روسیه: روښانه نه ده د امریکا لوی بم څوک په نښه کړي

د روسیې سفیر وايي، ''یوازې موږ له طالبانو سره اړیکې نه لرو، امریکا یې هم لري'' د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې سفیر وايي، ''یوازې موږ له طالبانو سره اړیکې نه لرو، امریکا یې هم لري''

کابل کې د روسيي سفیر الکساندر مانتیتسکي ویلي د داعش پر ضد د امریکا د هر پوځي ګام ننګه کوي خو هر څه باید روښانه وي هغه که په سوریه کې وي یا افغانستان کې.

د روسيي سفیر وايي تر اوسه داسې اسناد او شواهد نه شته چې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ډلې په ځالګۍ دې د امریکا د 'بمونو مور ' کاروونه کې څوک په نښه شوي؟

سفیر وايي، له دې شکمن حالت وروسته به روسیه خپل نظر ډاګیز کړي.

مک ماسټر: طالبانو ته باید ماتې ورکړل شي

امریکايي جنرال پر روسیې تور پورې کړی، چې طالبانو سره مرستې کوي

'اچین کې غورځول شوي زورور بم لسګونه داعشیان وژلي'

دروسيي سفیر دا هم ویلي چې له امریکایانو سره په اړیکه کې دي چې د داعش خلاف د ګډې مبارزې چاره پرمخ یوسي، خو نه دي توانیدلي په دې تړاو دوه اړخیزې ناستې وکړي.

د طالبانو او روسیې اړیکه

د روسيي په سفارت کې بلل شوې خبرې غونډې کې الکساندر مانتیتسکي له طالبانو سره په خپلو اړیکو هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې طالبان یوه سیاسي ډله ده، موږ غواړو چې دافغانستان په ټیکاو کې رول ولري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال هربرټ ریمونډ مک ماسټر چې تېره اونۍ افغانستان ته تللی و ویلي و، هېڅوک باید د طالبانو ملاتړ و نه کړي.

د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي روسی سفیر وپوښت، ولې ناټو او امریکا ستاسو او د طالبانو په اړیکو اندیښمن دي نوموړي وویل:

''یوازې موږ له طالبانو سره اړیکې نه لرو، امریکا یې هم لري. د خپل یوه سر تېري پر سر یې معامله ورسره وکړه، په ناروې کې طالبانو ناسته وکړه چین هم ورسره اړیکه لري، په قطر کې یې لوی دفتر دی زموږ اړیکې له نورو هغو سره جلا نه دي ''

نوموړي وویل، لکه چې د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره حکومت دپ خلاینې هوکړه وکړه، داهم شونې ده چې له طالبانو سره دې روغه وشي او زموږ دا هڅه ده.

د اچین برید په تړاو څرګندونو د حکومت یو سلاکار له دندې ګوښه کړ

"دا ځل ولې تر ټولو ستر بم کارولو ته اړتيا پيدا شوه؟"

خلیلزاد: د کرزي څرګندونې د سولې او افغانستان په ګټه نه دي

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال هربرټ ریمونډ مک ماسټر چې تېره اونۍ افغانستان ته تللی و ویلي و، هېڅوک باید د طالبانو ملاتړ و نه کړي. له یوې ځايي رسنۍ سره خبرو کې ښاغلي مک ماسټر دې لړ کې په ځانګړې توګه د یوه هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي و، د سیمې هېوادونه باید د طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې چې له افغان حکومت سره جګړه کوي، ملاتړ کولو او جګړې اوږدلو پر ځای باید مثبت رول ولوبوي او له افغانانو سره مرسته وکړي.

د افغان ځواکونو روزنه

د روسيي سفیر له افغان حکومت سره په پوځي برخه کې د ملګرتیا ټکي ته په اشاره وویل، 'موږ غواړو افغان پولیس او نورو ځواکونه وروزو او لا نورې پوځې مرستې له افغانستان سره وکړو. '

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اچین کې د زورور بم له غورځول کېدا وروسته د 'اسلامي دولت' ډلې پر ضد عملیات هم پیل شوي

د روسيي استازي دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره اونۍ کابل کې د ناټو ځواکونو ویاند له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، 'د روسيي او طالبانو اړیکې د اندیښنې وړ دي. '

په دې وروستیو کې یو شمېر افغان سیاستوالو هم د روسیې او طالبانو پر داسې اړیکو نیوکې کړې وې، چې له افغان دولت سره د روسانو پر اړیکو سیوری غوړوي.

ورته مطالب