي ښکلا پر ځای د ریښتونې ښکلا ستایل د شعر اغېز لا زیاتوي.

ځوان شاعر حنیف حیران نه یواځې خپلې مېرمنې ته شعرونه وايي، بلکې په دې ارمان دی چې په دې برخه کې یې لا ډېره شاعري کړې وی.

"حق یې را باندې ډېر دی کش له دې مې ډېر څه ورته لیکلي وی، نورو شاعرانو ته هم دا وایم چې تر ټولو غټه ښکلا دغه ده چې ستا په کور کې د ځمکې پرښته ناسته ده، ستا عزت دی، ستا ننګ دی ستا ژوند دی، ستا کور ساتي ستا هرڅه ده".

نوموړی وايي، د مجازي ښکلا پر ځای د ریښتونې ښایست ستایل او یادول به شعر نور هم ارزښتمن کړي.

"زه وایم له مېرمنې لویه هستي نشته هغه که د مېرمنې په نوم ده، د مور یا لور په نوم. که ښایست ته شاعري کوو، راځئ خپلو مېرمنو او لوڼو ته شاعري وکړ، هغه به دا احساس وکړي چې را سره مینه لري".

* بريتانيا کې افغانه شاعره

* پېلوزی: د ښځینه ادیبانو په نوم

خبریاله فریده سوما وايي، اوس د وخت غوښتنه ده، چې شاعر ته ښايي خپلې مېرمنې ته یو څه وليکي.

"که یوه ښځه اوري چې خاوند شاعر یې د دې صفت نه کوي او د پردیو مېرمنو د ښایست یا د معشوقې د ښایست ستايي، دا د دوی په ژوند ناوړه اغېز کوي او که د خپلې مېرمنې ستاینه وکړي، د دواړو کورنۍ اړیکې به نورې هم سره ښې شي"

که خپلې مېرمنې ته له شعر ویلو تېر شو، دا مهال د ښځې د حیثیت او ارزښت په هکله هم شاعري کېږي. د پیرمحمد کاروان د زر زري وزرې په نوم کتاب کې څو شعرونه د ښځې لپاره ویل شوي.

په یو شعر کې وايي.

ایمان به ورته وایې عقیده به ورته وایې منم چې دی انسان خو پرښته به ورته وایې

د ښځو د حقونو پر ځایښت لپاره د شاعرۍ اهمیت

د انځور حقوق FB
Image caption جیلاني جلان د ښځو د حقونو د پرځایښت لپاره شاعري اغېزناکه لار بولي.

جیلاني جلان د پښتو ژبې د ځوان پښت هغه شاعر دی چې پر خپله مېرمنه سربېره یې د ښځو په حق کې هم شاعري کړې ده.

نوموړی په دې باور دی، چې که د ښځو ستونزې او هیلې د شعر په ژبه وړاندې کېږي په زړونو ژر اغېز کوي او افغان ټولنه کې د ښځو ضد تاوتریخوالي او ناخوالو په کمولو کې اغېزناکې تمامېدلی شي: "شاعري او ادبیات د ټولنې بنسټ جوړوي او که د ښځو د ستونزو لپاره کار ترې واخیستل شي، ډېره ژر به مثبته نتیجه ور کړي".

په دانش خپرنځي کې د کتابونو لټولو کې د شاعرې زرلښت حفیظ له اثر( د سولې انتظار) هم په لاس راغی شوم. په کتاب کې د (ښځه څوک ده، مه ناڅه او ښځې ته) په نوم درې شعرونه یې هم د ښځو د درد او کړاو په هکله ویلي دي.

بله شاعره برېښنا هادي جلان وايي که څه هم ښځینه شاعرې د خپل درد لپاره شعرونه وایي، خو دومره ډېر دي.

نوموړې په دې باور ده، چې څومره ښځینه شاعرې زیاتېږي، هغومره به د شعر په ژبه د دوی د غږ اوچتولو لپاره هم اواز ډېرېږي.

اړونده مطالب